پنجشنبه, اپریل 24, 2025
Home+ تاریخي رومانیت| احسان الله ادیب

 تاریخي رومانیت| احسان الله ادیب

ځینې انسانان په تیره بیا افغانان د اوسني وضعیت په پرتله تیر ته پناه وړي، دوی ته له رواني پلوه دا حالت ځکه مفید تمامیږي چې اوسنی او دا نه زغمونکی حالت ورته غیر واقعي ښکاره شي په تیر تاریخ تکیه یې ډاډ ته هڅوي او رواني توازن یې بر قراره ساتي. خپل ژوند ته پرې یوه مانا پیدا کوي مګر اوسنی وخت او حالت له اوسنیو واقعیتونو خالي کول هم یوه لویه فاجعه زیږوي، ځکه چې انسان په راتلونکي بې باوره کوي او له راتلونکو فرصتونو یې ذهنیت کاملا خالي کیږي او هیروي یې. انسان په دسې حالت کې په تاریخي رومانیت مبتلا کیږي او تاریخي رومانیت یې په سترګو د تغافل پردې لګوي. بیا خپل ژوند ته د اوسنیو واقیعتونو له هندارې نه ګوري بلکې ټول ژوند ورته د ماضي په هنداره کې ښکاري. د افغانانو یوه کمي دا ده چې د نن افغان ټول په تاریخي رومانیت کې ژوند کوي. په ماضي کې د تیرو شویو شخصیتونو او امپراطوریو کیسې، داستانونو او تاریخونو د اوسني افغان ذهن جوړ کړی دی. دوی فکر کوي چې په ماضي د سیاسي ویاړ دور څنګه را وګرځوي ددې تاریخي رومانیت بربادونکې بیلګه اوسنی ذهنیت دی.

د اوسنۍ زمانې افغانانو حال دا دی چې په یو ډول نه یو ډول خوش فهمۍ او خوش باورۍ اخته دي ددې پایله دا شوه چې د راتلونکي حقیقت غوره کونکی سوچ پکې محوه شو مفرضاتو کې ژوند کول په تصوري نړۍ کې خپله خیالي نړۍ جوړول یې اصلي ماخذ وګرځید. موږ ټول فکر کوو چې پنځه زره کلن تاریخ لرو او په دې دومره تاریخ کې مو فلاني او فلاني ته ماتې ورکړې ده. مګر د اوس وروسته پاته حال بې دریغه زغمو او هیڅ نوې پیښه نه راته ښکاري اصل خبره دا ده چې له دې مفروضاتو راوتل مو د ژوند په اصلي مانا پوه کولای شي. د افغان حال به هغه وخت سم شي چې له تاریخي رومانیته راووځي. وروسته پاته ملتونه د حقارت احساس کوي او د حقارت له احساسه د ځان خلاصون یوازینۍ لار په ځان افتخار دی. زموږ لیکوال، ډاکټر، تاریخ لیکونکی حتی شپون ټول د لوړ ځان ښودلو په فکر کې دي.

وطن مو د اسیا زړه دی، خاوره مو سره زر ده، پنځه زره کلن تاریخ لرو، وطن جنت نشان راته ښکاري، هیڅوک پورته نشي راته کتلای، کلتور او فرهنګ مو له ټولو ښه دی. چې یو ملت دومره په هر څه بسیا وي نو بیا مشکل په څه کې دی؟ خو مسله حل ده کنه.

اصلا هغه خلک چې په مادي او کلتوري لحاظ کمزوري وي غواړي په خیال کې ځان لوړ کړي په ماضي فخر یې یو ډول فطرت وګرځي بیا په ځای ددې چې په خپلو مشکلاتو وغږيږي تاریخي بریاوې لمانځي او د تاریخ د بیرته ستنیدو سوچ یې ټول ژوند نا ارامه کړی وي.

بیا یې شاعر ته هم ځان د نړۍ لوی اتل ښکاري او وایي چې:

زه یم زمری په دې نړۍ له ما اتل نشته …

که ددې په ځای په خپلو مشکلاتو سره راټول شو فکر وکړو چې ولې له نورو وروسته پاتې یو، څنګه له نورو سره هم زمانه سفر کولای شو نو نتیجه به يې مثبته او تغیر منونکې وي.

تاریخ مو د تحجر له ذهنیته راباسي او د لا لوړاوي فکر را تداعي کوي، خو په تیر ویاړ له ځان ځورونې پرته بله هیڅ نتیجه نشي لرلای.

1 COMMENT

  1. ګران احسان الله ادیب سلامونه. مضمون مي دي ولوست. ډیري ښې موضوع ته دي پام اړولی دی. په ښوونځي کي مي د پښتو په تدریسی کتاب کي د « خاندان خولۍ» تر عنوان لاندي یو مضمون لوستی وو. همدغه موضوع یې، یو څه په بل رنګ، را اخیستې وه. اوس مي حتی لیکوال هم هېر دی؛ چي مرحوم بېنوا به وو او که بل کوم پیاوړی لیکوال. ستاډیري ښې موضوع ته پام سوی دی؛ خو که دي دا مهمه موضوع یو څه نوره هم سپړلې وای ارزښت یې درلود. زه وایم کشکي زموږ لیکوالان او ځوانان خپل پخوانی تاریخ سم ولولي او په هغه پخواني تاریخ کي په افسانو پسی ولاړ نه سي دا به هم لویه نیک بختي وي. ژوندی او بریالی اوسې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

د کتاب د نړیوالې ورځې په مناسبت | ذبیح الله شفق

ارتر شوپنهاور ( ۱۷۸۸ -  ۱۸۶۰ ) پخپله یوه مقاله کي چي اصلاً د کتابونو د نه لوستلو په باب ده لیکي: " کتابونه...