جمعه, نوومبر 22, 2024
Home+طالبانو ته اخطار | زبیر افغان

طالبانو ته اخطار | زبیر افغان

په هیواد کې د جمهوري نظام تر سقوط وروسته په جنګي او له کړکېچه ډکو حالاتو کې په زور د طالبانو واک ته رسېدلو هغوی ته په کور دننه د دوو ډلو وسله وال مخالفت را وټوکاوه، یوه يې اسلامي دولت او بله يې د مقاومت جبهه ده او په نړۍ واله کچه يې مکمل منزوي کړل. که طالبانو د جذبې پر ځای له هوښه کار اخیستی وای، دغه ګواښ به نه وای رامنځته شوی او نړۍ به نه ګوښه کول. زموږ یو بد عادت دا دی چې د نننۍ بریا په نشه کې مو د پرون شکست هېر وي، د نن خوږې شېبې د پرون ترخې لحظې را نه هېرې کړي. طالبانو ته هم د نن بریا د دې سبب شوه چې پرونی وضعیت يې هېر شي.

د طالبانو د تېر واک په اخیر کې، دوی د امریکا په مشرۍ نړۍ والو ته زارۍ کولې چې د هر ډول ستونزو د حل لپاره دې خبرې وشي، جنګ دې د حللارې په توګه نه غوره کېږي، له امریکا سره د مخالفت یو عمده ټکی د اسامه او ډلې شتون يې وو چې په کابل کې د امارت په بلنه راغلو علماؤ له اسامه وغوښتل چې هیواد پرېږدي او زموږ له خاورې پټ ووزي څو موږ له نړۍ سره په شخړه وانه ړوي، خو د دغه اقدام مخالفت يې د طالبانو امیر وکړ، لنډه دا چې جنګ پيل شو، په درې اونۍ کې طالبان له واکه ګوښه شوو، بیا يې د ژوندي پاته کېدا لپاره هره لار وړه، خو هره غلطي چې وه هغوی د پاکستان منګولو ته ولوېدل او د جمهوري نظام پر ضد يې وکارول، تر دې چې بیا له طالبانو سره خبرو اترو ته جمهوریت پالو زارۍ کولې خو طالبانو هيڅ نه اورېدل، د ملت، نړۍ او حکومت هر ډول غوښتنې يې یوازې اورېدې، نور يې د عمل په میدان کې هغه څه کول چې دوی غوښتل. لاندې ځينې هغه ټکي لیکم چې ممکن د طالبانو لپاره د نابودۍ په قیمت تمامې شي.

واک ته تر رسېدو وروسته هم طالبان هماغه څه کوي چې په تېرو شلو کلونو کې يې کول، دوی اوس هم د هر چا مخالفت د خپل ځان په نابودي حسابوي، نو ځکه هر مخالف کس د زندان میلمه کوي، د ښځو په اړه يې نړۍ او ملت ته ژمنه ور کړې وه چې د کار له ساحې به يې نه منعه کوي، مګر واک ته تر راتلو وروسته يې له محرم پرته پر راوتلو لا بندیز ولګاوه، کار خو د هر چا هېر شو.

د نجونو پر زدکړو يې هم ډېر وعدې کړې وې، توافقات يې لاسلیک کړي وو، اما قدرت ته تر رسېدو وروسته يې د نجونو له ابتدايي تعلیم پرته متوسطې او عالي لیسې تعلیق ته واچولې، په یوه او بله پلمه يې دروازې بندې کړې او نجونې د تعلیم حق نه لري.

د اردو جوړ چوکاټ يې خراب کړ، د پولیسو تیار نظام يې له منځه یووړ، د ملي امنیت اداره يې له بیخه وکښه، د حکومت په ملکي برخه يې تر اوسه غوښنه برخه نیولې ده او لا هم لګیا دي نور هم په دې برخه کې خپل نااهله کسان ځایوي او مسلکي کسان رخصتوي.

د خدماتو برخه يې ډېره کمزوې ده، دوی هر وخت ملت ته دا غورې کوي چې موږ نوي یو، هر څه به سوکه سوکه سم شي، خو د یوه کال په پوره کېدو لا هم حتا خلک له بانکه خپلې پیسې نه شي ایستلای، نور خدمات يې پر ځای پاته.

د فساد په برخه کې دوی تل د جمهوري نظام پر لمن داغ لګاوه چې مفسد نظام و، دا خبره يې سمه ده، د هغه نظام په رګ رګ کې فساد داسې ځای نیولی و، چې اصلاح يې یا یو مخیز له منځه تګ باندې ممکنه وه لکه طالبانو چې یو وړی یا هم دا چې طالبان ورسره یوځای شوي وای، د جنګ بوج پر کم شوی وای، نو که په مشرتابه کې يې د اصلاح اراده وای، نو سخته وه، خو له امکانه نه وه وتلې، یعنې یوې پرېکنده ارادې چې تر شا يې قوي ځواک هم ولاړ وای، د دې کار شونتیا رامنځته کوله، خو له بده مرغه چې طالبانو دا کار ونه کړ. دلته يې هم د نړۍ او ملت خبرو ته غوږ ونه نیوی.

 بل لور ته يې د فساد په پلمه د ایسته کړي مفسد نظام پر ځای بیا هم د یوه بل مفسد نظام بنیاد ګذاري وکړه، دوی له هر ډول تخصص او مسلکيتوب پرته خپل کسان پر لوړو بستونو ګوماري، سیاسي، نظامي او تخنیکي برخې يې ټولې په خپلو کسانو ډکې کړې دي چې د فساد بنسټ له دې ځایه پيلېږي.

ملي سیمبولونه يې ختم کړل، لکه بیرغ، ملي سرود او د جمهوریت نوم. ملي بنسټونه يې له بیخه وکښل، لکه اردو، پولیسي، استخبارات، ملکي دولتي چوکاټ، او د ادارو چور ته دوی کسان ایله کړل، د همدوی کسان د دې ادارو وسایط ګاونډیو ملکونو ته وړي، له ځانو سره يې پټوي او د دې هيڅ یوه عامل ته علني سزا نه ده ور کړل شوې. په داسې حال کې چې د ملت غوښتنه وه، چې دا هر ځای دې پر ځای پاته شي، مګر طالب بیا هم د ملت غوښتنې ته غوږ ونه نیوی.

د ټول شموله حکومت جوړول، نه یوازې د افغانانو قانوني، بشري او اسلامي حق دی، بلکې له نړۍ سره يې توافق هم کړی و، د نړۍ والو غوښتنه هم وه چې ټول اقشار او قومونه به د طالبانو په نظام کې ځانونه ویني، خو دوی واک یوازې طالب شموله کړ، هر څوک چې د دوی د فکر او لیکو کس وي، هغه په دې نظام کې ځان ویني، که د دوی له لیکو بهر، د دوی له فکره مخالف، د دوی په جامه کې نه وی، هغه که مسلکي هم وي، متخصص وي، کاري تجربه ولري، له هیواد او ملت سره اخلاص ولري، هيڅ بده او مفسده سابقه ونه لري، بیا هم د دوی په اند یو اخوند یوازې له دې امله پرې ښه دی چې د دوی ملا فلانی اخوند دی، دغسې یو شرمناک، بې اصولو، غیر متوازن او بې سابقې معیار رامنځته کول تر ټولو لوی فساد دی، له قانونه بغاوت دی، د الله په دین کې حرام دی او د بشري اخلاقو له مخې سنګین جرم دی.

په وړو شیانو کې دومره مصروفیت چې مهم او اساسي کارونه ځنې هېر شول، د ښځو د مخ پټولو موضوع ته دومره هوا ور کول چې حتا نړۍ پر وږغېده، خو په هیواد کې د فقر، بېکارۍ، له هیواده د خلکو د وتلو ستونزه، وچکالي، د نرخونو جګېدل، لوږه، ناروغۍ، غلاوې، فساد، د خدماتو ځنډ، له نړۍ سره خرابې اړیکې او ګڼې نورې ستونزې ټولې پر ځای پاته دي، دوی د نجونو ښوونځي ته کمېسیون وټاکي، د امر بالمعروف ادارې ته واک ور کړي چې ښځې په زور مخ پټولو ته اړې کړي او داسې نور نمایشي کارونه.

له هیواد سره د ګاونډیو ملکونو پر پولو زموږ له وطنوالو سره غیر انساني کړنې او بد اخلاقۍ بل هغه پواینټ دی چې که طالبانو يې د حل لپاره لاس په کار نه شي، نو خلکو ته به چانس ور کړي چې له داعش او مقاومت جبهې پرته د طالبانو پر بل بدیل فکر وکړي.

طالبانو په خپل شل کلن جنګ کې د خپلو افرادو ترمنځ یو نوښت وکړ چې د ځانمرګو فکټري يې فعاله کړه، نور يې ټول توان پر دې صرف کړ چې خپل کسان څنګه د جنګ لیکو ته سوق کړي، دوی چې کله د یوې جنګي ډلې پوست کېښ او د یوه باصلاحیته ملي دولتي خپلواک نظام؟! په شکل را څرګندېدل، نو دغه ظرفیت يې نه درلود، شعور يې دومره تکامل نه وو کړی چې د یوه دولت ځای ډک کړي، د دولت مقام وپېژني، د همدغه مقام صلاحیت ته په کتو له نورو نظامونو سره مناسب برخورد وکړي، دغه مقام ته راجع ملي او نړۍ والو مسوولیتونه وپېژني، له ګاونډیو سره د یوه همسایه په توګه داسې تعامل وکړي چې هم يې خپل ګاونډی سم درک کړی وي او هم يې خپل زور او ځواک معلوم کړی وي، دوی نه د همسایه ځواک درک کړ، نه يې خپل، له تاجکستان، ایران او پاکستان سره اخته شول، د ګواښ په ژبه يې خبرې ورته وکړې او د ځان په اړه په نړۍ کې رامنځته شوی مثبت انځور يې د ځینو په ذهنو کې تت او د نور په اذهانو کې ختم کړ او ځای يې منفي ونیوی.

د کانونو بې سابقې استخراج د طالبانو کمال نه دی، بلکې د ملي شتمنۍ چور دی چې یوازې يې ګاونډي ته ګټه رسېږي، دا ټکی باید په یاد ولري چې په دې کانونو کې نه یوازې د ملت د ټولو اقشارو او قومونو سهم شته، بلکې راتلونکي نسلونه هم په دې کې ونډه لري، چې د قانون او اسلام دواړو له مخې ورته ثابته ده. دغه ټکی پر طالبانو د ملت منفي فشار زیاتوي، په تعمیر کې يې نه په تخریب کې شمارل کېږي او له دوی څخه د ولس هغه ډول خپګان رامنځته کوي چې پایله به يې د دوی له منځه تګ وي.

د ملت له احساساتو سره لوبي کول، بله هغه نکته ده چې د طالبانو په زوال به تمامېږي، نه د انتخاباتو غوښتنه مني، نه د نورو اقشارو او قومونو روا بشري هیلې په نظر کې نیسي، د هر قوم خپه کول به د دوی واک ته ډېرې جدي ننګونې را پيدا کړي.

په خپل واک او ځوک باندې د تکبر تر حده مغروره کېدل، د دوی بل منفي ټکی دی، د همدې خمار په ټس کې نه له ملت سره سمه خبر کوي، نه له نړۍ سره، دوی فکر کوي چې نه په ملت کې نور داسې ځواک پاته دی چې د هغوی د ځواک په وړاندې ودرېږي او نه نړۍ کې څوک شته چې د هغوی په مقابل کې یو بل مخالف ځواک حمایه کړي، خو دا فکر يې ډېر بې ځایه ده، هم ملت د دې وړتیا لري چې دغه ډول ځواک تولید کړي او هم نړۍ د دې وس لري چې په کمه موده کې د طالبانو ښه یا بد بدیل پيدا  او ځای ناستی کړي.

د طالبانو په وړاندې د یوه داسې ملي او افغان شموله محور نه شتون دې طالبانو ته دا احساس ور نه کړي چې ملت په هر حال راضي دی او نړۍ زموږ د هيڅ ډول عمل په وړاندې یوازې د خبرو له عکس العمل پرته د بل عکس العمل وړتیا نه لري. ملت نه دی راضي، ستونزه داده چې ملت د طالبانو پر یوه ښه بدیل غور کوي او دا ښه بدیل يې په سترګه نه دی ورغلی، داعش د دې ظرفیت نه لري چې د طالبانو خلا ډکه کړي دا خو پر لویه لار پرېږده چې د یوه دولت خلا دې ډکه کړي، نه بشري قوه لري او نه ظرفیت. په فکري لحاظ تر طالبانو هم ډېر سختدريځي دي، په ملت کې نفوذ نه لري، له فکر سره يې ملت جوړ نه دی، د مذهب له مخې دلته بستر ورته هوار نه دی، نو هغوی د طالب په وړاندې یو کمزوری، بې انډوله او بد تر بدیل لا هم نه شي کېدای.

د دویم بدیل په توګه يې سمدستي د مقاومت جبه د افغانانو ذهن ته ورځي، چې په هيڅ توګه تر طالبانو ښه نه دي، بلکې ډېر بد بدیل يې ګڼلای شو. هغوی اصلن د نورو د لاس اله ده، له نظام سره د دې لپاره لاس او ګرېوان نه وي چې اصلاح غواړي، بلکې دوی د خپل واک او جیب غم اخیستی او په نتیجه کې يې ملي خپلواکي هم د نورو په لمن کې د سوغات په توګه ور کوي.

که وضعیت همدغسې دوام وکړي، نو ملت او نړۍ به د یوه بهتر بدیل لپاره حتمي جدي هڅې پيل کړي چې په نتیجه کې به يې طالب نه یوازې له قدرته پرزول کېږي، بلکې ډېر مالي او فزیکي تاوانونه به هم ورسره مله وي، چې ملت او هیواد دواړه به هم لازمي زیان ويني. داسې یو تحول به وي چې د طالب د ایینده سیاسي او نظامي وجود لپاره به وروستی ټکی کښېږدي، د خپل بد تاریخ او ناوړه نوم له ایله کولو سره به اسلامي دین ته هم ډېره سخته صدمه ورسوي چې جبیره کول به يې له اسلامپاله اصلاح غوښتونکو داعیانو څخه لسونه کلونه جدي هر اړخیزه هڅې وغواړي.

طالبان باید په دې پوه شي چې د هر چا مخالفې خبرې نه د هغوی د دښمنۍ معنا لري او نه د هغوی واک ته جدي ګواښ متوجې کوي، ځينې وخت نیوکې او مخالفتونه د سمون لپاره وي، هر مخالف کس د یوه وسله وال جنګیالي په تله باید ونه تلل شي، له هر مخالف افغان سره د دښمن چلند غوره کول د طالبانو پر تنګنظري، بې زغمي او کمظرفیتي دلالت کوي.

دوی چې پر کوم مسند ناست دي، باید هغه سم درک کړي، که د دې مسند څخه سو استفاده وکړي، نو د هر ډول ناوړه پېښو مسوولیت به د طالب پر اوږو پروت وي، طالبان دې ملت او نړۍ دې ته نه مجبوروي چې لازمي د طالب پر غوره او همه شموله بدیل فکر وکړي، دا اوس هم که دوی سیاسي بصیرت ولري په دې به پوهېږي چې د هغوی هر ناسم ګام د یوه افغان شموله سیاسي محور جوړېدو ته لار جوړوي، د ځوانانو یوه کتله په همدې فکر ده، هغوی د دې لپاره هڅې هم کوي، حتا د وسله والې مبارزې ملاتړي هم دي، تاسو به يې حتمن پېژنئ، خو زما په شمول زرګونه نه لکونه کسان دغه حالت نه شي زغملای او جنګ هم نه غواړي، موږ  دغه د جمود حالت نه غواړو، اقتصادي او علمي رکود زموږ ایینده ګواښي، له ملت سره د مور او میرې چلند د هیواد تجزیې ته لار جوړوي، د خلکو پر افکارو بندیز ناسم اقدام دی، د مذهبي لښکیو سره غیر منصفانه چلند له اسلامي لارښوونو سره مخالف عمل دی، دا ټول کارونه باید اصلاح شي او ژر اصلاح غواړي، د مکتبونو دروازې به حتمي خلاصېږي، ښځو ته به د تعلیم، کار، تلو راتلو او ټولو بشري اسلامي حقوقو ور کول تضمینېږي، له نړۍ سره به د اړیکو پر رغولو جدي کار کېږي، زموږ د هیواد ګوښه پاتېدل زموږ د ملت او هیواد سره ستر ظلم دی، دغه ډول انزوا ته ټېله کول، ستاسو پر عدم بصیرت دلالت کوي، چې په نتیجه کې به يې ملت او نړۍ دواړه په دې باوري شي چې تاسو د دې مسند اهل نه یئ، نو بناءن باید ایسته شئ.

زه بیا هم وایم چې له طالبي فکر سره په ډاګه مخالفت لرم، د نظام له سټرکچره، تر ملي مسایلو، د دین له تعریفه بیا د فرعي مسلو تر حله په هره برخه کې ورسره مخالف یم، دا زما انساني او اسلامي حق دی، زه چا ته حق نه ور کوم چې له ما مې خپل حق واخلي، د دې ټولو باوجود د دې پلوي نه یم چې په اوسنیو حالاتو کې د طالبانو پر ضد دې وسله واله مبارزه وشي، دغه فکر اوس د زیاتره ځوانانو دی، ډېر کم کسان د وسله وال مقاومت ملاتړي دي، خو که حالات د اوس په شان دوام وکړي، نو دغه شمېر زیاتېږي، د دې فکر ملاتړي ډېرېږي، مقاومت له یوې سیمې بلې ته پراخېږي، د ملت، سیمې او نړۍ په کچه يې حمایت حتمې کېږي، پایله به يې ستاسو له واکه د سیمو وتل وي، چې یا به ستاسو د مخالفو کسانو لپاره ستاسو په څنګ کې دویم ملک جوړېږي او یا به ټول افغانستان ستاسو له وجوده پاکوي، هر څه که کېږي، مسوولیت يې یو مخیز ستاسو دی، پر خپل ځان، ملت، هیواد او دین رحم وکړئ، مه ځان ته ګواښونه زیاتوئ، مه د درست ملت په سرنوشت لوبې کوئ، جالبه ده یوه وړه ډله د خپل ناسم فکر په پلي کولو هر وخت د دې سبب شوې ده چې هم ځان ته زیان ورسو، هم ملت او وطن ته، ستاسو فکر د ټول ملت فکر نه دی، ستاسو پرېکړې د درست ملت فیصلې نه دی، څه وخت به تاسو دا حقیقت درک کوئ او منئ چې تاسو د دې ملت یوه برخه یاست، ټول ملت نه یاست، نو بناءن خپلې پرېکړې او فکر پر ملت مه تپئ چې هر وخت يې نتیجه منفي راوتلې ده. له تاریخ څوک عبرت اخلي، خو موږ يې د عبرت پر ځای بیا تکرار وو، هيڅ یوه نظام دا کار ونه کړ چې خلکو ته غېږ خلاصه کړي، ټول په غېږ کې ونیسي او هیچا ته د پرديتوب احساس ور نه کړي، په مساوي توګه د دې ملت ټولو خلکو ته د خدمت، کار، تعلیم، ژوند او نورو چارو زمینه برابره کړي، زموږ هر نظام چې راغلی دی، بس یوازې يې انتقام ته کار ویلی، د خپل همفکره کسانو ګومارنې يې خپل حق بللې دي او د خپل ځان ایینده ثبات يې یوزاې په وسله کې لیدلی دی، چې دغه فکر يې تل د خپل ځان په مرګ او ملت په زیان تمام شوی دی.

هیله ده طالبان له خپلې دې تګلارې تېر شي، ملت محکوم نه کړي، بلکې د خپل قدرت د مشروعیت مرجع او د خپل ځان د بقا ضمانت يې وګڼي، د پردیو په زور د واک ساتل همیشه نه وي، د بل کټ تر نیمو شپو وي، خپل ملت ته د پردیتوب احساس مه ور کوئ، که نه تاسو به له دې وطن او ملت څخه خپل ځانونه پردي کړئ، دا یوه حتمي پایله ده، چې هم تجربو ثابته کړې او هم الهي نه بدلېدونکي سنت دي.

۲۰۲۲/جون/۱۷

3 COMMENTS

  1. دتوضیح،توصیه،تنبیه نه اوس خبره اخطار ته ورسیده دزبیر صاحب له جامع بحث نه تر وړو تبصرو ډیرو خیر خواهانو خپلې هڅې کړی،تر څو دا بیخودَ ،خود حکام خوانده ،خودی حالت ته راشی ، خو مع الاسف د حمار لجام یی د اجنبی؛تور مکناټن په لاس کی دی ، او د قرانکریم په تعبیر؛تحسبهم جمیعاََ
    و قلوبهم شتی ،ښکاری ،خو بیا هم د الله جل جلاله بندګان ،تعقل ته شدیداََ اړ دی او باید د مسلمان، اسلام،مجاهد ملت او امت عزت باید وساتل شی۰

  2. د محترم زبیر صاحب او محترم همت صاحب د احساس د ستائنی په ترڅ کی:
    داسی ښکاری چی زموږ د تاریخ د ځنځیر ( حد اقل د روانی یوې پېړۍ اوږده ځنځیر ) کړیانی د لویو آهنګرانو په کارخانو کی جوړی سوی او سره وصل سویدی.
    د تلویزیون د لیدو ډیر شوق نلرم خو په طلوع او لمر تلویزیونونو کی تودې او سړې خبری اورم، د طالب د طرفدارانو بیانونه خو اصلاً د منلو وړ نه دی خو د مخالفینو خبری ئې هم ژاولنی دی او حقائق سم نه بیانوی.
    د پروګرام اجراء کوونکی بیچارګان هم له بېری داسی پوښتنی نه سی مطرح کولای کومی چی د عام وولس اذهان ئې اِشغال کړیدی.
    دردوونکئ حالت دئ ، تشخیص به ئې آسانه وی خو د علاج واک ئې له عام وولس څخه سلب دئ.

  3. محترم ورور غلام حضرت صاحب
    السلام علیکم و رحمت الله
    الله متعال دی قلم په دعوت او اصلاح کی ځلانده لره،ما غوښتل چې دی هغی اصلاحی لیکنی منڼه
    وکړم چې د پوهاند دودیال صاحب تر لیکنی لاندی ،د اسلامی مسئولیت پر بنا مو کړی وه ،حال دآ
    چې تر دی مخکی ما غوښتل ؛تاسی همداسی یوی لیکنی ته دعوت کړم خو لله الحمد تاسی د تعاونوا
    علی البر والتقوی پر بنیاد ،مسئولیت موو رفع کړی وو،الله متعال د کامل اجر درکړی
    له تشویق نه مو مننه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب