Homeخبرونهکندوز کې د جمعې د لمانځه پر مراسمو برید شوی

کندوز کې د جمعې د لمانځه پر مراسمو برید شوی

تاند( جمعه، د جوزا ۲۷ مه) له کندوز ولايت څخه راپورونه وايي، چې نن د دغه ولايت په یوه جومات کې د جمعې ورځې د لمانځه پر مهال پر لمونځ کوونکو برید شوی دی.

 ويل شوي، چې دا برید د کندوز ولايت د امام صاحب ولسوالۍ په یوه جومات کې تر سره شوی دی.

ځینو سرچینو د پېښې لامل ځانمرګی برید او ځینو نورو په جومات کې د ځای پر ځای شوي ماین چاودنه ګڼلې ده.

د پېښې مسووليت تر اوسه چا پر غاړه نه دی اخیستی.

د پېښې د مرګ ژوبلې په اړه هم جزییات نه دي ورکړل شوي.

دا له څه مودې ځنډ څخه وروسته د جمعې ورځې د لمانځه پر مراسمو ورته برید دی.

د‌ طالبانو له بیا واکمنيدو سره د افغانستان په مختلفو سيمو کې د جمعې ورځې د لمانځه پر مراسمو چاودنې او بریدونه شوي، چې لسګونه کسانو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ډېرو مخکینیو بریدونو مسوولیت داعش ډلې پر غاړه اخیستی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...