پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Home+د بالیووډ مشهور سندرغاړی ماشوم زیږون په مهال مړ شو‎‎

د بالیووډ مشهور سندرغاړی ماشوم زیږون په مهال مړ شو‎‎

داودجبارخیل
د بالیووډ د مشهور سندرغاړی پراتیک بچن، چې په (بی پراک) مشهور و، زوی د زوکړې په مهال ومړ.
بی پراک پرون په خپل انسټاګرام اکاونټ کې راپور ورکړ: “زه په ژورې خواشینۍ سره خبر شوم چې زموږ نوی زیږیدلی ماشوم د زیږون پرمهال مړ شو.”
سندرغاړي په خپل پوسټ کې لیکلي: “د مور او پلار په توګه، دا تر ټولو دردناکه مرحله ده چې موږ یې باید تیره کړو.”
“موږ له ټولو ډاکترانو او کارمندانو څخه مننه کوو چې له خپله وسه یې کار اخیستی، موږ په دې زیان خواشینی یو،”
هغه له مینه والو وغوښتل”په دې وخت کې زموږ محرمیت ته پام وکړي”.
ياده دې وي چې بي پراک او مېرمن يې ميرا د روان کال په اپرېل مياشت کې اعلان کړی و چې دوی د دويم ماشوم تمه لري، دوی د ۲۰۱۹ کال په اپرېل کې واده کړی وو او لومړی زوی يې په ۲۰۲۰ کال کې زېږېدلی و.
د بی پراک مشهورې سندرې عبارت دي له «تیری ماتی»، «من بهریا»، «رانجها»،« دل تور کی»

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب