پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Homeادبله اولادونو ګیله من خوشال | نورکمال ارشاد

له اولادونو ګیله من خوشال | نورکمال ارشاد

د یو فارسي عبارت ژباړه ده:
(لۀ یو ځوان څخه یې پوښتنه وکړه چې تر ټولو سخت درد د څۀ دی؟
ځوان وویل، د غاښ درد!
دا خبرې یو بوډا سړي واورېدې، ویې ویل، که غاښ دې درد کوي، ناچاره شې، هغه به وباسې، تر ټولو بد او سخت درد د سترګو او د بد اولاد د درلودلو دی، ځکه چې نۀ سترګه ایستلی شې او نه د خپل بد اولاد لۀ نسبته منکرېدای شې.)

خوشال بابا پۀ دې آړه داسې فرمایلي:

بد فرزند دې خدای د هېچا پیدا نۀ کا
پۀ خصلت یې پلار پۀ ځان دی مور پۀ ویر

اولادونه چې کله لوی شي، نو د مور او پلار هغه ناپایه احسانونه، ستونزې، ربړې او دردونه چې ددوی پۀ پاللو او روزلو یې ګاللي دي، هېروي.
خوشال بابا هم لۀ ورته والدینو څخه دی چې د خپلو اولادونو نافرمانیو یې زړۀ آرې، آرې کړی دی.

چې پیدا دي، همګي زما لۀ ځانه
که پنځوس دي، که شپېتۀ دي، داغ د زړۀ دي

خوشال بابا پۀ دې بیت کې د خپلو اولادونو شمېر تر پنځوسو یا شپېتو یادوي، یوۀ هم ددۀ زړۀ نۀ دی ساتلی او لۀ یوۀ هم راضي نۀ دی.

بابا لۀ خپلو زامنو پۀ دې ډېر ګیلامن دی چې زامن یې ټول د منصب او مقام مینوال دي او ددې لۀ پاره پۀ خپل عزت او حرمت هم بند نۀ دي:

د منصب د اضافو خبرې کاندي
پۀ عزت او حرمت کله خبردار دي
نۀ د نوم دي، نۀ د شرم نۀ د ننګ دي
اندېښنې یې د ناکس د ناسردار دي

د خوشال بابا لۀ اؤلادونو بله ګیله دا ده چې هر یؤ پۀ خپله لار درومي او هېڅ د نظر یؤوالی نۀ لري، بې اتفاقي هغه لامل یادوي چې دی یې لۀ زامنو زړۀ توری کړی دی:

اتفاق، یګانګي یې سره نشته
همګي روان پۀ بېله بېله لار دي

خوشال لۀ خپله ځانه هم ګیله من دی او خپل ځان ته پۀ خطاب کې وایي چې تۀ به څۀ لۀ نورو خلکو شکایتونه کؤې، ستا خو خپل زامن هم بې ننګه او لۀ تا ویزار دي:

شکایت لۀ نورو مۀ کوه خوشاله
چې خپل زویه هم پۀ ننګ لۀ تا ویزار دي

بابا د خپلو اولادونو د ټولو بدیو لامل دا ګڼي چې یو هم پلار او نېکۀ ته نۀ دی شوی، کله، کله وایي چې اولادونه ځکه ناخلف او نافرمانه دي چې خپلې مور ته تللي دي:

یو ؤ پلار نېکۀ ته نۀ شو
همګي د مور پۀ شان

یا:

د مور، پلار، نېکۀ ته نۀ دي
دا ناکس دي لا بل شان
پۀ ژوندون مې خپل ځای ورکړ
باندې زۀ شوم مهربان

د خپلو اولادونو پۀ خاصتاً د زامنو پۀ منځ کې یې هغه زوی چې تر ټولو ناخلف او نافرمانه و، بهرام و چې بابا ترې ډېر زیات شکایتونه کړي او هغه یې غندلی دی، پۀ دېوان کې یې یوه اوږدۀ قصیده ددۀ پۀ نافرمانیو لیکلې:

څوک بهرام غوندې منحوس، بدبخت بخیل شي
پۀ شامت یې خېل خانه شي تار، پۀ تار

بهرام د خپل پلار خوشال خان خټک پر وړاندې دومره سپین سترګي کوي چې حتی حملۀ پرې کوي، کله چې بابا جومات ته ځي او لمونځ آدا کوي، د بهرام کسان پرې برید کوي، بابا ور سره پۀ یوازې جګړه کوي، ماتې ورکوي، او د بهرام کسان پۀ تېښته بریالي کېږي.

دا هم ځای د تعجب دی، که یې وینې
چې لښکرې پۀ خوشال کا بهرام خان

بل ځای د بهرام زویوالي د ځان لۀ پاره داسې یو عیب او دومره شرم او بدبختي بولي، چې آن د خپلو سلو هنرونو سره یې هم نۀ تشبیه کؤي:

نۀ دا یو عیب زما نۀ سل هنره
چې بهرام زما پسر، زۀ یې پدر یم

پۀ اخر کې بهرام ته پۀ دې ښېرا خپله وینا تماموي:

نور دې نوم زما پۀ زویو کې یاد مۀ شه
د خوشال خټک وینا پۀ دا تمامه.


 نورکمال ارشاد، د خوست شېخ زاید پوهنتون، ادبیاتو پوهنځي د پښتو څانګې محصل دی.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب