یکشنبه, سپتمبر 29, 2024
Home+فیفا د 2026 جام لپاره د 16 ښارونو نومونه خپاره کړل

فیفا د 2026 جام لپاره د 16 ښارونو نومونه خپاره کړل

داود جبارخیل
د فوټبال نړیوال فدراسیون (فیفا) په ګډه د امریکا، مکسیکو او کاناډا د ۱۶ ښارونو نومونه اعلان کړي چې د ۲۰۲۶ کال نړیوال جام کوربه توب کوي.
په ټاکل شویو ښارونو کې ۱۱ د امریکا لوبغالي دي چې پکې ۶۰ لوبې ترسره کېږي، په داسې حال کې چې د کاناډا ۲ ښارونه او د مکسیکو ۳ ښارونه د ۱۰ سیالیو د کوربه توب لپاره غوره شوي دي.
د تفصیلاتو له مخې، د لومړي ځل لپاره د ۲۰۲۶ نړیوال جام سیالیو کې د ۳۲ هېوادونو پر ځای ۴۸ هېوادونه برخه اخلي.
د متحده ایالاتو ښارونه چې د پیښې کوربه توب کوي اتلانټا، بوسټن، دالاس، هوسټن، کنساس ښار، لاس انجلس، میامي، نیویارک، فلاډیلفیا، سان فرانسسکو او سیټل شامل دي.
د کاناډا ښارونه ټورنټو او ونکوور دي، په داسې حال کې چې ګوادالجارا، مکسیکو ښار او مونټیري په مکسیکو کې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب