پنجشنبه, نوومبر 21, 2024
Homeخبرونهجرمني؛ ایران کې له خپلو اتباعو غوښتي چې له دې هېواده ووځي

جرمني؛ ایران کې له خپلو اتباعو غوښتي چې له دې هېواده ووځي

تاند ( شنبه د عقرب ۱۲مه) د جرمني حکومت ایران کې له خپلو اتباعو غوښتي څو له دغه هېواده ووځي.

د رسنیو د راپورونو له مخې، چې ایران کې مېشت جرمني وګړي خپل ځانونه د برمته کېدو له ګواښ سره مخ بولي.

د لړم په اوومه نېټه په ایران کې د جمشید شارمهد په نوم د ایراني الاصله جرمني وګړي له اعدام وروسته د جرمني حکومت په‌دې هېواد کې د ایران درې واړه قونسلګرۍ بندې کړې.

شارمهد څلور کاله مخکې د یوه کاري سفر په ترڅ کې له امریکا څخه هند ته تللی و او امریکا ته د راستنېدو پرمهال د متحده عربي اماراتو په دبۍ ښار کې د ایران د استخباراتي کسانو له‌خوا وتښتول شو او څو ورځې وروسته د حسن روحاني په مشرۍ د ایران د هغه مهال د استخباراتو وزیر ایران ته د نوموړي د لېږد خبر ورکړ.

تر اوسه ایران د دې پرېکړې په غبرګون کې څه نه دي ویلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب