یکشنبه, سپتمبر 29, 2024
Homeخبرونه۹ افغان ماشومان د سوریو زړونو د درملنې لپاره پاکستان ته واستول...

۹ افغان ماشومان د سوریو زړونو د درملنې لپاره پاکستان ته واستول شول

تاند( جمعه، د جوزا ۲۷ مه) افغاني سرې میاشتې د‌ درملنې په موخه ‎پاکستان ته د سوري زړه ماشومانو د لېږد لړۍ پیل کړه.

د‌ طالبانو تر کنټرول لاندې باختر خبري اژانس ویلي، چې نن يې د دې لړۍ په پیل کې نهه ماشومان پاکستان ته د درملنې په موخه واستول.

سرچينه زياتوي، چې په پاکستان کې د الخدمت خیریه بنسټ له لوري د سوري زړه د ناروغانو د درملنې هوکړه لیک د روان کال د شعبان پر ۳مه د افغاني سرې میاشتې او الخدمت خیریه بنسټ تر منځ لاسلیک شوی و.

مخکې ورته ماشومان تر ډېره جرمني او یو شمېر نورو هېوادونو ته استول کیدل.

د طالبانو له واکمنيدو سره، د دوی واکمني نړۍ په رسمیت نه پېژني او افغانستان سره د ډېرو هېوادونو ورته تړونونه او همکارۍ ځنډیدلي، چې خلکو ته ېې ګڼې ستونزې پیدا کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب