یکشنبه, مې 5, 2024
Homeخبرونهد مخابراتو پخوانی وزير اميرزی سنګين سبا کابل ته ستنیږي

د مخابراتو پخوانی وزير اميرزی سنګين سبا کابل ته ستنیږي

تاند( جمعه، د جوزا ۲۷ مه) يوې باوري سرچينې تاند ته وويل، چې د حامد کرزي د ولسمشرۍ پر مهال د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزير اميرزی سنګين سبا ( شنبه) کابل ته ستنيږي.

نوموړی له هېواده بهر دی او له افغاني شخصیتونو سره د طالبانو د اړيکو کميسيون په بلنه بیرته هېواد ته ستنیږي.

اميرزی سنګين د افغانستان د مخابراتو د اوسنيو خدمتونو له مخکښانو ګڼل کېږي، خو منتقدین ېې هغه د دغه سکتور په ناسمې تهداب ګزارۍ تورنوي.

ښاغلي سنګين سیاسي فعالیتونه نه لرل او له وزارت څخه وروسته د رسنيو او خلکو پر وړاندې ډېر نه دی څرګند شوی.

د طالبانو د اړیکو کمیسیون څو ورځې مخکې وویل، چې تر سلو زیات بهر مېشتي افغان شخصیتونه د دوی په بلنه هېواد ته ستانه شوي او ډېر نور د ستنیدو په حال کې دي.

د طالبانو ځینې منتقدین بيا د راستنو شويو په اړه تور پورې کوي، چې یا د فساد دوسیې لري او یا ېې په جمهوري نظام کې طالبانو او د دوی سیمه ییزو استخباراتي متحدینو سره پټې اړیکې لرلې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب