Homeخبرونهلومړني معلومات: د کندوز پر لمونځ کوونکو چاودنه کې ۱۲ تنه وژل...

لومړني معلومات: د کندوز پر لمونځ کوونکو چاودنه کې ۱۲ تنه وژل شوي او ۳۰ نور ټپيان دي

تاند( جمعه، د جوزا ۲۷ مه) د کندوز له امام صاحب ولسوالۍ څخه پر یوه جومات د چاودنې لومړني راپورونه څرګندوي، چې په دې چاودنه کې ۱۲ تنه وژل شوي او ۳۰ نور ټپيان دي.

ویل شوي، چې ياده چاودنه د امام صاحب ولسوالۍ د الفب‌بیردي قریې په یوه جومات کې شوې ده.

ولسي سرچينو په چاودنه کې د وژل شويو کسانو شمېر ۱۲ او د ټپیانو شمېر ۳۰ تنه ښودلی.

د طالبانو ځايي چارواکو په جومات کې دغه چاودنه تاييد کړې، خو د زيانونو په اړه يې څه نه دي ويلي.

دا له څه مودې ځنډ څخه وروسته د جمعې ورځې د لمانځه پر مراسمو ورته برید دی.

د‌ طالبانو له بیا واکمنيدو سره د افغانستان په مختلفو سيمو کې د جمعې ورځې د لمانځه پر مراسمو چاودنې او بریدونه شوي، چې لسګونه کسانو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ډېرو مخکینیو بریدونو مسوولیت داعش ډلې پر غاړه اخیستی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یو ارزښتناک اثر “طلوع افغان د څېړنو په بهیر کي”

لیکنه: غني حسن لنډه‌سریزه: په نړۍ کي د عصري چاپ صنعت په المان کي سر راپورته کړ، او په عصري ډول چي لومړنی کتاب انجیل ئې...