پنجشنبه, اکتوبر 23, 2025
Homeخبرونه۲۲ ټانکره بې کیفیته تېل بیرته ایران ته مسترد شو

۲۲ ټانکره بې کیفیته تېل بیرته ایران ته مسترد شو

تاند: (پنجشنبه، د دلوې ۲۷) د سټنډرډ ملي ادارې د هرات ولایت په اسلام قلعه بندر کې 22 ټانکره بې کیفیته تیل (ډیزل او پطرول) چې د دې ادارې له سټنډرډونو سره یې مطابقت نه درلود، بېرته ایران هېواد ته مسترد کړل.

د طالبانو په یوه اعلامیه کې راغلي، چې دغه تېل په هرات کې د سټنډرډ ملي ادارې د کیفیت له لابراټواري ټیسټ څخه وروسته ایران هېواد ته وګرځول شول.

په دې وروستیو کې سټنډرډ ملي ادارې د بې کیفیته تیلو د واردولو د مخنیوي لپاره د جدي هڅو خبر ورکړی.

دغه اداره له ټولو سوداګرو غواړي تر څو هېواد ته با کیفیته توکي وارد کړي.

د‌ طالبانو چارواکو نه دي ويلي، چې سرغړونکي سوداګر څوک وو او دوی څه ډول چلند ورسره کړی.

د طالبانو يو شمېر منتقدان يو شمېر طالب چارواکي له داسې سوداګرو سره په همکارۍ او معاملو تورنوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

ویده یږه Sleeping Bear | عزت الله شمسزی

عامو خلکو کې یوه اصطلاح ده وایي جنت کې هرڅه شته خو د دنیا هوا په کې نه شته. په نړۍ کې رښتیا هم...