چهارشنبه, جون 26, 2024
Homeخبرونهشیعه علماوو د ط- انو او باغي شوي هزاره قومندان ترمنځ د...

شیعه علماوو د ط- انو او باغي شوي هزاره قومندان ترمنځ د سولې هڅې پیل کړې

تاند( جمعه، د جوزا ۲۷ مه) د افغانستان د شیعه علماوو شورا د طالبانو د حکومت او د دوی د يوه هزاره قومندان مولوي مهدي تر منځ د سولې هڅې پیل کړي.

ياده شورا، چې ویل کیږي د ایران تر مستقیم تاثير لاندې ده، د باميان لپاره د طالبانو د پخواني استخباراتي رييس مولوي مهدي او طالبانو ترمنځ د اخ و ډب د مخنیوي لپاره یو پلاوی ګومارلی.

پلاوي هیله مندي ښودلې، چې طالبان او مولوي مهدي دواړه د سولې واک ورکړي.

تمه کيږي، چې دا پلاوی به د سرپل بلخاب ولسوالۍ ته، چېرته چې مولوي مهدي له طالبانو ځان باغي کړی او ولسوالي ېې تر خپلې ولکې لاندې راوستې، سفر وکړي.

مهدي ته د طالبانو مشرانو د ښار جوړونې وزارت د مرستیالۍ له وړاندیز سره پینځه ځلې د پخلاينې پلاوي لېږلي، خو هغه رد کړي دي.

طالبانو په وروستيو کې د بلخاب له هر اړخیزې محاصرې سره د نوموړي خلاف د علمیاتو پلان درلود، خو شیعه علماوو ېې د مخنیوي لپاره د سولې هڅې پیل کړي.

مولوي مهدي تر هغې وروسته، چې څو مياشتې وړاندې د باميان د استخباراتو رياست څخه ګوښه شو، له طالبانو ځان جلا او بغاوت ورڅخه وکړ.

نوموړي په يوه وروستۍ وینا کې طالبان په بې عدالتۍ او قومي تبعيض تورن کړي او ویلي، چې که یې له دې کبله په مخالفت کې ووژل شي، د « حضرت حسین» غوندې د عدالت غوښتنې شهید به وي.

طالبانو تر اوسه د خپلې واکمنۍ یو بارز خاصیت دا باله، چې په ټول افغانستان کې ېې د دوی په ادعا واحده واکمني رامنځته کړې.

د دوی پر وړاندې د مولوي مهدي او تر هغې مخکې په فارياب کې د يوه ازبک طالب قومندان بغاوت د دوی د یادو ادعاوو خلاف عملونه ګڼي.

ځینې شنونکي باور لري، چې د مولوي مهدي خلاف د طالبانو ممکنه ګامونه ایراني استخباراتو مهار کړي.

طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب