جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهچارواکي: ازبکستان او منځني آسیا ته د مېوې لومړۍ جوپه صادره شوه

چارواکي: ازبکستان او منځني آسیا ته د مېوې لومړۍ جوپه صادره شوه

تاند ( چهارشنبه د لیندۍ ـ قوس ۱۲مه) ‏د بلخ رسنیو مرکز خبر ورکړی، چې د ولایتي مسؤلینو د سفر په پایله کې نن د ازبکستان بازارونو او له هغه ځایه منځني اسیا ته د وچو او تازه مېوو جوپه صادره شوه.

په دې اړه خپرې شوې خبرپاڼې لیکلي چې، په لومړۍ جوپه کې ۵۰۰ ټنه مېوه چې انار، مڼې او وچ توت په کې شامل دي ولېږدول شوه.

 د سرچینې په وینا، دغه جوپه ۲۵۰ زره ډالره ارزښت لري او دا لړۍ به نوره هم دوام وکړي.

د سرچینې د مالوماتو له مخې د دې جوپې ترڅنګ به راتلونکې وختونو کې تازه سبزي، مېوې، غوښه او نور توکي د حیرتان بندر له لارې ازبکستان او منځني اسیا ته صادریږي.

دغه صادرات داسې مهال کیږي، چې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ ګډه سوداګریزه هوکړه وشوه چې له مخې به یې د افغانستان تازه مېوې منځنۍ اسیا او نورو هېوادونو ته صادرې شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب