شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهپه ارزګان او بغلان کې د ۸ ط -انو د وژلو خبر...

په ارزګان او بغلان کې د ۸ ط -انو د وژلو خبر ورکړل شو

تاند( جمعه، د جوزا ۲۷ مه) له ارزګان او بغلان څخه راپورونه وايي، چې د څو پېښو پر مهال ۸ طالبان وژل شوي او يو بل ټپي دی.

خبري رسنۍ وايي، چې د ارزګان پېښې په مرکز ترینکوټ ښار کې شوې دي.

ويل شوي، چې لومړۍ پېښه پنجشنبه شپه په «چینو» سیمه کې شوې او یو طالب پکې وژل شوی دی.

د سرچینې په وینا، دویم برید په «ده جوز» شوی او د طالبانو پر یوه رنجر موټر ‌ډزې شوې دي.

سرچینه زیاتوي، چې په دویمه پېښه کې درې طالبان وژل شوي او یو بل ټپي دی.

د يوه بل خبر له مخې: د بغلان په پل حصار ولسوالۍ کې د مقاومت جبهې په یوه کمین کې څلور طالبان وژل شوي.

د سرچینو په وینا په دغه کمین کې درې نور طالبان ټپیان شوي دي.

طالبانو د یادو پېښو په اړه څه نه دي ويلي.

دوی پر خپل‌ ضد د جګړې او خپلو تلفاتو خبرونه ردوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب