۱- مسند او مسندالیه
دا لاندې جمله په ګرامر برابره ده خو ښکلې نه ده او لیکوال شاید په اسانه ورته زړه ښه نه کړي:
« احمد مې، چې په ګردېز کې اوسي اوهلته دوکان لري، ولید.»
دلته د جملې د درېدو په ځایونو کې تناسب نشته او دې شي بدرنګې کړې ده. په دې جمله کې له (مې)، له (لري) او طبعا له (ولید) څخه وروسته درېږو.
دغه جمله داسې بهتره ده:
« احمد مې ولید چې په ګردېز کې اوسي او هلته دوکان لري.»
په دې بڼه کې جمله د ویلو په وخت په څه نا څه برابرو برخو وویشل شوه چې په غوږونو ښه لګېږي: (احمد مې ولید)، (چې په ګردېز کې اوسي)، (او هلته دوکان لري). په لومړي مثال کې به (په ګردېز کې اوسي) او (هلته دوکان لري) ځکه په یوه ساه وایو چې اصلي خبرې یعنې (ولید) ته ځان ورسوو خو په دویم مثال کې اصلي خبره په سر کې شوې ده او د پاتې جملې په یوه ساه ویلو ته ضرورت نشته.
د جملې هغه برخه چې د هغې په اړه څه ویل غواړو، مسند الیه او د مسندالیه په اړه شوې خبره مسند بلل کېږي. په لومړي مثال کې (احمد) مسندالیه دی چې د ده په اړه زما د لیدلو خبره شوې ده، نو (ولید) مسند شو. دغه مسند الیه جزییات هم لري (په ګردېز کې اوسي او هلته دوکان لري) او دغو جزییاتو د مسند الیه (احمد) او مسند (ولید) تر منځ فاصله پیدا کړې ده خو په دویم مثال کې چې دغسې فاصله نشته، لوستونکي ته د مطلب اخیستل لا اسانه شي.
په (غوره نثرونه) کې لولو:
«له ما سره اوس دا فکر ډېر پوخ شوی دی چې د خیر او برکت خاوندان په ساده مسلمانانو کې ډېر موندلی شو او پوهان او هوښیاران د بل د پاره له خپلې ګټې نه شي تېرېدلی.»
دا جمله مو که د لومړۍ هغې په بڼه لیکلای، داسې به وه: «له ما سره اوس دا فکر چې د خیر او برکت خاوندان په ساده مسلمانانو کې ډېر موندلی شو او پوهان او هوښیاران د بل د پاره له خپلې ګټې نه شي تېرېدلی، ډېر پوخ شوی دی.» د جملې دغه بڼه د معنا د رسولو لپاره هم چندان مناسبه نه ده، ځکه لوستونکی چې له ګڼو کلمو وروسته د جملې اخر ته رسېږي، ممکن دا هېر کړي چې لیکوال د فکر پخېدل یادوي.
«اجمل مې، چې په پوهنتون کې ټولګیوال و او بیا د لوړو زده کړو لپاره اروپا ته لاړ، پرون ډېره موده پس په دارالامان کې ولید.»
دلته جمله په همدې بڼه طبیعي ښکاري، ځکه د جملې د مسند برخه (پرون ډېره موده پس په دارالامان کې ولید) په کافي اندازه اوږده ده او لوستونکی پکې فرصت مومي چې مسند الیه (اجمل) وریاد کړي. د جملې د مسند د برخې اوږدوالي د هغې توله هم برابره کړې ده.
۲- اسم او صفت
لکه څنګه چې په کلمه کې یوه څپه خجنه وي، دغسې په جمله کې هم یوه یا څو کلمې تر نورو په فشار سره ویل کېږي. په پښتو جمله کې چې څو صفتونه یا اسمونه پرله پسې راشي، په وروستي صفت یا اسم باندې خج راځي، مثلا،«هغه دروند، هوښیار او په خبره پوه سړی و.»
دغه دریم صفت که تر نورو دوو لږ اوږد وي، جمله ورسره ښکلې شي، یعنې وروستی صفت (یا اسم) چې په پښتو جملو کې د خج د ځای د اصولو په وجه خجن ویل کېږي، اوږدوالی یې له خجن حالت سره سمون خوري او دغه تناسب ښکلا پیدا کوي.
د (غوره نثرونه) په لاندې جمله کې چې د اسمونو شپږ جوړې لرو، په هره جوړه کې اوږده کلمه وروسته راغلې ده:
«منطق او استدلال، ریا او تذویر، شعر او ادب، عقل او فلسفې، عرف او عادت، سیاست او تمدن کله له سمې لارې اړولي یو او زموږ په شعور او احساس یې هر راز لوبې کړې دي.»
ارواښاد الفت چې د جوړه صفتونو یا اسمونو له راوړلو سره زیاته دلچسپي لري، په خپلو لیکنو کې د پښتو جملې د ښکلا دغه اړخ ته پوره پام ساتلی دی.
په (توره او توپک) کې د دواړو اسمونو د څپو شمېر برابر دی مګر که توپک اول ووایو، دا اوسنی سلاست پکې نه پاته کېږي، ولې؟ ځواب دا دی چې هغه کلمه وروسته ښه راځي چې خج یې په وروستۍ څپه وي، د (توره) خج په لومړۍ او د (ټوپک) خج په دویمه څپه دی نو چې (توره او توپک) ووایو، په غوږونو ښه لګېږي. نور مثالونه: مالګه او بوره، وېره او خپګان، حورې او غلمان.
په دغسې ځایونو کې د کلمو د ښه ترتیب څرنګوالی نور عوامل هم لرلای شي چې د پښتو جملې د سلاست د رازونو د پېژندلو لپاره یې تشخیصول پکار دي. البته ویلای شو چې د اوږدې کلمې وروسته راوړل، نسبتا عام اصل دی.
که یو صفت د اسم اصلي څرنګوالی بیانوي او یو بل صفت د هغه اسم په اړه د ویونکي قضاوت ښیي، نو د څرنګوالي صفت معمولا اسم ته نژدې ښه راځي: یوه ښکلې نرۍ لښته، یو ښه نوی موټر…په دغسې ځایونو کې د قضاوت صفت ممکن د څرنګوالي صفت هم توصیف کړي. مثلا (ښه) هم (موټر) او هم (نوی) توصیفولای شي، ځکه نو مخکې پکار دی. که دواړه صفتونه د قضاوت یا د څرنګوالي وي، هورې بیا د اول صفت په انتخاب کې د کلام د موسیقي او رواني نقش زیات دی: (یو بې ادبه، مغرور انسان) تر (یو مغرور، بې ادبه انسان) ځکه په غوږونو ښه لګېږي چې (مغرور) له خپل اسم یعنې انسان سره د څپو په شمېر کې برابر او د خج په ځای کې یو شان دی. که د (بې ادبه) او (مغرور) د صفتونو په منځ کې (او) راشي، هاله بیا شاید (بې ادبه) چې اوږده کلمه ده، تر (مغرور) وروسته ښه ولګېږي.
چېرته چې د کلمو وروسته وړاندې والی په معنا باندې اثر غورځوي، هلته پکار ده معنا د سلاست قرباني نه کړو.
« امریکا،چین، جاپان، جرمني او بریتانیا د نړۍ پنځه لوی اقتصادي قدرتونه دي.»
« روسیه، کاناډا، امریکا، چین، برازیل، استرالیا او هند د مساحت په لحاظ د نړۍ اووه لوی هیوادونه دي.»
په دغسې جملو کې چې د اسمونو وروسته وړاندې والی معنا بدلولی شي، طبعا معنا تر سلاست مهمه ده او که فرضا دغه ترتیبب په غوږونو ښه هم ونه لګېږي، بدلول یې جواز نلري.
۳- په جمله کې د قیدونو مناسب ترتیب
که د زمان څو قیدونه ولرو، اول کل او بیا جز راځي:
« زه د چهارشنبې په ورځ د غرمې په دولس بجې اکاډیمي ته لاړم.»
د مکان ترتیب هم دغسې پکار دی:
« زه په غره کې په یوه ژوره شېله کې پر تیږه ناست وم.»
هغه قید چې د فعل حالت بیانوي، د زمان او مکان تر قیدونو فعل ته نژدې راځي:
« ما سهار په پخلنځي کې په بیړه ډوډۍ وخوړه.»
(په بیړه) چې د خوړولو حالت بیانوي، له فعل سره یې تعلق لا زیات دی او په همدې وجه چې فعل ته نژدې راشي، جمله ورسره لا واضح او طبیعي احساسوو. په پاسنۍ جمله کې که د (سهار) او (په پخلنځي کې) ځایونه سره بدل کړو، جمله به بې خونده شي. ولې؟ د پخلنځي او ډوډۍ خوړلو رابطه د سهار او ډوډۍ خوړلو تر رابطې زیاته ده، نو پکار ده چې (په پخلنځي کې) عبارت، فعل ته تر (سهار) نژدې دی.
هر هغه قید یا قیدي عبارت چې له فعل سره یې معنوي رابطه زیاته وي، تر نورو قیدونو معمولا فعل ته نژدې راځي. څو نور مثالونه:
«ما تېر کال د کابل په ده دانا کې یو باغ راونیو.»
« زه له سهاره تر ماښامه په کرونده کې په کار بوخت یم.»
« ده احمد ته ژر وویل.»
که فرضا یو څوک د وروستۍ جملې خبره کوي او د یوه خبریال غوندې بې طرفه دریځ لري، همدا بڼه مناسبه ده خو که دریځ خپل کړي او ژر والی ورته مهم ښکاره شي، نو ممکن داسې ووایي:« ده ژر احمد ته وویل.» په شعر کې، په داستاني مکالمو کې او په ټولو هغو جملو کې چې د ویونکي د احساس رسول هم ضرور دي، د قیدونو او نورو کلمو په طبیعي ځای کې تغییر ممکن د ښکلا سبب شي او د کلام تاثیر زیات کړي.
سببي قیدونه له فعل سره جوخت ښه راځي:
«ما مڼه په چاکو سپینه کړه.»
«ده ملکونه په توره ونیول.»
د علت قیدي عبارتونه معمولا د جملې په سر کې راځي:
«دی له ناپوهي په دې نه پوهېږي چې سګریټ صحت ته سخت تاوان رسوي.»
« دی له وېرې اوس په رسنیو کې خپل نظریات نه څرګندوي.»
هغه قیدونه هم د جملې په سر کې راځي چې د زمان او مکان پیل او منشا ته اشاره کوي:
« دی له سهاره تر ماښامه په کرونده کې کار کوي.»
« دی له کابله پرون راغی.»
د پوښتنې قیدونه( ولې، څنګه…) په اصل کې د فعل په خوا کې ښه راځي:
« هغه په ښوونځي کې ولې وژړل؟»
چې د (ولې) ځای بدل شي، معنا هم بدلېږي. په دې جمله کې چې (هغه ولې په ښوونځي کې وژړل؟) پوښتنه د ژړلو نه بلکې په ښوونځي کې د ژړلو په اړه ده، خو په مخکینۍ جمله کې د ژړلو د علت پوښتنه کېږي او د خای په اړه یې سوال نشته.
کله چې وایو «افغانستان ولې بې وزلی دی؟» د جملې خج په (ولې) راځي او پوښتنه د افغانستان د بېوزلۍ د علت په باره کې ده خو په دا بله جمله کې خج پر (افغانستان) راځي او منظور دا دی چې د بل ملک نه بلکې د افغانستان د بې وزلۍ وجه پوښتم:«ولې افغانستان بېوزلی دی؟»
۴- سره نژدې کلمې
هغه کلمې چې له یو بل سره تړاو ولري او په جمله کې د یو بل په څنګ کې راشي، جمله ورسره د معنا په لحاظ واضحه او ښکلې شي.
استاد الفت لیکي:« هغه چې زه به یې په دروازه کې چا نه پرېښودم، اوس ما ته لاس په نامه ولاړ وي او له ما نه څه غواړي.»
دلته که د (چا) ځای بدل کړو او ولیکو: هغه چې چا به یې زه په دروازه کې نه پرېښودم، اوس… د ګرامر په لحاظ به جمله غلطه نه وي خو د استاد جمله ورباندې بهتره ده ځکه د نه پرېښودلو چاره له ( چا) سره تعلق لري او سره اړوندې کلمې چې سره نژدې وي، معمولا د جملې د معنا د وضوح او د ښکلا د زیاتېدا سبب ګرځي.
۵ـ د جملې جوړښت او تاکید:
چې تاکید یاد شي، د ډېر، زیات او خورا په شان کلمې رایادېږي. د مترادفو کلمو راوړل د تاکید بله ذریعه ده او قسمونه خو خورو د تاکید لپاره. دلته د تاکید ځینو نورو ډولونو ته اشاره کوو چې د جملې د اجزاوو د ځای له بدلانه سره تعلق نیسي.
ځینې جملې د منفي کولو په مرسته موکدې کېږي:
«دی هر څوک پېژني.»
«داسې څوک نشته چې دی یې نه پېژني.» د ولس په ژبه کې دې وروستۍ جملې ته ورته جالب جوړښتونه لرو: داسې څوک دې بد شي چې دی یې نه پېژني، یا داسې څوک دې ورک شي چې دی یې نه پېژني.
د نفي (نه) که د فعل له څنګه راواخلو او یو بل ځای یې کېږدو، تاکید زیاتیږي. رحمان بابا فرمایي:
ودې مځکې او اسمان وته حیران یم
چې نه مځکه په غوغا شوه نه اسمان
په خبرو کې وایو: «دی راځي نه او زه ورتلای نه شم.» چې دلته د (نه) ځای بدلېدا خبره موکده کړې ده.
د مسند الیه ځنډول او او وروسته کول په مسند الیه باندې د تاکید یوه لاره ده. استاد الفت په (غوره نثرونه) کې د (عقل) تر عنوان لاندې لیکنه کې یو ځای وایي:« هغه وخت چې څوک عقل له ځانه شړي او په عقل هجوم وروړي، باده او پیاله دی په لاس کې ورکوي او دمخه لا ورته یو داسې ځای پیدا کاندي چې ډېر رسوا نه شي او محتسب یې ګرېوان ته لاس وانه چوي.» دلته که یې لیکلی وای چې: … دې باده او پیاله په لاس کې ورکوي… نو پر مسند الیه یعنې عقل باندې به د اوس په اندازه تاکید نه و شوی. دا هم د الفت جمله ده:« ستا د سپیو تاوان له تا رسېږي او د دوی په ضرر ته نیولی یې.»
کله کله چې د مرکبې جملې اصلي برخه تر فرعي برخې راوړاندې کړو، تاکید پیدا کېږي:
«چې واوره واوري، لارې بندېږي.»
همدا خبره په دې بڼه موکده کېږي: «لارې بندېږي چې واوره واوري.»
یو بل مثال:
«چې پسرلی شي ګلان غوړېږي.»
«ګلان غوږېږي چې پسرلی شي.»
په دې وروستۍ بڼه کې د پسرلي د راتلو نتیجه یعنې د ګلونو د غوړېدا خبره په لا اطمینان سره اورو.
رحمان بابا فرمایي:
دوباره دې راتله نشته په دنیا
نن دې وار دی که دروغ کړې، که رشتیا
دویمه مصرعه به په نثر کې داسې لیکو: «که دروغ او رشتیا کوې، نن دې وار دی.» شاعر د دې مرکبې جملې اصلي جمله( نن دې وار دی) سر ته راوستې او د کلام تاکید یې زیات کړی دی.
۶- هلته چې فاعل وروسته راځي:
فاعل معمولا اول راځي خو که په یوه مرکبه جمله کې اصلي خبره د مفعول په باره کې وي، فاعل باید وروسته راشي:
هغه کابل چې تا لیدلی و، اوس به یې ونه پېژنې.
دلته که فاعل مخکې کوو، جمله ورسره بې خونده کېږي، لکه په لاندې جمله کې:
تا چې کوم کابل لیدلی و، اوس به یې ونه پېژنې.
۷- له فعله وروسته قیدي عبارت:
سلیمان لایق وایي:
پښتانه ته که بخت وخاندي په سهوه
یا په نس د چا مزدور شي یا ملنګ شي
په اوله مصرع کې چې قیدي عبارت( په سهوه) تر خپل فعل( وخاندي) وروسته راغلی، یوازې د شعر د وزن اړتیا نه ده پوره شوې، بلکې د کلام تاثیر او بلاغت ورسره زیات شوی دی. له فعله وروسته معمولا د مکث او درېدا امکان زیاتېږي او هغه کلمه چې له مکثه وروسته راځي، ممکن یو څه ډېر پام ورواوړي. (په سهوه ) ته پام اوښتل، د بیت ایروني راباندې لا ښه احساسولی شي.
شاید وویل شي چې په شعر کې د قید د ځای دومره زیات بدلېدل تر نثر اسانه دي. دا خبره سمه ده مګر په نثر کې هم له فعله وروسته قیدي عبارت کامیاب مثالونه مومو.
پروفیسر تقویم الحق کاکاخېل د مخزن الاسلام په سریزه کې لیکي:
«که په دې دوران کې بایزیدیان د مغولو د تورې نه په امان و، نو و به، خو د اخوند دروېزه د ژبې نه نه و. اخوند دروېزه چې د دوی خلاف کوم مهم شروع کړی و، هغه د دوی د اقتدار په زمانه کې هم هغسې جاري و. کلي په کلي به ګرځېدو او د بایزید مریدانو او خلفاوو سره به یې بحثونه کول، کله یوازې او کله په ډله.)
دلته د (کله یوازې او کله په ډله) قیدي عبارت اوسني ځای، هم د جملې آهنګ ښکلی کړی دی او هم یې د معنا په لا ښه رسولو کې برخه اخیستې ده، ځکه که تر فعل مخکې وای، ډېره توجه نه وراوښته.
د استاد شپون په (د سمڅې یاران ) کې لولو: « د فاتحو نه، نه رغېدن و او نه یې خلاصېدن. د سمې او للمې ټولې سوړې سومبوړې یې راباندې ګز کړې. نه پوهېدم چې پاتې شم که لاړ شم، کابل، امریکا یا کوم بل ګور ته.» دلته د قیدي عبارت (کابل، امریکا یا کوم بل ګور ته) وروسته راوړل هم د پارېدلي ذهن د بیان لپاره مناسب دی او هم د خبرو طرز ته لا ورته ښکاري.
د قیدي عبارت دا ډول استعمال د ولس په ژبه کې عام دی. موږ په خبرو کې وایو:« کابل ته لاړم، په ظیاره کې» یا مثلا، «ناڅاپه ووت، بې خدای پاماني» زما په ګومان د ولس په ژبه کې دا کار ډېر ځله له بلاغت سره نه بلکې د ذهن د فعالیت له ډول سره تعلق لري. موږ ته د خبرو په وخت ممکن د جملې کلمې وروسته وړاندې رایادې شي. که د دې شي علت هر څه وي خو زموږ د خبرو د ژبې یوه ځانګړنه همدا ده. ډېره موده پخوا ما د کیسو د مکالمو په اړه اوږده مقاله ولیکله. ګومان کوم هغه وخت مې د پښتو مکالمې دې ځانګړنې ته پام نه وو.
په جمله کې د کلمو ترتیب تر هغه څه ډېر پراخ بحث دی چې زموږ د ګرامر په کتابونو کې راځي. د آهنګ په لحاظ د لا ښکلو او د معنا په لحاظ د لا رسا جملو د لیکلو لپاره پکار ده چې د ولس ژبې او د لویو لیکوالو آثارو ته یو څه زیاته توجه وکړو او د جملو لا متنوع ډولونه وپېژنو.
سلام
ګرامر بدرنګه او ښکلی نه لری دریاضی قاعده یا سطحه / درجه لری ، دلته دیرو مثالو نو ته ګدوډ مطالب ورکړل شوی چې د منلو وړ نه دی دمبتداو خبر/مخاطب او غایب په قاعده او اصولودمثال په توګه:داڅه دی؟
ته وایی:احمد مې ولید چې په ګردېز کې اوسي او هلته دوکان لري.
ګوره استاده ستا فعل دفاعل په ګردان په تیره زمانه کې دی ولید بیا دچې فقره یاکلاز لری اوسی ساده حاضره زمان په اوسېد باندې بدلیږی او لری په درلوذ باندې جمله سموی: احمد مې ولید چې په ګردېز کې اوسېد او هلته یې دکان درلود.
څوک چېرې څه
دو کان یعنی دوه معدن سم دکان مشدد به نه اخیستل شوی
تذویر په تزویر ظیاره په طیاره / الوتکه باید ولیکل شی
هغه کابل او کوم کابل کې تېر وتنه شته دکلازنو پر بنا ء
ولسی ژبه خانته سیستم لری او ګرامر ځانګړی دسپلین او کچه . زه باور لرم چې ته یو ډیر اوچت نثر لیکونکی یی ستا د لیکنې سبک مې خوښیږی هیله لرم چئ خفه نشې