جمعه, اپریل 19, 2024
Homeادبلنډه کیسهباران | هیله پسرلی

باران | هیله پسرلی

درې کاله مخکې په دغې کفې کې سره جلا شو. جلا، امممم نه پوهیږم د جدايي په هکله څه فکر لرئ؟ خو دا لکه د فلمونو او ناولونو جدایي نه وه. نه مې په زړه واوره ووریده، نه هم ویلې شو ، نه مې شراب ډیر کړل،  نه مې سیګرېټ شروع کړل او نه مې  په ورځینو کارونو کې کوم بدلون راغی. ښايي هغه هم ورته احساس درلود.

 په دې درې کلونو کې دا لومړی ځل دی چې هغه ورځ مې په ذهن کې ګرځي.هغه ورځ، منی زیاتي په ختمېدو و. پیټر راته مسج وکړ چې که وخت لرې وروسته له کاره به کاف‍ي وڅښو‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍. و مې منله. موږ به تل یوازې دغې کفې ته راتلو او تقریبا هر ځلې به دغلته ناست وو چې نن زه ناسته یم: د کفې  د دویم پوړ چپ لاس ته اخري میز چې دوه چوبي چوکۍ لري. بغل ته یې یوه وړه کړکۍ ده چې تقریبا هیڅ کوم خاص څه ترې نه ښکاري او په تاقچه کې یې په یو زاړه قاب کې د مایکل جکسون تور او سپین عکس دی. هغه ورځ زه تر پيټره وخته رسیدلې وم، خلکو ته مې شا وه او ده  ته انتظار وم. نه پوهیږم  هغه ورځ به مې په څه فکر کاوه، امممم، نه مې یادیږي.  زه چې دلته راځم ، فکر نه کوم ځکه مې دا ځای خوښ دی.

پیټر چې راغی. لکه نور کله یې تر خپل سایز لوی، تور جاکټ په ځان کې و. د هري پاټر غوندې عینکې یې په سترګو وې. په ده ښه نه لګیده چې خلک ورته ووايي هرې پاټر دې کاپي کړی دی. زه پوهیدم چې ده هري پاټر نه دی کاپي کړی. ویښتان یې لکه تل ګډوډ ول.

د هغه د ویښتانو ږمنځول  نه ول خوښ. دغسې ګډوډ خوشحاله و.

پیټر د روغبړ په وخت لنډه غېږ راکړه.

لکه تل مو د متوسط سایز بې بورې کپچینو وغوښته.

پیټر وویل: نوی کال نږدې دی.

ـ هو

ـ  کوم خاص پلان لرې؟

– اممم، نه

ده سر وښوراوه او امممم یې وکړل.

په عکس العمل یې پوهه نه شوم، ومې پوښت ته کوم پلان لرې؟

-امممم ، ایوا ته پوهېږې زه په ژوند کې بدلون غواړم، نوی کار، نوی ښار، نوي خلک…ته پوهیږې چې څه وایم؟ ما ټول عمر پراګ کې تیر کړی، نور ترې ستړی یم.‌ غواړم برلین ته لاړ شم، ته پوهیږې زه څه وایم ؟ ما خپل ټول عمر دې ښار کې…

زه په دې پوهه شوم چې پیټر غواړي جلا شي خو په دلیل یې سمه نه پوهیدم. زه پراګ کې زیږیدلې یم. ټول عمر مې دغلته تیر کړی، خو پخوا مې هیڅ کله په دې فکر نه و کړی چې سړی له ښاره ستړی کیدی شي.

پیټر لا په خبرو لګیا و، احساس مې وکړ توضیح یې په عذابوي.

نو خبرې مې یې قطع کړې: سمه ده. زه پوهیدی شم، نوی کال، نوی ژوند..

ـ مننه چې درک کوې مې.

ـ خواهش کوم.

دواړه چپ شو. د باندې باران و،  لا مازدیګر و خو د نیمې شپې غوندې تیاره وه.

وړې کړکې ته مې کتل، هيڅ‌ ترې نه ښکاریدل، خو احساس مې کاوه کړکې ته چې ګورم باران ښه اورم.

د مایکل جکسون په تور او سپین عکس د کفې د ګروپ سره رڼا خپره وه.

پیټړ غټ غوړپ وکړ، او ویې ویل: ښه نو زه باید لار شم. اوس دویم شفټ کې یم، پیسې یې ښې دي.

ـ امممم، سمه ده

پیټر د خدای پاماني لپاره لاس مخته کړ، مسک شو. فکر کوم خوشحاله و چې خبره په اسانه ختمه شوه. ویې ویل، ښه ژوند!

ـ مننه، تا ته هم برلین ښه ځای دی !

د پیټر سړه خدای پامانی طبیعې وه. اخر هیڅ څوک هم د جدايي په ملاقات کې یو بل په غېږ کې نه نیسي.

ما خپله کافې په ارامه وڅښله. زما ژر ژر خوراک ښه نه ايسي.

د باندې باران ته غوږ وم. باران تېز و او نغمه یې خوندوره. زه په باران مینه یم. کافي چې خلاصه شوه کور ته لاړم.

نن په همغې کفه کې د مایکل جکسون (ته یوازې نه یې) سندره چالانه ده. جالبه ده پخوا به چې دلته راتلم هیڅ کله به مې سندرې ته غوږ نه نیو.

نوي کال ته ډیر وخت نه دی پاتې. خو اوس په پراګ کې بارانونه کم شوي. تیره اونۍ مې رییس ته درخواست ولیکه چې که یې امکان وي چې د لندن په شعبه کې کار وکړم.

خدای دې وکړي ویې مني.

 باران مې یادیږي.

پراګ

نومبر، 2018

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب