جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهتر اوږدې جګړې وروسته، غزه کې د ۵۴ فلسطیني جوړو ودونه

تر اوږدې جګړې وروسته، غزه کې د ۵۴ فلسطیني جوړو ودونه

تاند ( چهارشنبه د لیندۍ ـ قوس ۱۲مه) تر سختې او اوږدې جګړې وروسته په غزه کې د ۵۴ فلسطیني جوړو یو ځايي وادونه شوي دي.

دا په غزه کې د وروستي اوربند وروسته تر ټولو پراخ او هیله بخښونکي مراسم ګڼل شوي دي.

د دغه ډله ییز واده ټول لګښت د الفارس الشهیم په نامه یوه خیریه سازمان کړی دی.

غزه ډېره موده کېږي چې تر جګړې وروسته لږ څه د ارام ساه اخلي او دا ډول خبرونه پکې زیات د پام وړ ګرځي.

دغه خبر هم په خواله رسنیو ستایل شوی دی.

خبریال نوراجان بهیر پرخبله فېسبوک پانه لیکلي: “غزه کې د ۵۴ فلسطیني جوړو یو ځايي وادونه؛ دا له اوربند وروسته تر ټولو پراخ او هیله بښونکي مراسم شوي دي.”

عطاء الله خوګیاڼي لیکلي: “غزه – خان یونس:
د جګړو او روانو کړاوونو تر سیوري لاندې، د خان یونس په سیمه کې د ۵۴ جوړو ګډ واده ترسره شول. په دغو مراسمو کې ګڼو کورنیو او عامو خلکو ګډون کړی و.”

د سیمې اوسېدونکي وايي چې دا ډول مراسم د غم او ویر په ډک چاپېریال کې د لنډو خوښیو د راژوندي کېدو یوه هڅه ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب