حمزه بابا د قاعد اعظم د ګوند سړی ؤ، پر دې ممکن د پاکستان د جوړیدو مخالفین خاصتاً د باچاخان بابا ملاتړي خلک سخت انتقادونه وکړي، د حمزه دا کار ممکن له افغانانو سره جفا وشمېرل شي.
سید رسول رسا هم د افغانانیت خلاف ولاړ ؤ، حتی د خوشال بابا د پاکستاني کولو هڅه یې هم کړي ده، په داسې حال کې چې خوشال خپله نارې وهي چې:
د افغان په ننګ مې وتړله توره
ننګیالی د زمانې خوشال خټک یم
خو دا سیاسي موضوعات دي نو پکار ده چې په سیاست کې ورباندې بحث وشي ځکه د سیاسي مسایلو حل موږ په طب، ادب، اقتصاد… کې نۀ شو موندلی.
غواړم پر دې وغږېږم چې د سیاسي مسایلو لپاره ادبیات نۀ شو نفي کولی، لومړۍ یو څو مثاله وایم او بیا به موضوع باندې خبرې وکړو.
کله کله د انسان زړۀ راډک شي غواړي وژاړي، خو له مجبورۍ یا له شرمه ژړا ټینګوي او شونډو ته دروغجنه مسکا راوړي، دا حالت او احساس حمزه صیب په یو شعر کې څومره ښۀ راوړي:
د زړۀ له سوخته په خندا شوې حمزه
دا دویم رنګ د ژړا پېژنم
هر انسان ازاد پیدا شوی دی فقط چې نورو ته زیان نۀ رسوي، نور یې خوښه چې هر څۀ کوي، ځکه پایلې، حساب او تاوان خپله ویني، نو موږ ته پکار نۀ ده چې د چا شخصي مسایلو کې د مداخلې حق ځانته ورکړو؛ همدا فکر حمزه صیب په یو بیت کې وړاندې کوي:
ووایه واعظ ته ګناه زۀ کوم
زور خو یې نېکخته په تا نۀ راځي
د انسان ځواني او قوت فقط د شپو او ورځو له شمار سره نۀ دي تړلي؛ تاسې به په شاوخوا کې ډېر زاړۀ ځوانان او ډېر ځوان زاړۀ هم ووینئ، نو قوي هوډ، حوصله او هیلې چې ځوانې وي په هر عمر کې ځوان پاتیدلی شو، همدا خبره د رسا صیب په یو بیت کې څومره ښه راوړل شوي:
څۀ وشو په عمر که سپین ږیری شو
لا خو حوصلې د رسا ځوانې دي
د ناسټلجیا (په تېر پسې فریاد) یو عام احساس دی چې ممکن تر ډېره هغو افرادو ته ورپیدا شي، چې حال یې له ماضي خراب وي نو تېر یادوي او د هغه وخت د ښۀ حالت په یادولو ممکن د کمترۍ احساس کم کړي او خوند واخلي، نو شاعران هم دغه ډول احساسات په شعر کې راوړي لکه رسا صیب چې وایي:
چرې زۀ هم د کار څیر وم راته یاد شي
دا خو اوس د یار په هجر کې بې کار یمه
نو اوس اصلي خبرې ته راځم؛ موږ په بیتونو کې لوړ او ګټور فکر، عاطفه، خیال، احساس، موسیقي او پیغام ولید، نو ایا دا مناسبه ده چې زۀ دا هر څۀ د دې لپاره شاته وغورځوم او بې مانا یې وګڼم چې حمزه یا رسا ښۀ سیاسي اشخاص نۀ ؤ؟ هر ګز باید داسې ونۀ شي ځکه ادب هېڅکله دې ته محتاج نۀ دی چې سم او ناسم دې یې سیاست وتلي، ادبیات خپلې تیورۍ او اصول لري،چې کولی شي ادبي اثار وتلي.
موږ که د نقشې جوړولو لپاره انجینر ته ورځو،ممکن انجینر قاتل،ظالم،نشه یي… وي، خو موږ دا یو شی هم په پام کې نۀ نیسو، فقط د د انجینر تکړه والی او د کار ښۀ والی راته مهم دی؛ نو چې داسې ده ولې په ادبي اثارو کې د پنځوونکي اخلاقو، مذهب، سیاسي نظر، ټولنیزموقف… په نظر کې نیسو؟ زموږ لپاره باید هدف او د اهمیت وړ څیز ادبي اثر وي مهمه نۀ ده چې چا پنځولی.
تر دې ځایه خو خبره وشوه چې ادبیات دې د ادبي اصولو په رڼا کې وڅېړل شي، خو ممکن بل سوال سره مخ شو چې شعر خو لوښی دی او موضوعات یې له نورو علومو، فلسفې او هنرونو لاسته راځي، لکه موضوعات یې سیاسي، مذهبي، ارواپوهنیز، فلسفي، طبیعي… وي نو دا خو مستقیمه رابطه لري او بېلولی یې نۀ شو؟
دلته بیا پر موضوعاتو نقد کیدلی شي عموماً په شعر کې د ژوند د هر اړخ خبرې راځي، خو اهم شی یې شعریت دی کله یې چې شعریت ولرلو، نو په موضوعاتي کره کتنه کولی شو چې د شاعر خبره او پیغام نقد کړو.
که اخوند درویزه هر څومره د بایزید خلاف د مغلو ملاتړ باندې لیکل کړي، خو تر اوسه یې څوک نۀ نفي کوي ځکه دا اثر خپل تاریخي او ادبي ارزښت په اساس یادیږي.
پرون یو ملګري یوه ټپه لیکلي وه چې د ډم مهم کردار سپکاوی یې پکې کړی ؤ، زۀ تر ټولو ښۀ شعر ټپه ګڼم، خو له موضوعاتي اړخه ورسره موافق نۀ وم، نو ځکه مې ورته ولیکل چې له دې ټپې د ممتاز دا شعر په ځلونو ښۀ دی:
هر څوک دې شي بې زوره بې ازاره لکه ډم
ځئ ژوند وکړو د څو ورځو دپاره لکه ډم
ممتازه چې د نورو خوشالیو ته خوشال شي
هر څوک دې شي په دې جذبه سرشاره لکه ډم
نو په کې ټوله مرکزي خبره بیا هم د تعادل ساتل او منطقي نقد کول دي، چې پاملرنه ورته وشي.
که د کوم شاعر سیاسي نظریه، اخلاق او نور فردي مسایل درته نا سم ښکاري، نو د هغو لپاره یې ادبي اثار مه نفي کوئ، بلکې د ادبي اثر د تللو لپاره له اړونده ادبي اصولو څخه کار واخلئ او اثر د هغو په رڼا کې وتلئ.
که ځینې اثار خپله زهرجن او زیاني پیغامونه وړاندې کوي نو هغه موضوعات په دلیل نقد کړئ او بیا یې هم سم انساني او ګټور پیغامونه ورسره مه نفي کوئ.
سلامونه،
طارق وزیر ساب!
له بلې خوا سیاستچیانو ته ګوره چي نه شاعر ګوري ،نه ډاکټر نه نرس ، نه ماشوم نه ښځه نه نر نه ځوان نه زوړ او داسی نور! بیلګه ې همدآوس بلوچخوا اوپښتونخوا؛ غزه ؛بنګله دیش او..کې وینو
بل مثال ې دقلم او توورې قهرمان خوشحال خان خټک اشعار دي همدارنګه ډیر پخواني او معاصر شعرآء!!
خبره ده:”که سیاست و نکړی سیاست به درباندې کیژي!!!
درنشت