شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهد استاد رفیع په ګډون يو شمير څېړونکي ګوښه او مولوي حقاني...

د استاد رفیع په ګډون يو شمير څېړونکي ګوښه او مولوي حقاني د علومو اکاډمۍ غړی ټاکل شوی

تاند( جمعه، د جوزا ۲۷ مه) راپورونه وايي، چې د طالبانو مشرانو د افغانستان یو شمېر مشهور او مشران څېړونکي د علومو اکاډمۍ له غړیتوب او اړوندو دندو څخه ګوښه کړي دي.

په دې کسانو کې استاد حبیب الله رفیع، څېړنپوه زلمی هیوادمل، دوکتور خلیل الله اورمړ،‌ پوهاند مجاور احمد زیار، څېړندوی عبدالمالک همت او څېړنپوه نورمحمد سهیم شامل دي.

د علومو اکاډمۍ یوه غړي عبدالملک همت د ځان د ګوښه کیدو خبر ته له اشارې پرته منلې، چې استاد رفیع د طالبانو له لوري له دندې ګوښه کړل شوی دی.

نوموړي په خپله فیسبوک پاڼه کې د استاد رفیع د ناروغۍ له یوه عکس عکس سره لیکلي:« د افغانستان د علومو اکاډمۍ د دې ګران قدره ارزښت او ستر پوه او څېړونکي قدر ونه پېژندی او د ناروغۍ په حال کې يې په ډېره ناځواني سره د اکاډمۍ له بسته منفک کړ.»

تاند د نورو هغو څېړونکو د ګوښه کیدو د خبر د تایید لپاره هڅه وکړه، چې ځینو سرچینو سره وغږیږي، خو بریالی نه شو.

د افغانستان د علومو اکاډمۍ یوې بلې سرچينې تاند ته تاييد کړه، چې د طالبانو له لوري د دوی د لوړو زده کړو متنازع وزیر مولوي عبدالباقي حقاني څه موده مخکې د علومو اکاډمۍ د علمي غړي په توګه ټاکل شوی.

ښاغلی حقاني، چې څو ځله یې د رسنيو په مخکې هم د پوهنتوني زده کړو د بې ارزښت والي ادعا کړې وه، خپلې زده کړې د پاکستان په ځینو مدرسو کې کړي دي.

د افغانستان په علومو اکاډمۍ کې څه موده مخکې یو شمېر پښتانه فرهنګیان او له هغې ډلې محمد آصف صميم، نورالحبېب نثار او داوود عربزی د طالبانو د حقاني شبکې له یوه مشر انس حقاني سره، چې د‌ پښتو ژبې شاعر ګڼل کېږي، تر لیدنې وروسته په علومو اکاډمۍ کې پر دندو ګومارل شوي دي.

په کابل کې فرهنګي سرچينو تاند وېبپاڼې ته وويل، چې استاد رفیع د کاناډا د تابعيت د لرلو او سختې ناروغۍ سره- سره په افغانستان کې پاتې و، خو د طالبانو په وروستي چلند سخت خواشينی او هېواد پرېښودو ته مجبوره شو.

استاد رفیع په سیاسي لحاظ د افغاني ملتپالنې له مخکښو مدافع لیکوالو څخه و، چې د « ملي زاویه» په نوم ېې اوږده کلونه سیاسي مقالې هم لیکلي دي.

نوموړی د طالبانو د تېرې واکمنۍ پر مهال له هغه وخته د دوی مخالف او منتقد شو، چې طالبانو د بامیانو د بودا مجسمو د نړولو پریکړه وکړه.

د طالبانو ځینې منتقدین باور لري، چې طالبان د خپلو پاکستاني لارښوونکو په اشاره تر هر چا ډېر له هغو څېرو سره دښمني پالي، چې د ملي فکر او داعیې لارویان دي.

د طالبانو له واکمنيدو سره په کابل او یو شمېر ولایتونو کې تر ټولو هغه فعالان ډېر نیول شوي،‌‌ بندیان شوي او یا په مرموز ډول وژل شوي، چې د پاکستان ضد مفکوره او د افغاني ملتپالنې لارویان وو.

1 COMMENT

  1. هغه چې وایی؛خره ته د الله جل جلاله ،ښکر نه ورکوی
    دا د نا اهلو په ارتباط ویل شوی، لکه دا محجوبه حمارګله؛ چې د دی ملت د عزت ،قوت او رشد علمی محرکه قوه شنډوی او دا د عادی حمار کار ندی؛پالانه یی د تور مکناټن د توطئو نه ډکه ښکاری
    نو دا به وایو؛ اللهم انا نجعلک فی نحورهم و نعوذ بک من شرورهم

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب