سه شنبه, مې 7, 2024
Homeخبرونهمجاهد: بهرنۍ کړۍ به زموږ د مشرانو د اختلافاتو ارمان ګور ته...

مجاهد: بهرنۍ کړۍ به زموږ د مشرانو د اختلافاتو ارمان ګور ته یوسي

تاند: ( پنجشنبه، د دلوې ۲۷مه)  د طالبانو د ادارې ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، چې د دوی د مشرانو ترمنځ اختلافات نشته او بهرني کړۍ به په دې اړه خپل ارمان ګور ته یوسي.

نوموړي د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي ټلویزون ته ویلي، چې د طالب مشرانو ترمنځ کوم درز او تضاد نشته.

هغه په عین حال کې، د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني د وروستیو خبرو په اړه ده ته منسوب غبرګون اصلاح کړی او ویلي، چې د طالب مشرانو په اړه د نیوکو نه کولو اړوند خبرې یې حقاني ته نه؛ بلکې رسنیو ته متوجه وې.

د ده په وینا، د دوی مشران که انتقادي خبرې لري، هغه د خپل مورد په اساس غږیږي او دغو خبرو نه نور ناسمه استفاده نه شي کولای.

د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني، چې د دوی د عمومي رهبر ملا هبت الله مرستیال هم دی، څو ورځې مخکې خوست کې د وینا پر مهال د طالبانو پر رهبر کنایوي نیوکې وکړې او د واک په انحصار او پر نورو د خپلو نظرونو په تپلو یې تورن کړ.

حقاني دا هم ویلي وو، چې دغه وضعیت د زغملو وړ نه دی.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هغه مهال وویل، چې د طالبانو پر مشرانو نه باید په عام محضر کې نیوکې وشي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب