چهارشنبه, مې 8, 2024
Home+د کلام بیان | وحیدالله مومند

د کلام بیان | وحیدالله مومند

هر انسان له ژونده ښې او بدې خاطرې یا یادونه لري، د دې خوښیو، دردونو او په ټوله مانا د خپلو غوښتنو بیانولو لپاره د لیکلو مهارت ته اړتیا ده، انساني ژوند یو ډول دی، د یوه هدف لپاره کېږي، همداسې هره غوښتنه یا مفکوره د نورو انسانانو له ذوق، کړنو او مشارکت سره همدمه وړاندوینه کوي.

 ټول لیکل شوي څیزونه له ځان ورهاخوا نورو انسانانو ته کېږي، دا به ښایي تجربې، احساسات، علمي یا عاطفي غوښتنې وي او یا هم ژوند پورې تړلي موضوعات، چې دا ټول د انساني ژوند پرمختګ او د انسان له حیوانیت څخه تر انسانیت او ټیکنالوجۍ پورې رسېدونکی مزل لنډوي. لیکل د یوې ټولنې د رغښت لپاره ډېر مهم دي، خو دا چې څه ډول باید لیکل وشي، دا بیا له ټولو دمخه اړینه دا ده، چې څه ولیکو، څنګه یې ولیکو، چاته یې ولیکو، څوک یې باید ولیکي، په کوم ډول یې ولیکي، څه ډول لغاتونه او جملې سره وتړو، تر څو لیکنه مو اغېزمنه شي؟. د پیغام لېږد باید مخاطبینو ته فصېح، بلیغ او اغېزښندونکی وي، چې دا هر څه بیا په منثور او منظوم ادب کې توپیر لري، شعر خلک د دې لپاره لیکي چې خپله نظریه د موسیقۍ په سلاست اغېزمنه کړي، تر څو په اثبات ورسېږي او د خلکو د نظر جذابیت خپل کړي، نثر هم همداسې یو څیز دی، شعر لیکل یو مهارت دی، هغه داسې چې په څپو کې راغونډو، مسلسلو او اهنګ درلودونکو غږونو کې بېلابېلې غوښتنې او تجربې ځایه شوي وي، مګر لیکوالۍ کې د یوې خبرې بیانول له څو لوریو کېږي، په همدې ترتیب په شعرونو کې د خوشحال خان او رحمان بابا د بیتونو بېلګې دلته را اخلو چې دواړه خپل استقامت، صبر او ثبات پکې بیانوي یا موږ ته د ژوند د کږلېچونو پر وړاندې د ودرېدو توصیه کوي، لکه خوشحال وایي:

د عالم ډېرې خبرې، لور په لور تورې لښکرې

زړه مې نه خوځي له ځایه، غر خو هسې وي کنه

خو بل لوري ته رحمان بابا همدغه مطلب په دې بڼه بیانوي:

لکه ونه مستقیم په خپل مکان یم

که خزان راباندې راشي که بهار

د خوشحال بابا  باتور شخصیت او رزمي احساس همدا غوښتنه لرله، چې د ډېرو لښکرو او ډېرو خبرو په مقابل کې خپل زړه لکه غر ځای په ځای ولاړ وښيي او خپل زړورتوب په دغه ډول څرګند کړي، خو رحمان بابا د خپل صوفیانه، عارفانه ژوند او احساس په غوښتنه بل راز فکر کوي او داسې تعبیر پیدا کوي چې د ده له ذوق او نظر سره موافق وي.

 ځینې لیکنې شنډې وي، په دې مانا چې له ظرافته، طراوته او ثقافته خالي وي.

 هغه لیکنې، چې لویې کیسې، تجربې، موخې، معلومات او پېښې په لنډو او څرګندو جملو کې رسوي، بیان یې پر ټولنې او ژبې اغېزمن وي، هغه لیکنې چې بې زحمته لیکل کېږي، هماغسې په زحمت لوستل کېږي او کومې لیکنې چې په زیار او فکر لیکل کېږي، هغه بیا په اسانۍ لوستل کېږي، یادېږي او د موخې په وضاحت کې د باور وړ وي.  لیکوال هغه دی، چې د ټولنې د زړه خبرې او اړتیاوې د قلم په ژبه د کلام پر فصاحت او بلاغت یا بدیعي علومو داسې راونغاړي، چې جذابیت او د لیکنې نورانیت یې د تمرکز وړ وي.  کلیشه شوي لغاتونه، جملې، اصطلاحات او جملې په لیکنه کې د تجلا ذوق له منځه وړي او اصلي مفهوم پیکه کوي. هر څومره چې په لیکني ادب کې نوي لغاتونه، ښکلې جملې او اصطلاحات کارول کېږي، هغومره د مخاطبینو د علاقې وړ ګرځي. د نړۍ ډېرۍ پوهان، عالمان یا رهبران د کلام له برکته لوړو ځایونو ته رسېدلي، ښې او پخې خبرې د انسان د پوهې او ذکاوت ښکارندویي کوي، ستاسو لیکنې ستاسو د فکر او شخصیت په پېژندلو کې مرسته کوي، د کلام د بیان له مخې انسانان دوه ډوله پېژنو، یو دا چې له خبرو یې پوهېږو، چې سړی په کوم فکر، زده کړیزه رتبه او حالت کې دی او بل د هغوی له لیکنو پوهېږو.

په همدې ترتیب غوره ده، چې لیکوالي په صداقت وشي، د خپل مفهوم لپاره وشي، د یوې ستونزې د حل، د یوې پېښې یا موضوع د روښانتیا او د کره معلوماتو د لېږد لپاره وشي، نه د نوم، شهرت، مقام او منزلت لپاره.

جملې نړۍ اداره کوي، لیکنې ټولنه رغوي او لیکوالان د نوښت هوډ په خلکو وېشي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب