پنجشنبه, نوومبر 21, 2024
Home+مخ او شاته (لنډه کیسه) عبدالوکیل سوله مل

مخ او شاته (لنډه کیسه) عبدالوکیل سوله مل

اسمان تورو ورېځو پوښلی دی. د لمر سترګه کله کله د هغوی له منځه ځان راوباسي، ځمکه سپین پړک شي – خو لکه په ځنځیر یې چې تړلې او بندیوانه وي او یا ددې ځای پر وګړو د لمر او رڼا بندیز وي، د سترګو په رپ کې بېرته پناه او الونیا شي. داسې باد او توپان دی، ته به وایې اوس به ټوله ابادي پوپناه شي.  باران نه اوري، خشکسالي ګډه ده  ـ خو عجیبه ده خلک خدای ته دباران د ورولو لپاره لاسونه  لپه نه نیسي، د باران په غوښتنه کې ټکني دي .او ګرم هم نه دی  ځکه چې کله هم دلته باران ورېدلی دی د رحمت پر ځای پر شر اوښتی دی -او داسې لوی سېلاب یې جاري کړی دی چې له ېوې مخې ېې لوی مخلوق  او تمامې ابادۍ او کروندې وړي دي .

نه پوهېږم دا به مې څوم کال وي چې په یو نامعلوم سفر روان یم. په هغې ورځ چې دا سفر پیلېده، شونډه مې نوې توره وه ـ خو اوس مې په ګرانۍ په سر کې تور ډکي لیدل کېږي؛ ګرد ویښتان مې لکه واوره سپین پړک وهي.

 لار اوږده ده، زه هم پلی یم، بلا ليوان هم پر کمين کې راته ناست دي. خو زما زړه ته لا وېرې لار نه ده موندلې. ځکه پوهېږم چې د نېکمرغۍ په لور سفرونه تل له ستونزو او کړاوونو ډک وي.او له ستونزو ګاللو پرته نېکمرغي هم بې خونده او بې معنا وي.

نن نه یوازې توره تیاره ده، ورېځو آسمان پوښلی دی او د باران پر ځای به ږلۍ اوري، بلکې د غرونو له منځه په لوی خوړ کې د لوی سېلاب وېرونکی غږ ونه هم لکه د درندو توپونو بوږنونکې ډزې غوږونه کڼوي.

وېرې مې ټول وجود نیولی دی، زړه مې زور نه اخلي، له پښو مې شیمه تللې، ته وا زولنې یې را اچولي دي. ناببره مې د وړاندې تک اراده بدله شي، پښه نیولی شم، راګرځم، لوری بدلوم، شاه را اړوم ـ خو شاته مې وېره څو برابره  شي، په وړاندې مې لویه هدیره راشنه  شي.  ټول مړي: (پلارمې، مورمې، نور خپلوان، ګاونډیان، ښوونکي، همټولګیوال، ملنګان، پاچاهان او نور…. ) په یوه واحده هدیره کې سره راټول دي.

د سترگو په وړاندي مې يوه خړه ليکه وينم، نه پوهېږم بهر دي او که زما د حواسو په ورشو کې، ټول ليکه ولاړ دي، څه ويل غواړي؟

اندېښنې مې نورې هم په سر کې را وټوکېږي، بلا پوښتنې مې په مخه کړي:

_  ولې د ټولو سترګې له غوسې سرې دي، ولې غورېږي، شور یې په څه دی؟ ښايي ماته به په قهر وي چې ولې یې بلې نړۍ ته د سفر ملګری نه شوم، هرېوبه  هڅه کوي چې را نېږدې شي اوله مټو مې ونیسي، اوما هم بلې نړۍ ته له ځانه سره بوځي، خو لکه له حرکته چې لويدلي وي، ، پښې یې زور نه اخلي، نه یې لاسونه ښوري او نه پښې. خو له خبرو ېو هم نه دی ولیدلی ،خولې د ټولو ښوري او دا يې  ښايي یوازینی زوراو  وسله وی چې ما به پرې بېروي. ژبه د تورې او ټوپک ګولۍ نه ده چې سړی ژوبل او و وژني ـ خو ټپ یې پېړۍ وروسته هم تازه وي، ځکه خو له هر قبره په ما یرغل پیلېږي:

پلار مې سمدلاسه ته وا زما په لیدو شرمېږي او له ما یې کرکه ده، په سترګو لاس ږدي، راته وایي:

ـ بې غیرته ولې دې د خپل تربور نه د ورور غچ نه دی اخیستی؟

زه کولی شم دې پوښتنې او غوښتنې ته بلا ځوابونه قطار کړم ـ ورته ووایم چې د چا د مرګ پریکړه  قاضي کوي، دانسان د ژوند او مرګ حق د خدای حق دی .خو پوهېږم پلار مې پخپل لاس د تربور له وژنې پرته په هېڅ ځواب نه شم راضي کولی.

په پلار پسې مې جوخته مور چې په لوی څادر کې یې ځان رانغاړلی دی هم له بل سره رانارې کړي، په سینه لاس ږدي.

ـ شیدې مې نه دربخښم تر هغې دې چې هغه خور نه وي وژلي چې پخپل میین پسې وتښتېده.

بر سر ته د پلار سره نږدې له بل قبره د کلي ملا چې له خولې یې زګونه بادېږي، خوله پرانیزي.

ـ هېڅکله به نوره ښه ورځ ونه وینئ تر څو چې بېرته جوماتونو او مدرسو ته مخه نه کړئ او مکتبونه ونه سېځئ.

د ملا وعظ لا خلاص نه و چې د ملا له څنګ نه  له بل قبره زموږ د کلي پیر چې اوږدې تسبېح یې په لاس وې را نارې کړې.

ـ په یاد دې دي چې څنګه به زموږ لاړې او د لاسونو د خیرې اوبه درته خدای شفا وګرځول، ټک او پتری به شوئ.

کټ _ کټ وخاندي، لکه په معاصر طبابت چې ملنډې وهي.

ـ خو اوس چې مو پیرانو او سیدانو ته شاه کړې ده، څومره ناروغۍ درکې خورې دي؟

د هدیرې له منځه د شخړې او دعوې غږونه پورته شي، لکه مړي چې پخپلو کې سره واوړي، یو بل غندي او ګرموي. دا ځل زموږ تر ټولو وروستی ټولواک چې له خپل لستوڼي ېې اور واخېست او آرامه پادشاهي ېې وړنګه کړه ، له خپل قبر رانارې کړې:

ـ نه مې درته ویل چې ځوانان مه بې لارې کوئ. په بې لارۍ نه یوازې زما ارامه پاچاهي ړنګوئ، ټول وطن په کنډواله اړوئ.

لکه پخوانۍ بدۍ چې بیا را تازه شي، څو ږیرور چې سترګې یې په رنجو تورې او سپينې جامې یې په تن وې، وغورېږي، یوه چې توره پګړۍ یې په سر ده ور نارې کړې.

ـ خو څنګه مو کړی وای ، تاسو خو ورځ تر بلې د خدای له قانونه لیرې کیدئ او د خدای په قانون مو دنیایي قانون غوره باله، موږ څنګه ستاسو په ضد خلک جهاد ته نه وای رابللی؟ ته وا همداسې مږ خلک ویده مو پریښي وای چې ستا واک نور هم غځېدلی وای او جوماتونه مو هم راته په  مکتبونو اړولي وای؟

 له  پاچا سره څنګ کې له بل قبره په غوسې بل مړی چې د پاچا آرامه پادشاهي ېې نړولې وه ، پاچا ته مخ ورواړوي ،وغورېږي.

ـ هېڅوک مه ګرموه! زه پړ یم چې دوی مې ولې ټول په اوله ورځ په دار نه کړل.

خو دپاچا لاس د اعتراض په بڼه پورته شي، د ستایلو پر ځای ېېې وغندي:

ـ مه، داسې مه وایه، هغوی چې د نورو په وژلو اقتدار ته رسېږي او واک ټینګوي، پخپله هم په مرګ له واکه پرېوزي. ما څوک نه وژل ونه وژل شوم ـ خو تا چې ووژل، ويې وژلې.

نه پوهېږم، څنګه سترګې پټې کړم او په غوږونو لاس کېږدم، ته وا د ټولې هدیرې مړي راپسې دي. په وجود مې د وېرې خپسه ناسته ده، کلمه تېروم، په ځان بلا ایاتونه چوپ کړم، بېرته مخ را اړوم. خو په وړاندې مې لکه بله لویه هدیره چې را زرغونېږي، ځکه د یو لوی خونړي سېلاب د څپو درانده غږونه مې غوږونه کڼوي، اندېښنې اخیستی یم چې بیا به دا نوی سېلاب څومره کسان له ځانه سره وړي.

لندن ـ انګلستان

فبروري ۲۰۲۱

د لیکوال ځینې نورې لیکنې

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب