ژباړه: ارشاد علي
له یوازیتوب پرته به مینه ترډیره درسره نشي پاتې، ځکه مینه ارام ته اړتیا لري تر څو په جنتونو کې سفر وکړي او ځان په نورو شکلونو راښکاره کړي. له یوازیتوب پرته، هېڅ نبات او یا حیوان ژوندی نشي پاتې کیدای، هېڅ خاوره حاصلخیزه نشي پاتېدای، هېڅ ماشوم د ژوند په هکله څه نشي زده کولای، هېڅ هنرمند نوښت نشي کولای، هېڅ کار نه وده کولای شي او نه بدلیدای شي. یوازیتوب د میني نیمګړتیا نه، بلکې پوره والی دی. یوازیتوب د ملګري نشتون نه دی، بلکې هغه شیبه ده چې زموږ روح یوازې وي تر څو له موږ سره خبرې وکړي او مرسته راسره وکړي تر څو د خپل ژوند په هکله څه ډول پریکړه وکړو. له همدې امله بختور هغه څوک دي چې له یوازیتوبه نه ویریږي، د خپل ځانه نه ویریږي، په مایوسی سره تل د یو کار د کولو په لټه کې نه وي، داسې څه چې ځان ورسره بوخت کړي او یا يې قضاوت وکړي. که کله هم یوازې شوی نه وې، نو ځان نشې پیژندلای، که ځان نه پیژنې نو د بې اغیزه کیدو ویره به درسره مل شي؛ خو بې اغیزه کیدل شتون نلري، زموږ د روح دننه یوه پټه پراخه نړۍ پرته ده او پدې انتظار ده چې وموندل شي. همدا ده. له خپل ټول توان سره دومره نوي او ځواکمنه ده چې موږ يې د شتون له خبریدو څخه ویریږو. د «موږ څوک یو» په موندلو سره به دې منلو ته اړ شو چې له هغه څه وړاندې تللای شو چې موږ يې فکر کوو. دا موږ ویروي. غوره ده چې خطر په غاړه وانخلو. موږ تل ویلای شو« ما هغه څه ونه کړل چې باید کړي مې وای، ځکه چې دوی يې اجازه رانکړه.» دا جمله بیخي ارامي راوړي او په ورته وخت کې د خپل ژوند د ایله کولو سره بیخي برابره ده.
افسوس دې په هغوی وي چې خپل عمرونه په دې ویلو تیروي چې «ما هېڅ چانس ندی ترلاسه کړی.» د هرې ورځې په تیریدو سره به دوی د خپلو محدودیتونو په څاه کې نور هم ډوبیږي او بیا به داسې وخت راشي چې دا توان به نلري چې پورته وخیږي او هغه ځلیدونکي روښنايي چې ددوی پر سر ده، بیا ومومي. هغوی دې خوښ وي چې دا وايي:« زه په کافي اندازه زړور نه یم.» دوی پوهیږي چې دا د بل چا غلطي نده؛ ډير ژر یا وروسته به دا مهمه وړتیا پیدا کړي تر څو د یوازیتوب او له رازونو سره يې مخامخ شي.
هغوی چې له داسې یوازیتوبه نه ویریږي چې ټول رازونه يې ښکاره کړي دي، هر څه به بل ډول ورته ښکاري. په یوازیتوب کې په هغه مینه ومومي چې په بل حالت کې به نه ترسترګو کیدای شوه. په یوازیتوب کې به په هغې مینې پوه او احترام به يې وکړي چې دوی يې پریښي دي. په یوازیتوب کې به دا زده کړي چې د (نه) ویل هر وخت د سخاوت د نه لرلو معنا نلري او همدا ډول؛ (هو) ویل تل د تقوا د لرلو معنا نلري. هغوی چې همدا اوس یوازې دي، دا ورته ضرور ده چې د شیطان له دې خبرو ونه ډار شي:« وخت دې بربادوې » او یا د مشر شیطان تر ټولو زهرجنه خبره:« هېڅوک دې په کیسه کې ندي.»
کله چې موږ له خلکو سره خبرې کوو او یا خاموشه وو او ددې توان ولرو چې یوازیتوب د یوې خوښی په توګه ومنو، الاهي ځواک موږ ته غوږ نیولی وي. په همدې شیبه کې ددې ځواک روښنايي زموږ ښاوخوا هر څه روښانوي، مرسته راسره کوي چې ووینو موږ ارزښتمند یو، دا چې په ځمکه باندې زموږ شتون په کارونه کې بیخي ستر توپیر راولي. کله چې مو دا توازن ترلاسه کړ، بیا نو له هغه څه ډیر لاسته راوړو چې غوښتنه مو يې کړې وه.
هغوی چې د یوازیتوب له کبله خفګان احساسوي، ورته ضرور ده چې دا په یاد ولري چې د ژوند په تر ټولو مهمو شیبو کې به موږ تل یوازې و. له یوه ماشومه يې درواخله؛ د مور له رحمه چې راوځي: توپیر نه کوي چې څومره خلک موجود دي؛ د ژوند کول وروستی پریکړه له ماشوم سره ده.
همداسې یو هنرمند او کارونه يې درواخله: ددې لپاره چې کارونه يې باید غوره وي؛ دا ورته ضرور ده چې غلی واوسي او یوازې د ملایکو ژبې ته غوږ ونیسي. همداسې موږ ټول درواخله: موږ ټول به خپل ځانونه د هغه نابللي میلمه؛ مرګ سره مخامخ ووینو: زموږ د موجودیت په تر ټولو مهمه او ویرونکي شیبه کې به یوازې و.
لکه څه ډول چې مینه الاهي حالت دی، یوازیتوب انساني حالت دی. هغوی چې د ژوند په معجزه پوهیږي، دا پورته دوه حالته په یوه وخت کې په ارامی سره شتون لرلای شي.
په اکرا کې موندل شوي خطي نسخې؛ له کتابه