جمعه, اپریل 26, 2024
Home+شريعت (لنډه کیسه) م. اکبر کرګر

شريعت (لنډه کیسه) م. اکبر کرګر

د هلك شونډه ايله توره شوې وه؛ خو د ساتونكي شخص په كور كې له ټولې دردوونكې پېښې خبر و. چا ترې څه نه و پټ كړي. نن ورته د كور خاوند رسول اكا وويل، چې نن له ما سره زندان ته لاړ شه، پلار دې راخلاصېږي، ځكه چې بند يې پوره شوى دى. د زندان په دروازه كې ودرېږه، هغه پخپله رابهر كېږي، وبه يې پېژني او بيا ورسره راځه، دلته كور ته به يې راولو.

هلك د مشر خبره واورېده، په چابكۍ ورسره روان شو. زندان دومره ليرې نه و، په پلي مزل ورسېدل او هلته ودريدل : 

همداسې وشول، يو د نسبتاً پاخه عمر سړي له یوې پلاستيكي كڅوړې سره چې ارومرو به يې په كې خپل كالي اېښي وو، را بهر شو. هلك نیازمامد ور دمخه شو، ځان يې ور وپېژانده: د هلك ساتونكى رسول خان ورنږدي شو ، ورته وې ويل: 

«پوهېږې، دا ستا زوى دى. خوښ يم، چې ژوندی دې وینم.» بيا له خبرو وروسته ورته سلام كوي. 

سړی واليك كوي او پوښتي:

تاسې څوك ياست؟

زما نوم رسول دې، زه دهمدې سيمي يم، او دا يې خپله وايي: 

ــ (په ماشومانه ژبه) زه ستا زوى يم. نن ستا د خلاصېدو په مناسبت راغلم.

خيرالدين حيرانېږي، وايي د څه فراغت؟ فراغت څه ته وايي؟ 

ــ ولې تاسې بندې نه واست؟

ــ نه، زه خو په شريعت كې وم، د شريعت حكم شوى و. په شريعت كې يې اچولي وم. نو ولې بندي شم؟ 

كوچنى هلك اورسول دواړه حيرانېږي. نور څه نه وايي.!

***

خيرالدين چې په زندان كې په ټوكو سره به ځينو كسانو  ورته د دين د خير په نامه هم غږ كاوه، زاړه او شلېدلي كالي يې په تن وو. ارومرو چې بل چا وركړي و. پرتوگ پايڅې يې هم لنډي وې، چې زنگنو ته يې رارسېدلي. وېښتان يې هم ببر شوي وو، ږيره يې هم كښته راځوړند وه. هره شېبه به يې په سر او ږيره كې گوتې وهلې او گرول به يې. د زندان انګړ کې تر باران وروسته چې به یې کله په ولاړو اوبو کې ځان ولیده، دوه ببرسري به وریاد شول. ناڅاپه به يې خپل ښي مټ ته څنډ ورکړ، ګویا چې دی يې کلک نیولی او ځان ترې خلاصوي. خیرالدین به څو ګامه شا ته شو. پام به یې شو، چې تر څنګ يې بنده زاد هم نشته او یوازې چارچاپېره ترې دېوالونه دي. خیرالدین به د عادت له مخې د سر وېښتانو ته لاس اوږد کړ، نیم یو ډکی به يې له بېخه وایست، د زر کلنو ببر سرو په شان به ځان ورښکاره شو. وروسته به يې شونډې ورپېدې او په ګنګوسي به يې وویل: «زه يې په یوه قالب کې اچولی یم، زرکلنو راته قالب جوړ کړ، زما د اندامونو ځینې برخې یې وتراشلې، که نه نو په قالب  کې نه راتلم. ببر سر د دغه قالب لازمي ضرورت و. غوښتل يې ما له ځان سره نامحرم کړي او کړم یې.» 

د خیرالدین د ژوند ماجرا هغه مهال پېښه شوه، چې كله يې مېرمن په اولاد ناروغه شوه او له كلي يې ښاري روغتون ته راوسته، دوه نور ماشومان هم ورسره وو. په كلي كې يې داسې خواخوږي او خپلوان هم نه وو چې ماشومان ورپرېږدي او ساتنه يې وكړي. 

لومړي يې مېرمن په روغتون كې داخله كړه. داكتر ورته نسخه وركړه، چې درمل راوړي. 

هغه روغتون ته نږدې په يوه سراى كې كوټه ونيوله. دوه ماشومان يې پكې كښېنول، يوه څه بيسكيټ يې ورته اخيستي وو، چې سات پرې تېر كړي. بيا يې پر هغو ټينگار وكړ، چې دروازه بندوم، چې څوك مو ونه تښتوي. تاسې كينئ زه راځم. په ماشومانو يې دروازه بنده كړه او خيرا لدين ترې په درملو پسې ووت. 

دا مهال د ماښام خړه لگېدلې وه، چې په درملتونونو پسې گرځېده، چې زيات يې بند وو. دوه څڼورو چې زلفې يې كښته په ټټرونو لگېدلې او غوړ خوسا بوى ترې هم خاته، ونيوه. ورته ویې ویل چې ارومرو د خرابۍ لپاره راغلي ياست، كه نه نو په دې توره شپه دلته څه كوې؟ او دا هم ترې پوښتي، چې روغتون كې هغه مېرمن څوك وه چې هلته ورسره وې اوخبرې دې ورسره كړې. ته خو ورسره نامحرم برېښې؟ 

خيرالدين  قسمونه كوي چې نه! داسې نه ده زما مېرمن وه، ناروغه ده. درمل ورته اخلم؛ خو خبرې يې نه منل كيږي. خيرالدين په زور او جبر له لاسونو نيسي او د يو مجرم په څېر يې كشوي. ورته وايي، چې ته د شريعت خلاف كارونه كوي. هم د پردۍ مېرمني سره گرځې او هم په توره شپه په دوكانونو. نو له ځان سره يې بيايي، بندي كوي یې. هغه كه هر څومره زارۍ كوي، چې مېرمن يې په روغتون او دوه ماشومان يې په سراى كې په كوټه كې قلف دي، څوك يې خبره نه اوري. 

تحقيق ترې كېږي. وايي له كومه ځايه راغلي ياست؟ دلته مو څه كول؟ تاسې وليدل شواست، چې د یوې مېرمني سره واست، محرم نه واست؟ ستا لوی جرم دې چې يوه بې محرمه ښځه هم درسره وه او بېرته را ووتلې او اوس په بازار كې گرځې. په تا باندې به شريعت پرېكړه كوي او بس.

هغه چې كله له روغتون څخه رابهر كېده همدومره يې وكړاى شول چې، مېرمني ته سر ورښكاره كړي ورته ووايي، زه ژر راځم. درمل راوړم؛ خو كله چې رابهر كېږي، نو بيا يې هر څه بدليږي .دوه تنه څڼور يې كلك نيسي، په همدي ټينگار ورته وايي . ته دروغ وايي : «تاسي د دې مېرمنې لپاره نامحرم ياست.» 

هغه وايي نه يم نامحرم، زه يې څښتن (مېړه) يم. 

ــ نه دا د شريعت حكم دى، چې نامحرم بايد پرېنښودل شي. 

خيرالدين پوښتنه كوي: «تاسې څوك ياست؟» 

يو تن يې وايي: «موږ شريعت يو.»

شريعت خيرالدين له لاسونو نيسي، زندان ته يې بيايي، شپي او ورځي پرې اوړوي. تحقيق يې دوام نه كوي، خو د خيرالدين يوې خبرې ته هم غوږ نه نيول كېږي.

بالاخره د چا خبره دشريعت چلوونكى حكم صادروي، چې خيرالدين څو نامالوم كلونه قيد او جريمه دى. يو خو په ښار كې په شكمنه توگه په دوكانونو گرځيده او بل دا چې له يوې نامحرمې سره يې په روغتون كې خبرې كولې.

خيرالدين د نامحرمۍ او محرميتوب هېڅ ثبوت نه وړاندې كوي. په خپله خبره ټينگ دى؛ خو مقابل لورى هم له ليدو او خبرو پرته كوم دليل نه لري .خو بس همدومره ورته وايي  چې دا د شريعت حكم دى. 

مېرمن يوه ورځ وروسته لنگېږي. ماشوم ژوندى پاتې كېږي؛ خو هغه مړه كېږي. روغتون يې د مړي بندوبست كوي او ماشوم يې يو چا ته وركوي، چې وساتل شي. 

هغه دوه ماشومان هم چې په كوټه كې بند پاتي وو، له څو ورځو وروسته يې نفس بندېږي، مړه كېږي او د مړو بوی بهر ته راووځي، سراى دار دروازه خلاصوي او په ماجرا پوهېږي. 

خو خير الدين چې هر څه يې له ياده ووځي، خپله حافظه له لاسه وركوي، مېرمن يې له ياده وځي. دوه ماشومان يې هم له ياده وځي. يوازې د شريعت تر حكم لاندې دى. كلونه همداسې د شريعت د حكم لاندې په شريعت كې پاتې كېږي. هغه دا مهال د زندان كوټې ته هم شريعت وايي، هغه څڼورو ته چې هغه يې نيولی او شكنجه كړی، هم ورته شريعت وايي. 

كلونه پس چې كله د خيرالدين د خلاصېدو ورځ رانږدې كېږي، د ماشوم د ساتلو كورنۍ نياز خبروي. ورته وايي، چې نن دې پلار خلاصېږي؛ نو زندان ته ورشه. هغه دماشوم له ساتونكي سره په دروازه كې د پلار انتظار باسي. 

***

د نياز روزونكي او پالونكي رسول اكا  چې دهمدردۍ اوانساني زړه سوې په پار يې نياز له روغتون نه كورته را وړي وو ، او ميرمن  يې لوي كړي و، له هر څه يې  خبروي ،ان تردې  چې يو دوه وارې يې دخيرالدين له پاره پايوازې هم كړي وه. خو خيرالدين په هوش كې نه وو، دامهال چې رسول خبر دې چې خيرالدين له زندانه ازاديږي، نو نياز هم له ځانه سره ملگري كوي او دزندان مخې ته ورځي . نيا زته وايي د دې له پاره را غلو  چې نن دې پلار له زندانه ازاديږي . 

نياز دخوشالي اظهار كوي ،كله چې دزندان دروازې ته ور نږدې كيږي، نياز ببر سر او ببره ږيره چې لنډ  زنداني كالي يې په تن كي دي لكه ليوني  را بهر كيږي، 

نياز  ورنږدي كيږي  اوله پلاره پوښتي: «تاسې زنداني واست؟» 

-پلار حيرانيږي . وايي چا ويل چې زه بندي وم ؟ 

_ټولو خلكو ويل چې ستا پلار بندي دي . 

-رسول را مخ ته كيږي. هلك ستا له حاله ما خبر كړى دى . 

خيرالدين وايي زه خو بندي نه ووم . زه په شريعت كې وم. ته څوك يې؟ 

نياز  وايي: «ولې ته ما نه پېژنې؟ زه ستا زوی يم، ما ته كاكا ټوله كيسه كړې ده. هغه راته وويل، چې كله ته وزېږېدې، مور دې ساه وركړه او پلار دې ورك شو؛ خو بيا وروسته هغه خبر شوى و، چې تاسې بندي ياست.»

ــ كاكا څوك دى؟

همدا كاكا ،رسول ته لاس نيسي .هغه يو ډېر مهربان سړى دى، زه ورته كاكا وايم. زه يې لكه خپل زوى وساتلم؛ خو وروسته يې ما ته خپل ځان راوښوده، چې زه څوك يم.

خيرالدين چې خپله حافظه كاملاً له لاسه وركړې، هېڅ يې په ياد نه دي ،وايي: «زه خو بندي نه وم، زه په شريعت كې وم.» 

نياز پوښتنه كوي: «تاسې ياد لرئ چې چا شريعت ته بوتلي؟»

 ــ هو دومره مې په ياد دي، چې دوه څڼور هلكان وو، لاسونه يې راوتړل، ويل يې چې دا د شريعت حكم دى. دا ځكه چې زه يې له يوې مېرمنې سره نږدې ليدلي وم. راته ويل يې، زه دهغې ميرمني نامحرم يم. 

نياز پوښتنه كوي: «هغوی څو كلن وو؟» 

خيرالدين وايي: «په ظاهر خو ځوانان مالومېدل؛ خو هغوی ويل، چې زموږ عمرونه ان له زرو كالو اوښتې دي. اوپه دې اوږده موده كې يې هر وخت شريعت پلى كړى دى. هغوی اوږدې څڼي درلودې، بد بويونه يې له تنه راپورته كېدل. نور نه پوهېږم.»

ښه نو تاسې يې په بند كې واچولئ؟

ــ په قهر وايي، زه خو كوم مجرم نه يم . چې بندي مې كړي. ويل يې دا دشريعت حكم دى. دشريعت امر ….امر دى. نو ځكه مې په شريعت كې تير كړل . او په شريعت كې يې واچولم. نو زه دا څو كاله په شريعت كې وم. نه پوهېږم چې څو كاله كېږي؛ خو په يو شريعت كې يې واچولم. 

رسول  چې پوهيږي چې د سړي اكر بدل دي نو پوښتنه كوي:نو شريعت ښه ځاې وو؟

بيخي ښه ځاى وو، دشپي به يو باغ ته تللو، هلته به ډير گلونه وو، شيدو ويالي به وي.  اودشاتو مچۍ به هم بنگيدلي خو زه يې نه چيچلم. 

نور دي څه وليدل؟ 

كسانو ويل چې په دې باغ كې نجوني اوتنكي هلكان هم راځي، خو گناهكارو ته ځان نه ښيي، نو ځكه ما يې انتظار كاوه خو ومې نه ليدل. 

-يعني دا شريعت يوه كوټه وه؟

كوټه نه بلكه يوه لويه دونيا وه، درې وې، كروندي وي ، باغونه وو، حرمسرايونه وو، خو زه په يوه كوټه كې منتظر وم. 

ــ يعنې په يوه كوټه كې؟ 

ــ هو، هغه كوټه هم شريعت نومېده. د دوى نوم هم شريعت و. د هر څه نوم شريعت و؛ خو زه بندي نه وم. بس هلته پروت وم. 

رسول او نياز دواړه حيرانېږي او د خير الدين له خولې د شريعت په تعبير  پوهېږي.

د فبروري ١٢، ۲۰۲۳

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب