تاند (یکشنبه، د تلي/ میزان ۵ مه) د بریتانیا د سوداګرۍ د تازه معلوماتو له مخې، چې د دغه هیواد د سوداګرۍ، نوښتونو، ساینس او مالي چاررو ادارې د جمعې په ورځ (د تلې ۴ مه) خپاره کړي، د افغانستان او بریتانیا ترمنځ د توکو او خدمتونو مجموعي سوداګري د ۲۰۲۶ کال د لومړۍ ربعې تر پای پورې په څلورو ربعو کې ۶۱ میلیون پونډه وه چې د تېر کال د همدې مودې پرتله ۱۸،۷ سلنه یا ۱۴ میلیون پونډه کمه شوې ده.
د راپور له مخې، په دې موده کې افغانستان ته د بریتانیا صادرات ۴۸ میلیون پونډه وو چې د تېر کال پرتله ۲۲،۶ سلنه یا ۱۴ میلیون پونډه کم دي.
له افغانستان څخه بریتانیا ته واردات بیا ۱۳ میلیون پونډه وو چې د تېر کال د همدې مودې پرتله تقریباً بېبدلون پاتې شوي دي.
افغانستان د ۲۰۲۶ کال د لومړۍ ربعې تر پای پورې د بریتانیا د سوداګریزو شریکانو په ډله کې ۱۷۰م ځای درلود او د دغه هېواد د ټولې سوداګرۍ له ۰،۱ سلنې څخه یې کمه برخه جوړوله.
د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۴ کال تر پایه په افغانستان کې د بریتانیا د مستقیمې بهرنۍ پانګونې ارزښت له ۵۰۰ زره پونډو کم و، خو په بریتانیا کې د افغانستان د پانګونې ارزښت یو میلیون پونډه و چې د ۲۰۲۳ کال پرتله یې د پام وړ بدلون نه درلود.