غصه شه
چې څنګه دې زړه غواړي
احساس مې راټپي کړه، چې څنګه دې زړه غواړي
مات کړه ګلدانونه، ټوټې کړه ایینې
تهدید مې کړه چې بله کړم ملګرې
چې څه وایې هغه وایه
چې کوې هغه کوه
ته،
د ماشومانو په څير
ګرانوم یې چې هرڅومره بد کوي
غصه شه
انقلاب سره ته نوره ښایسته شې
غصه شه
که موج نه وي بحر نه وي..
توپان شه… باراني شه..
زما زړه همیش غفور دی
غصه شه
زه دې ګواښ ته پټه خوله یم
ته یې شیطان کوچنی
ډکه له غروره …
مرغان څنګه انتقام له بچو واخلي؟
ورځه
کله چې مړه شوې له ما
نصیب کړه ملامت او ما کړه تهمتي..
زه به
په اوښکو او په غم بسنه وکړم..
چوپتیا لویي ده
ویاړلی غم دی
ورځه
که ستړې شوې له پاتیدو یې
مځکه له عطرو ډکه، مځکه له ښځو ډکه
زرغونې سترګې، تورې سترګې ډيرې
که دې غوښتل زما دیدن ته راشې
چې د ماشوم غوندې محتاجه زما مینې ته شې
راوګرځه دې زړه ته چې کله دې زړه غواړي
ته یې هوا زما په ژوند کې
ته یې مځکه، ته اسمان یې
غصه شه چې څنګه دې زړه غواړي
ورځه، چې څنګه دې زړه غواړي
یوه ورځ به خامخا بیرته راګرځې
او پوه شوې به یې څه وله وفا
پای