جمعه, اپریل 19, 2024
Home+جاني ډیپ پخوانۍ میرمن امبر هرډ وبخښله

جاني ډیپ پخوانۍ میرمن امبر هرډ وبخښله

جبارخېل
د هالیووډ د مشهور اداکار جاني ډیپ وکیل وايي، جاني پر امبر هرډ لګول شوې جریمه نه اخلي.
د جاني وکیل، بنیامین چیو وویل، امبر ممکن پیسې ورنه کړي. هغه زیاته کړه چې د جاني ډیپ پر ضد دوسیه د پیسو په اړه نه وه، بلکې د احترام او حقیقت په اړه وه چې جاني ډیپ په محکمه کې ثابته کړې ده.
اداکار جاني ډیپ، چې په Pirates of Caribbean کې د جیک سپارو رول لوبولی و، پر خپلې پخوانۍ مېرمنې ۳۵ کلنې امبر هرډ دعوه کړې وه، چې پر ده یې دورغي تورونه لګولي. محکمې ثابته کړه چې امیر هرډ دروغي تورونه لګولي وو.
محکمې جاني ډیپ ۲ میلیونه ډالره او پخوانۍ مېرمن یې ۱۰،۳۵ میلیونه ډالره جریمه کړه.
امبرهارډ وویل چې هغه کولی شي د 10 10 ملیون ډالرو تاوان ورکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب