Homeخبرونهد طالبانوحکومت له قزاقستان سره د همکاریو د لار نقشه لاسلیک کړه

د طالبانوحکومت له قزاقستان سره د همکاریو د لار نقشه لاسلیک کړه

تاند ( شنبه د عقرب ۱۲مه) د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په خپله اېکس پاڼه لیکلي،چې قزاقستان ته د طالبانو تللي پلاوي، د سوداګرۍ صنعت، کانونو، لوژستیک، کرنې، مخابراتو، روغتیا، لوړو زده کړو او بشري مرستو په برخو کې د همکاریو د لار نقشه لاسلیک کړه.

مجاهد ویلي، دې سفر کې قزاقستاني لوري د تورغونډۍ – هرات، کندهار – سپین بولدک او مزارشریف – خرلاچې اوسپنې پټلۍ جوړولو پروژو کې د ګډون لپاره هم چمتووالی وښوده.

دغه راز زیاتوي چې قزاقستاني لوري هرات کې د یو سوداګریز او ټرانزیټي مرکز د جوړولو لپاره همکارۍ ترڅنګ د افغانستان وارداتي او صادراتي توکو ټرانزېټ لپاره د اسانتیاوو د برابرولو ډاډ ورکړ.

نوموړي لیکلي چې دواړو هېوادونو د قزاقستان په خارګوس بندر کې د افغانستان د سوداګریزو توکو لپاره د یوه لوژستیکي مرکز او د قزاقستان په بېلابېلو ښارونو کې د افغانستان د تولیداتو لپاره د نندارتونونو په جوړولو، دې هېواد ته د افغانستان د تازه مېوو په ځانګړې ډول د انارو د صادراتو او د افغانستان پنبې د پېرلو په اړه هم هوکړې کړې دي.

دې پلاوي د دواړو هېوادونو د خصوصي سکټورونو ترمنځ د ۱۰۰میلیونه ډالرو په ارزښت قرار دادونه هم لاسلیک کړل.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...