پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Homeادبشعرد ساده حبدر خېل څو شعرونه

د ساده حبدر خېل څو شعرونه

 لږ خو راشه چې ژوندون زموږ روان شي

موده وشوه باران نشته چې باران شي

په نړۍ کې به مو سوله د جنت وي

خو انسان که په رښتيا سره انسان شي

اساني د محبت راسره وکړه

چې مشکل مشکل کارونه مو اسان شي

بې باوره زمانه ده باور نشته

څوک به څنګه نن سبا د چا جانان شي

په بازار کې ساده مينه مينه بند کړی

چې د حسن جګ نرخونه لږ ارزان شي.

۲۴ لړم ۱۳۹۲

حيدرآباد

 ===========================

ذهن مې لوی مګر نړۍ وړه ده

نکاح ناسم دی چې جينۍ وړه ده

د انساني روزۍ کانې روانې

فرياد مو پورته شو مړۍ وړه ده

لستوڼې لنډ اوږې يې لوڅې لوڅې

پاچا مو غټ دی که شړۍ وړه ده؟

چې د اضدادو مېلمانو ته ګورو

ستا د زړګي په نوم کټوۍ وړه ده

کېسه د نيت د رڼايۍ ده ساده

مه وايه دا چې ډېوګۍ وړه ده!

۰۱ قوس ۱۳۹۲

حيدرآباد

=======================

بې له تانه مې ژوندون حرام حرام دی

خو حلال راته په دې دی چې ناکام دی

له رقيبه ځان ساتل راته پکار دي

دغه سپی خو په ټول کلي کې بدنام دی

مينه لاړه مروره شوه د غرونو

چې په ښار کې جوړ د ښکلو نه ليلام دی

سپينه واوره وريدلې پر ټول خوست ده

پړکېدلی مسټربُل (۱) په تور مښام دی

زه دې جار شمه ساقي له قدمونو

پړچيدلی درنه ډک د ميو جام دی

د وړيو بخملين څادر خور شوی

چې دې ايښی پر طبعيت د مينې ګام دی

بې له مينې بله لاره د ژوند نشته!

خو چا کړی په دې چاره کې څه پام دی؟

توجه به دې جنت ورته اباد کړي

که دې وکړه، د ساده زړګی تمام دی.

۱۰جدي ۱۳۹۲

حيدرآباد

 : مسټربُل ( مستربال) د خوست ښار سوېل ختيځ لوري ته يو تاريخي غر نومېږي.(۱)

4 COMMENTS

  1. ډېره مننه شپون صیب!
    کوم څه چې تاسو لولی دا خو د ستاسو په څېر استادانو برکت او د مخلصو ملګرو ملګرتيا ده کنه!
    بې تاسو دې نه شم!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب