کره کتنه
انټوان دوسنټ اکزوپري
مرسل امیري
د کتاب پېژندنه
د کوچني شهزاده کتاب لیکوال انټوان دوسنټ اګزوپري دی، د کتاب ژانر خیالي ناول چې په تمثیلي بڼه وړاندې شوې ده، ژبه یې فرانسوي اوپه (۱۹۴۲م) کال کې لیکل شوی.
انګلیسي ژبې ژباړل شوې بڼه یې په (۱۹۴۳م) کال په انګلستان کې خپره شوه، خو فرانسوي بڼه یې په (۱۹۴۶م) کال کې خپره شوې.
دا کتاب له ۲۸۰ ژبو او ګړدودونو ته ژباړل شوی،له ۲۰۰ میلیونو ډېر نسخې یې خرڅ شوي دي چې په تاریخ کې له ډېر پلورل شویو کتابونو څخه شمېرل کېږي. په فرانسوي ژبې کې تر ټولو ډېر لوستل شوی او ډېر ژباړل شوی چې د شلمې پېړۍ له غوره کتابونو څخه ژباړل کېږي. په منځنۍ کچه هر کال د دغه کتاب یو میلیون توکونه پلورل کېږي.
پ ۲۰۰۷ م کال کې دا کتاب د کال کتاب په نوم وټاکل شو.
دا کتاب ( ګالیمارډ ) خپرونکې ټولنې خپره کړې چې د دې کتاب د انګلیسي او فرانسوي نسخو د چاپ حق لري.
د دې کتاب وړاندې کوونکی یو پیلوټ دی چې الوتکه یې په یوه دښته کې لوېدلې وي او هلته یې له کوچني شهزاده سره لیدنه کېږي. هغه د کوچني شهزاده د لیدو شپږ کاله وروسته دا کیسه بیانه کړې. کیسه د کوچني شهزاده پر سفرونو راڅرخي. دا کیسه په دوو سیارو کې راڅرخي یو د کوچني شهزاده نړۍ او بل د لویانو (انسانانو) نړۍ، د کوچني شهزاده په نړۍ کې هر څه په خیالي بڼه پرمخ ځي او د انسانانوپه نړۍ کې هر څه په یو ډول شرمونکي بڼه وړاندې شوې ده.
کیسې د پیښې ځای بیدیا او د ځمکې څخه بهر نړۍ یانې فضا کې په ماضي بڼه وړاندې شوې ده. د کیسې اصلي کرکټرونه کوچنی شهزاده او پیلوټ دي.
د کیسې اصلي موضوع د نړۍ په اړه د کوچني شهزاده لید لوری او همدارنګه د هغه شخړې او بحثوونه چې د لویانو( انسانانو) نړۍ په اړه یې له پيلوټ سره کړي، ده.
کیسې اوج هغه وخت پېښېږي کله چې کوچنی شهزاده لیدنه له ګیدړ سره وشي او ګیدړ د خپل ژوند درسونه ورته وايي، وروسته له دې کوچنی شهزاده خپل د ګل په قدرپوهېږي.
د کیسې سمبولونه او شکلونه بیدیا(صحرا)، ستوري، ګلاب، ګیدړ، د کوچني شهزاده رسمونه، له پيلوټ سره خبرې او د لویانو نړۍ دي.
د ناول لنډیز
د کوچني شهزاده ناول په نړۍ کې د ناول لیکلو په تاریخ کې یو له غوره ناولونو او خورا پېژندل شوي نومونو څخه دی. دلته به د کوچني شهزاده ناول لنډیز وړاندې کړو. خو دې حقیقت ته پام وکړئ چې “د کیسې لنډیز” هېڅکله د کیسې ټول ادبي ښکلاوې، د کیسې جوړښت، محتوا او د کیسې اصلي موخه نه شي وړاندې کولای.
نو ځکه موږ د کیسې په لنډیز کې ځینې نامعلوم ټکي په ګوته کړي دي چې ستاسو د لیوالتیا لامل وګرځي، ترڅو چې دا کتاب په لا زیاتې لېوالتیا سره مطالعه کړئ او له دې کتاب څخه پوره خوند واخلئ، نو له موږ سره پاتې شئ.
د کوچني شهزاده ناول د وړاندې کوونکي یا هماغه پیلوټ الوتکي د خرابېدو څخه پیلېږي چې په یوې دښتې کې پرېوځي او هلته له کوچني شهزاده سره یې لیدنه کېږي. کوچنی شهزاده هغه هلک دی چې له فضا څخه راغلی او د خپل سفر په وروستي منزل کې ځمکې ته رسیدلی، د پیلوټ سره د کوچني شهزاده دخبرو اترو کیسه د دې ناول د جوړښت اصلي موضوع دی.
که موږ غواړو له هغه پروسې سره سم پرمخ لاړ شو چې انټوان دوسنټ اګزوپري کتاب لیکلی نو، موږ باید ووایو: “زه شاوخوا شپږ کلن وم کله چې ما یو کتاب ترلاسه کړ چې زما لپاره خورا په زړه پورې و.
د کتاب نوم ( رېښتیني کیسې) و، خو کتاب کې د ځنګلونو په اړه خبرې شوې وې، په هغه کتاب کې ما د بوا مار انځور ولیده چې یو ځناور یې خوړلی و چې زه حیران شوم. په هغه کتاب کې یې لیکلي وو چې د بوا مار د یوه څاروي له ښکارولو وروسته پرته له دې چې وژدوي هغه تېروي ،دا چې ټول ژوي د بوا مار په پرتله لوی دي نو د بوا مار له خوړلو وروسته حرکت نه کوي او په ارامه شپږ میاشتې خوب کوي، چې خواړه يې هضم شي. هلته مې له ځانه سره فکر وکړ، چې څنګه کولای شي چې يو بوا مار دا خواړه په سمه توګه وخوري؟ دا ساده خواړه نه دي، بلکې د پيلانو په څېر لوی ژوي هم وي. هر څه چې ما فکر کاوه، کومې پایلې ته ونه رسېدم. نوما یوه پاڼه او پنسل واخیست هغه څه مې چې په ذهن کې و رسم کړل،وروسته له دې چې ما دا کار وکړ، ما احساس وکړو چې ما یو ښه رسم کړی، نو زه لاړم او زما شاوخوا هر لوی سړي ته مې وښوده، مګر د دې پرځای چې دوی ما وهڅوي دوی ما پورې وخندل چې دا دې څه رسم کړي دي.
هر هغه څه چې ما انځور کړل، لویانو پرما ملنډې وهلې. په پای کې، دوی ماته مشوره راکړه چې ما نقاشي پرېښوده الجبرا، تاریخ او جغرافیه خوا ته لاړم. وروسته له هغه چې زه لږ زوړ شوم، ما باید یو کار پیدا کړی وای چې خپل ژوند ته مې بدلون ورکړای وای. زه هغه ځای ته لاړم چېرې چې د دوی دنده د الوتکو الوتنه وه. ما خپله دنده ترلاسه کړه او د هغه دندې له امله چې ما درلوده، ما بېلابېل خلک ولیدل، مګر زما لپاره یې هېڅ ارزښت نه درلود. لویان ټول یو شان دي، هېڅ سره توپیرنه لري. زه د لویو منځ کې داسې یوازی وم، تر شپږ کاله وړاندې پورې. د افریقا د ساهارا دښتې په شاوخوا کې، مجبور وم چې په دښته کې کېنم، کله چې په ځمکه کېناستم، ما ولیدل چې زما د الوتکې انجن خراب شوی و او په هغه دښته کې زما د الوتکې د جوړولو لپاره هېڅوک نه وو. له همدې امله ما وویل چې بله لاره نشته، پرته له دې چې زه پخپله الوتکه جوړه کړم. لومړۍ شپه راورسېده. ما لومړۍ شپه په همدې شګو کې تېره کړه، د هر څه څخه لرې. حتی د کوم ځای څخه چې زه وم دهغه ځي یوه رڼا هم نه لیدل کېده. د شپې ویده شوم او سهار لمر لا نه وختلی چې په یوه عجیب او نري غږ له خوبه پاڅېدم. هغه غږ چې وې ویل: “صېبه ما ته یو پسه رسموې؟ زه حیران شوم او پوښتنه مې وکړه، څه؟غږ بیا تکرار شو زما لپاره یو پسه رسم کړه. کله مې چې غږ بیا واورېد، پوه شوم چې ویده نه یم، پاڅېدم سترګې مې په ښه توګه ومینځلې، چې څوک له ما سره خبرې کوي؟ هغه یو عجیب کوچنی سړی و او ما ته دا عجیبه ښکارېده چې هغه ماته ډېر په زړه پورې کتل، یو سړی مې لیده چې نه وږی و او نه ستړی، نه ویدېده او نه هم ډارېده او دا سړی د هغه خلکو په څېر نه و چې په دښته کې ورک شوی وي. ما په خپل ژوند کې هېڅکله پسه نه و رسم کړی، مګرهرڅه چې زما په ذهن کې راغلي وو هغه مې ورته رسم کړ، که ریښتیا ووایم، ما پسونه نه دي رسم کړي، ما یوازې د بوا مار رسم کړی و،چې یو فیل یې خوړلی و او په خیټه کې یې و.
نو همدا انځور مې رسم کړ، کوچني شهزاده راته وویل نه، زه د بوا مار په ګېډه کې د فیل انځور نه غواړم، بوا خطرناکه ده او فیلان ډېر غټ دي، زه ډېر ځای نه لرم، په کوم ځای کې چې زه اوسېږم هلته یو پسه ځایېږي، نو ماته پسه رسم کړه.
زه حیران شوم چې په دې نړۍ کې داسې څوک شته چې پوه شي ما د بوا مار په خیټه کې فیل رسم کړی. ما ورته پسه رسم کړ چې لاړ شي او زه الوتکه جوړه کړم. ورته مې وویل چې دا یو پېټی دی او دپېټي دننه ستا پسه ده. کوچنی شهزاده خوشحاله شو او وې ویل: اې خدایه! بالکل هغه څه چې ما غوښته هماغسې ده؛ بیا یې په ځانګړې حیرانتیا وپوښتل دا پسه ډېر واښه خوري؟ ما ورته وویل ولې دا پوښتنه کوې؟ کوچني شهزاده وویل هغه هېواد کې چې زه ژوند کوم ډېر کوچنی دی او پسونو ته ډېر واښه ورکول اسانه نه ده. زه پوهېدم چې کوچنی شهزاده څه وایي. ما مخ را واړاوه ورته مې وویل نه، هغه ډېر واښه نه خوري، دا یو کوچنی پسه دی، کوچني شهزاده ورته وکتل او وې ویل نه دومره کوچنی نه دی، اوس ویده دی ځکه دومره کوچنی ښکاري. ما د کوچني شهزاده په نوم یو عجیب و غریب هلک ولیده.
یو څه وخت یې ونیوه چې رامعلومه شوه چې دی له کوم بل ځایه راغلی دی. کوچنی شهزاده هر څومره چې له ما پوښتنې کوې نو ما دا احساس کاوه چې هغه یوازې ځوابونه اوري او کله چې تاسو ترې پوښتنې کوئ نو هغه هېڅ نه اوري. یوازې ځینې وختونه به هغه داسې شیان ویل چې زه ورو ورو پوهېدم چې هغه له کوم ځایه راغلی او هغه څه فکر کوي یا وایي. یوه ورځ یې له ما وپوښتل، ته له اسمان څخه راغلی یې؟ ته د کومې سیارې څخه یې؟ په دې وخت کې پوه شوم چې کوچنی شهزاده له ځمکې نه ښکاري، ما ترې وپوښتل چې ته پخپله له بل ځای څخه راغلی یې؟ هغه څه ونه ویل او یوازې زما الوتکې ته یې وکتل، خپل سر یې وخوځاوه او وې ویل: زه فکر نه کوم چې ته له دې وسیلې سره له کوم لرې ځای څخه راغلی اوسې. زه وپوهېدم چې د هغه سیاره هغه ځای دی چېرې چې هغه ژوند کوي او کور یې بولي. دا هغه ځای دی چې د کور څخه لږ لوی دی، مګر د کوچني شهزاده لپاره، ټول ژوند دی. څومره چې ما له ځان سره فکر وکړ، دې پایلې ته ورسېدم چې کوچنی شهزاده له یوې سیارې څخه راغلی چې موږ ورته(۶۱۲ B ) ستوری وایو، دا ستوری په (۱۹۰۹م) کال کې د یوه ترکي ستورپوه لخوا کشف شوی و، دغه ترکي ستورپوه کله چې دا کیسه د ستورپوهانو په ټولنه کې وکړه، هېچا پرې باور ونه کړ ځکه هغه ترکي کلیوالي جامې اغوستې وې. که ریښتیا ووایو، لویان( انسانان) ټول داسې عجيب دي. زما په اند لویان یوازې د شمېرو سره مینه لري، دوی د شمېرو لېونیان دي. که تاسو لاړ شئ او یو بالغ سړي ته ووایئ چې ما یو نوی ملګری موندلی دی، هېڅوک به تاسو ته دا ونه وايي چې د هغه اخلاق څنګه دي؟ د هغه د غږ موسیقي څنګه ده؟ ده هغه کومې لوبې خوښېږي؟ یوازینی شی چې دوی له تاسو پوښتنه کوي، څو کلن دی؟ لوړ والی یې څومره ده؟ څومره وزن لري؟ پلار یې څومره ګټه لري؟ د وخت په تېرېدو زه په یو څه پوه شوم، هغه دا چې کوچنی شهزاده د بایوباب د ونو په نوم څخه ترخې خاطرې لري.
کوچني شهزاده پوښتنه وکړه ریښتیا دا پسونه چې تا رسم کړي دي، ونې او بوټې هم خوري؟ ما ورته وویل هو. هغه وویل چې دوی د بایوباب ونې هم خوري؟ کوچني شهزاده ته مې وویل چې بایوباب بوټې نه دي، هغوی خورا لوی ونې دي چې په کلیسا کې کرل کېږي. هغه د تل په څېر ډېر ژر خوږ ځواب راکړ. وې ویل مخکې له دې چې بایوباب لویه ونه شي په کلیسا کې، هغه یوه کوچنۍ ونه وه. ما ورته وویل: هو، سمه ده. خو ته ولې غواړې چې دا پسه د بایوباب ونې وخوري؟ هغه بیا غلی پاتې شو، پوه شوم چې د کوچني شهزاده سیاره ډېره کوچنۍ ده، یانې کله چې تاسو د یوې کوچنۍ سیارې په اړه غږېږئ، نو باید په هغې کې د بایوباب ونې وده ونه کړي، زه به تاسو ته لامل یې هم ووایم. کله چې تاسو یوه کوچنۍ ځمکه ولرئ، که چېرې په هغه کې ګلونه وده وکړي، تاسو کولای شئ هغه ته اجازه ورکړئ چې وده وکړي، ځکه چې دوی هېچا ته زیان نه رسوي. مګر که د زیان رسوونکو واښو یوه ډله وده وکړي، تاسو باید ژر تر ژره له منځه یې یوسئ، ځکه چې که تاسو دا کار ونه کړئ، دوی به ډېر ژر ستاسو ټوله ځمکه ونیسي. خو د دې بایوباب ونې په څېر ځینې شیان هم شته چې که وده وکړي، نه یوازې دا چې ستاسو خاوره به ونیسي خپلو پیاوړو ریښو سره به ستاسو سیاره هم وچاودوي. له همدې امله کوچنی شهزاده د پسونو په لټه کې و چې د بایوباب ونې وخوري او په سیاره کې یې له مینځه یوسي. یو یا دوه ورځې تېرې شوې او کوچني شهزاده بیا د پسونو موضوع راپورته کړه، بیا یې وپوښتل چې پسه ګلان هم خوري؟ ما ورته وویل چې پسه هر څه خوري. هغه وویل حتی هغه ګل چې اغزي هم لري؟ ما وویل: هو، حتی هغه ګل چې اغزي لري. وې ويل: نو اغزي څه ګټه لري؟ زه د الوتکې په جوړولو بوخت وم، ما هېڅ ونه ویل، ځکه له یوې خوا الوتکه نه جوړېده او له بلې خوا د څښاک اوبه هم په خلاصېدو وو. خو کوچني شهزاده نه منله بيا يې وپوښتل، چې اغزي ولې ګټه نه لري؟ زه پوهېدم چې کله کوچنی شهزاده پوښتنه کوي، ترهغه یې نه پرېږدي چې ځواب یې اوریدلی نه وي. زه په غوسه شوم او ورته مې وویل چې اغزي هېڅ ګټه نه لري؛ دوی یوازې ګلان یو څه نورهم سپک ښیې. کوچني شهزاده وویل: دا څه خبرې کوې، ګلان ډېر ساده او ضعیف دي، دوی فکر کوي چې د خپلو اغزو په مرسته به خلک وډار کړي. کوچنى شهزاده ډېر په غوسه و، وې ویل: زه یوه سیاره لرم چې په وړاندې یې یوه بله سیاره ده، چې په هغه کې یو سور سړی ژوند کوي، هغه ستا په څېر جدي دی، هره ورځ کار کوي، ناست وي او څو شمېرې شماري، ځان یې ورته هوښیار او جدي ښکاري او ووایي چې زه جدي یم. هغه خپل له نظره ډېر مهم او هوښیار سړی دی، خو زما له نظره هغه سړی نه، مرخېړی دی.غوسه یې نوره هم زیاته شوه، بیا یې وویل: ګوره میلیونونه کلونه کېږي چې ګلان اغزي لري، ملیونونه کلونه وشو چې پسونه دا ګلونه خوري. نو اغزي هېڅ ګټه نه لري. تاسو فکر نه کوئ چې دا جدي مساله ده، چې د ګلونو اغزي هېڅ ګټه نه لري. که زه یو ګل ولرم چې په نړۍ کې هېڅ بېلګه ونه لري، یو پسه راشي او هغه وخوري، ایا دا جدي مساله نه ده؟ ایا دا مهمه نه ده؟ کوچني شهزاده نوردوام ورنه کړای شو اوپه ژړا شو. زه نه پوهېدم چې څه ورته ووایم، نه پوهېدم څه ځواب ورکړم، احساس مې کاوه چې ډېر بې ګټې انسان یم.
څه وخت وروسته پوه شوم چې کوچنی شهزاده یو ګل لري چې تر ځان یې هم پرې ګران دی. دغه ګل ډېر ځای نه دی نیولی، هېچا ته یې زیان نه دی رسولی؛ دا یو ښکلی ګل و چې پخپله شین شوی او کوچني شاهزاده هم ترې پالنه کړې. بالکل په هغه ورځ چې غوټۍ راوتلې، کوچنی شهزاده هلته و او ګل ته یې وویل: واه، ته ډېر ښکلی یې. ګل ويلي: هو، زه ښايسته يم، زه او لمر يوځای راغلو. کوچنی شهزاده پوه شو، چې دا ګل هومره عاجز هم نه دی، څومره چې يې فکر کاوه. هغه به هره ورځ له ګل سره خبرې کولې. او بیا ګل ورسره لوبې کولې. تر هغه ورځې پورې چې کوچني شهزاده پرېکړه وکړه چې سفر وکړي. هغه ګل ته ورغی او وې ویل: ګله الوداع، ګل ځواب ور نه کړ. کوچني شهزاده بیا ګل ته الوداع وویل، ګل چې د کوچني شهزاده خبرې اورېدلې وې، ورته یې وویل: ډېر احمق وم، بخښنه غواړم، هیله لرم چې هر ځای ته ځې بریالی اوسې.
کوچنی شهزاده حیران شو چې نه یې ګل ناز وکړ او نه یې دی ملامت کړ.ګل وویل: زه تا سره مینه لرم، چې ته هېڅکله په دې پوه نه شوی، زه ګناهګار یم، ما له تا سره بد کړي. اوس چې ته ځې نو لاړ شه ما ته هم ارزښت نه لري او هېڅ شي ته هم اړتیا نه لرم. کوچني شهزاده ورته وویل اجازه راکړه چې د شیشې پېټی در باندې کېږدم ځکه زه ستا په اړه اندیښمن یم. ګل وویل: زه هېڅ شی ته اړتیا نه لرم، که تاسو د باد په اړه اندیښمن یاست، نو تاسوته باید ووایم چې د شپې باد ما خوځوي او تازه کېږم، که د څارویو په اړه اندیښمن یې، باید ووایم چې زه اغزي لرم چې ما وساتي.اوس چې ته غواړې لاړ شې، مهمه نه ده، بس بېړه وکړه، نور لاړ شه. (د دې پوهېدلو لپاره چې کوچنی شهزاده ولې سفر کول غوښتل، تر ټولو ښه خبره دا ده چې پخپله ناول ولوستل شي. موږ ویلي وو چې د ناول ټوله کیسه دلته نه کوو.)
کوچني شهزاده خپل سفر پیل کړ. لومړی منزل چې کوچني شهزاده ورته سفر کاوه د پاچا سیاره وه، کله چې سیارې ته ننوت، ناڅاپه یې لوړغږ واورېده. هغه وویل: دلته راشه رعیته! کوچنی شهزاده حیران شو، له ځانه سره یې وویل: دی څه وايي؟ دی ما نه پېژني، زه یې نه یم لیدلی نو څنګه داسې غږ کوي؟ کوچني شهزاده شاوخوا وکتل چې د ناستې ځای ومومي؛ خو هرې خوا ته یې چې وکتل نود پاچا جامو ټوله سیاره پوښلې وه، نوپه خپل ځای ودرېده. کوچني شاهزاده ذهن له بې ځوابه پوښتنو ډک و، پاچا ته یې وویل: پاچا، یوه پوښتنه کولای شم؟ پاچا وویل: زه پر تاسو امر کوم چې یوه پوښتنه وکړئ. کوچني شهزاده وویل: ښاغلی پاچا تاسو پرڅه او څوک حاکم یاست؟ پاچا وويل: هر څه. کوچني شهزاده وويل: هر څه؟ پاچا خپل ځان ته ټک ورکړاو ټولو سيارو او ستورو ته يې اشاره وکړه.
زه پر دې ټولو واکمن یم. کوچني شهزاده وویل: ایا ته ډاډه یې چې ته پر دې ټولو واکمن یې او دوی له تا امر اخلي؟ پاچا بیا په ټول غرور سره وویل: هو، دوی ټول له ما امر اخلي. کوچنى شهزاده وليدل چې پاچا دومره مغروردی نو خپه شو او پاچا ته یې وویل چې زه غواړم لاړ شم. پاچا وویل: نه، مه ځه، زه به تا دلته وزیر کړم. کوچنی شهزاده چې ستړی شوی و، شاته وګرځېد او وې ویل: وزیر څه شی دی؟ پاچا له ځانه سره فکر وکړ او وې ویل: د عدلیې وزیر څنګه دی؟ زما د عدلیې وزیر شه. کوچني شهزاده وویل: دلته هېڅوک نشته چې قضاوت وکړم. پاچا وویل: ته څنګه پوه شوې؟ ما تر اوسه خپل سلطنت نه دی پلټلی. کوچني شهزاده وویل: خو ما هر ځای لیدلی او هلته هم څوک نشته. پاچا وویل: بیا نو ته خپل ځان محکمه کړه چې دا په نړۍ کې ترټولو ستونزمن کار دی. که ته خپل ځان په سمه توګه قضاوت کړې، نو دا به معلومه شي چې ته یو ښه وزیر یې. کوچني شهزاده وویل: زه چې په هر ځای کې یم، ځان قضاوت کولای شم. اړتیا نشته چې زه دلته اوسم. دا یې وویل او د پاچا له مخې روان شو.
کوچنی شهزاده دویمې سیارې ته ورسېده، دا سیاره د یو مغرور او متکبر سړي و، کله چې متکبر سړي کوچنی شهزاده ولیده، په لوړ غږ یې وویل: زما یو ستایونکی راغلی. کوچني شهزاده سلام وکړ او وې ويل: ته یوه ډېره عجيبه خولۍ لرې. سړي وويل: دا خولۍ مې د نورو د ښه راغلاست لپاره ده. يانې کله چې هر څوک راځي زما ستاینه کوي او ماهڅوي، زه دا خولۍ له سره جګوم او سلام کوم. خو تر اوسه دلته څوک نه دی راغلی. کوچنی شهزاده چې د سړي په خبرو پوه نه شو، وې ویل: ونه پوهېدم، څنګه؟ سړي وویل: ماته لاسونه وپړکوه کوچني شهزاده لاسونه وپړکاوه، سړی پاڅېد، خولۍ یې له سره ښکته کړه او کوچني شهزاده ته یې ښه راغلاست وویل. سړي وویل: ایا ته په رښتیا زما ستاینه کوې؟ کوچني شهزاده وويل: ستاينه څه ته وايي؟ سړي وویل: ایا ته په دې هم باور لرې چې زه د نړۍ تر ټولو ښکلی سړی یم او تر ټولو شتمن او هوښیار یم؟ کوچني شهزاده وویل: زه له تا پرته په دې سیاره کې بل څوک نه وینم؟ چې زه تاسو ته وایم چې ته ترټولو غوره یې. سړي وویل: اوس ته پرما دا احسان وکړه او زما ستاینه وکړه. کوچني شهزاده بې له پوښتنې د سړي ستاينه وکړه او روان شو.
د کوچني شهزاده راتلونکی منزل هغه سياره وه چې يو شرابي پکې اوسېده، يو شرابي سړی چې مخ کې یې بې شمېره خالي بوتلونه پراته وو. کوچني شهزاده سلام وکړ او وې ويل: څه کوې؟ سړي وویل: زه څښم. کوچني شهزاده وویل: ولې؟ سړي وویل: تر څو چې زه هېر کړم. کوچني شهزاده وویل: څه هېر کړې؟ سړي وویل: دا هېر کړم چې زه څومره شرمېدلی یم. کوچني شهزاده وویل: ولې په څه شرمېږې؟ سړي وویل: ځکه چې زه تل شراب څښم. کوچنی شهزاده خپه شو او لاړه.
څلورمه سیاره کې چې کوچني شهزاده پښه کېښوده د یوه سوداګر سیاره وه. دا سوداګر دومره بوخت و چې کوچني شهزاده ته یې هم نه کتل. کوچني شهزاده سلام وکړ او وې ویل: بخښنه غواړم، ستاسو سګرټ مړ شوی، سوداګر وویل: درې او دوه پنځه جوړوي، پنځه اووه دولس، دولس او درې پنځلس. سلام! پنځلس اوه ویشت زه نشم کولای دا بل کړم.
که څه هم سوداګر کوچني شهزاده ته پام ونه کړ، خو کوچني شهزاده بیا پوښتنه وکړه، هغه ورته وویل: څنګه کولای شو ستوری ولرو؟ سوداګر وپوښتل: دا ستوري د چا دي؟ کوچني شهزاده وویل: زه نه پوهېږم، هېچا پورې اړه نه لري. سوداګر وویل: نو دا ټول ستوري زما دي ځکه چې زه یې لومړی موندونکی یم. کوچني شهزاده وویل: ایا تاته دا بسنه کوي؟ سوداګر وویل: زه له تا څخه یوه پوښتنه کوم، که ته یو ټاپو ومومې چې تر دې مخکې چا نه وي موندلې، نو طبیعي ده چې دا ټاپو ستا دی، که نه؟ ستوري هم زما دي،دا یونوی فکر دی چې ترڅو ورته چا فکر نه دی کړی. کوچنی شهزاده د دې لویو خلکو (انسانانو) له نظرونو سره نه جوړېده، نو پاچا ته یې داسې ځواب ورکړ: زه یو ګل لرم چې هره ورځ ورته اوبه ورکوم، درې اورشیندي لرم چې هره اونۍ یې پاکوم، ځکه دا کار زما اورشیندي او ګل لپاره ګټور دی. مګر تاسو ستورو ته هېڅ ګټه نه لرئ. سوداګر هر څومره هڅه وکړه چې ځواب ورکړي، ونشوای کړای او کوچنی شهزاده هم لاړو.
پنځمه سیاره ډېره عجیبه او له ټولو سیارو کوچنۍ وه. یوازې د یو څراغ او سړي لپاره چې څراغونه یې روښانول وو. کوچني شهزاده له ځانه سره فکر کاوه، دا سیاره د اسمان یو کونج دی، په دې کې هېڅ کور او خلک نشته پرته له دې څراغ څخه، څراغ او څراغ روښانونکی د څه لپاره دي؟ هغه کومې پایلې ته ونه رسېده. هغه ځان ته د لامل موندلو هڅه وکړه او وې ویل: دا سړی د پخوانیو په څېر غیر معقول کار نه کوي، کله چې هغه څراغ روښانه کوي، داسې ښکاري چې هغه یو ګل یا بل ستوری غوړوي؛ کله چې هغه خپل څراغ مړ کړي، داسې ښکاري چې هغه بل ګل یا ستوری ویده کړي، دا خورا په زړه پورې کار دی. کوچنی شهزاده په ډېر ادب سره مخ په وړاندې لاړ او وې ویل: سلام، ولې دې خپل څراغ مړ کړ؟ سړي وویل: دا یو حکم دی. کوچني شهزاده وویل: څه حکم دی؟ سړي وویل: دا حکم دی چې لاړ شه او خپل څراغ مړ کړه. کوچني شهزاده وویل: زه و نه پوهېدم. سړي وویل: پوهېدل نه پوهېدل نه غواړي، د امر دی او باید ترسره شي. پخوا دا کار خورا معقوله وه، خو اوس د سیارې د ګرځیدو سرعت ډېر شوی او زه یوازې یوه ثانیه وخت لرم چې هغه روښانه اومړ کړم. کوچني شهزاده وویل شاید زه فکر نه کوم چې دا سړی په بشپړ ډول مسخره وي، ځکه چې هغه په سمه توګه پوهېږي چې څه کوي، حتی که دا یو امر وي.
شپږمه سیاره د کوچني شهزاده شپږم منزل و. دا سیاره له ټولو سیارو څخه لس برابره لویه وه چې هغه لیدلي وو. په دې سیاره کې یو زوړ سړی و چې لوی او خورا ارزښتناکه کتابونه یې لیکل. دغه بوډا کوچني شهزاده ته وکتل او وې ویل: دلته یو څېړونکی راغلی، له کومه راغلی یې؟ کوچني شاهزاده پرته له دې چې د بوډا پوښتنې ته ځواب ووايي: دا لوی کتابونه د څه دي؟ دلته څه کوې؟ بوډا وويل: زه د جغرافیې څېړونکی یم.
کوچنی شهزاده ډېر خوشحاله شو چې په دې سفرونو کې له يوه پوه سړي سره مخ شو، دغه جغرافيه پوه ته يې وويل: ستا سياره ډېره ښکلې ده. ایا ستاسو سیارې کې سمندر شته؟ بوډا وویل: زه څه پوه شم چې سمندر شته که نه؟ کوچني شهزاده وویل: غره څنګه؟ زاړه سړي بیا وویل: نه پوهېږم. کوچنی شهزاده وویل: ښه، تا خو وویل چې جغرافيې څېړونکی یې نو ولې نه پوهېږې؟ بوډا وویل: دا سمه ده چې زه یو جغرافيه پوه یم، خو زه باید درته ووایم چې زه یوازې جغرافیه پوه یم، څېړونکی نه یم، د جغرافیې دنده دا نه ده چې له یوه ښاره بل ښار ته لاړ شم چې وپوهېږم سیاره کې غر او بحر شته که نه؟ د یوه جغرافيه پوه کار دا دی چې د څېړونکو مالومات خپل کتاب کې ولیکي. کوچني شهزاده وویل: ښه، اوس چې تاسو جغرافیه پوه یاست، کولای شئ ما ته ووایاست چې زه باید د نړۍ کوم ځای ته لاړ شم؟ بوډا وویل: که زما نظر غواړې نو ځمکې ته لاړ شه. دا سیاره خورا ښه شهرت لري او دا و چې کوچنی شهزاده له هغه ځایه لاړو.
وروستی سیاره ځمکه شوه چې کوچنی شهزاده ولاړو، ځمکه چې یوعادي ځای نه ده، یو سل او یوولس پاچاهان لري، اووه زره جغرافيه پوهان، نهه سوه زره سوداګر، اووه ميليونه می څښونکي، درې سوه يوولس ميليونه ځان خوښونکي لري؛ دا د باور وړ نه ده چې په دې محدوده او کوچنۍ سیاره کې شاوخوا دوه ملیارده وګړي یوځای ژوند کوي. د کوچني شهزاده له نظره ځمکه… ده.
د کوچني شهزاده د ناول د کرکټرونو څپړل:
د کوچني شهزاده کیسه د پام وړ کرکټرونه لري، چې هر یو یې د کیسې یوه برخه ګرځي. که څه هم د کوچني شهزاده ناول په مرکزي کرکټر ولاړ دی، خوموږ په زړورتیا سره ویلای شو چې د کیسې په بهیر کې ملاتړ کونکو کرکټرونو د دې ناول اصلي رول په روښانه کولو کې اړینه ونډه لوبولې، له همدې امله هر یو باید دلته وڅپړل شي. هغه څپړنې چې د کرکټرونو لپاره رامینځته شوي په بېلابېلو بڼو کېدای شي. تاسو کولای شئ رواني څپړنه ولرئ، ادبي څپړنه کولاى شئ، خو بايد ووايو چې د کرکټرونو د څپړلو تر ټولو ښه طريقه دا ده چې لومړى د ليکوال ذهني فضا ته سفر وکړئ او بيا یې راوړي کرکټرونه وڅپړئ. د دې کرکټرونو څپړلو لپاره ، موږ هڅه کړې چې د انټوان دوسنټ د ژوند کلونو ته د امکان او زمان تر حده لاړ شو او د هغه د دې لوړې کیسې (کوچنی شهزاده) څپړنه وکړو.
تاسو کولای شئ د مطالعې لپاره دوه لارې ولرئ. تر ټولو لومړی ل مطالعې څخه مخکې د کرکټرونو شننه ولولئ او ډاډ ترلاسه کړئ چې تاسو د ناول په اړه یو څه مالومات لرئ او ناول په تحلیلي بڼه ولولئ.
دویمه لاره هغه دا چې د کتاب له لوستلو او د ټولو کرکټرونو له کتنې وروسته بیا خپل نظر له هغه نظر سره پرتله کړئ چې په دې تحلیلي برخه کې مو تاسو ته وړاندې کړي او وګورئ، چې ستاسو نظر څومره د اکزوپري له نظر د کوچني شهزاده په لیکلو کې ورته وو.
د کرکټرونو څپړل تاسوته د کیسې د بېلابېلو برخو هر اړخیز تحلیل درکوي. او د بېلابېلو برخو څپړلو سره به ناول د تل لپاره ستاسو په یاد وي. نو د کرکټر د څپړلو برخه جدي ونیسئ. مګر لکه څنګه چې موږ وویل، د کوچني شهزاده د کیسې کرکټرونه د نورو کیسو په پرتله خورا ساده دي، په دې کیسې کې له کوچني شهزاده پرته زیاتره کسان په کیسه کې لږه ونډه لري، خو هغه ډیالوکونه چې دوی یې بیانوي خورا اغېزمن دي. نو موږ کولای شو له دې برخې یوه پایله وخلو، هغه دا چې: په کیسه کې د کرکټرونو وخت اړین نه دی بلکه دا اړینه ده چې څنګه په لږ وخت ښه درانه او په تول تللي ډیالوکونه په مناسبه فضا کې وکارول شي. داهغه لاره ده، چې که تاسو یې په کیسه لیکلو او حتی په ادبي کره کتنې کې ورته پاملرنه وکړئ نو ډېره به ګټه وره وي.
دلته به د کیسې کرکټرونه په تفصیل سره وڅپړو. په طبیعي توګه، لومړی کرکټر چې موږ به یې وڅپړو هغه به کوچنی شهزاده وي.
کوچنی شهزاده
د کوچني شهزاده د کیسې اصلي کرکټر دی چې په یوه کوچنۍ سیاره کې ژوند کوي، چېرې چې دهغه ټول ملکیت یوګلاب دی. هغه دا اړتیا احساس کړ چې نورو سیارو ته لاړشي او په اړه یې مالومات ترلاسه کړي. په حقیقت کې د کوچني شهزاده کرکټر د یو پلټونکي کرکټر دی چې د لویانو( انسانانو) له چلند سره ستونزې لري او په ټوله کیسه کې له دغو کړو سره خپل مخالفت څرګندوي.
بله پېښه چې په دې کیسه کې لویه ونډه لري، د کوچني شهزاده لخوا د ګلاب پرېښودل او خپل موخې ته چې د نورو سیارو په اړه پوهه اومالومات ترلاسه کول وو، تلل دی.
د کوچني شهزاده کرکټر خورا معصوم دی، د هغه په کرکټر کې خورا رښتینولي او څه سادګي لیدل کېږي؛ مګر په زړه پورې خبره دا ده چې د کوچني شهزاده کیسې په اوږدو کې هېڅکله خپل ګلاب نه هېروي، حتی کله چې هغه د ډېرو خلکو سره اشنا کېږي هم.
د کوچني شهزاده په سرلیک کې، تاسو یو ډېر ښکلی ادبي انځور ګورئ. په حقیقت کې انټوان دوسنټ اګزوپري د هغه کرکټر سمبول ښیي چې کوچني او بې ګناه اوسېدو سربېره، یو شهزاده په څېر دی، چې له ډېرو ناپوهیو او غفلتونو څخه پاک وي.
که تاسو د هغه د سفر محتوا نورو سیارو ته نظر وکړئ، تاسو به دوه ټکي تر لاسه کړئ: لومړی دا چې په هره سیاره کې داسې خلک وو چې کوچني شهزاده ته یې د ژوند په اړه درس ورکاوه او د هغه درس ماهیت دا وو چې کوچنی شهزاده به پوهېده چې په نړۍ کې ناپوهي څومره بده ده او دی له نورو سره څومره توپیر لري.
دویم درس کوچنی شهزاده ځمکې ته په سفرکې اخلي. دا د هغه ورک مفهوم درس وو چې هغه په خپل ټولو سفرونو کې ورپسې ګرځېده، دا ورک مفهوم چې ده په ژوندانه کې ترلاسه کړو مینه وه. دا ځمکه وه چې کوچني شهزاده ته یې د مینې درس ورکړ او د هغه مزاج یې په بشپړ ډول بدل کړ.
یو بل مفهوم چې په کوچني شهزاده کې خورا څرګند دی،هغه د پوښتنې کولو روحیه دی؛ دا هغه درس دی چې انټوان دوسنټ اکزوپري یې موږ ته د دې کرکټر په بڼه وړاندې کوي. په حقیقت کې انټوان دوسنټ د کوچني شهزاده په ناول کې موږ ته د دې یادونه کړې، چې پوښتنه کول دی چې خلک خپلو موخو ته رسوي او دا مهمه نه ده چې د انسان عمرڅومره ده یا څه شی لري؛ مهمه دا ده چې دوی تل د پوښتنې کولو روحیه ولري. که تاسو د کوچني شهزاده د سفر ټولو پړاونو ته وګورئ نو تاسو ته به څرګنده شي، چې کوچنی شهزاده هر سیارې ته په ننوتلو سره لومړۍ کلمه چې له خولې وباسي هغه د پوښتنې په بڼه وي. دا پوښتنې د دې لامل کېږي چې د کیسې هر کرکټر کیفیت اندازه ځان ته مالوم او نوي شیان زده کړي.
که ستاسو تګلاره دا ده چې د ناول لوستلو دمخه د کرکټرونو څپړنه ولولئ دې ټکي ته پام وکړئ، چې هره سیارې ته چې کوچنی شهزاده ځي او پوښتنې کوي د دغو پوښتنو ترمنځ ژورې اړیکې شته دي. که تاسو دا ناول لوستی وي نو د دې برخې تر پایه له موږ سره اوسئ، چې په تفسیر او تحلیل سره به د دې پوښتنو راز او اړیکې به په ګوته کړو.
وړاندې کوونکی( پيلوټ)
د کوچني شهزاده د ناول وړاندې کوونکی (پيلوټ) چې موږ یې په اړه خبرې کوو، پخپله انټوان دوسنټ اکزوپري دی. د دې ناول له لیکلو دمخه انټوان دوسنټ اکزوپري د دې کیسې په څېر یو هوایی پېښې سره مخ شوی و، اود دې لامل شو چې هغه دا ناول ولیکي. دا مفکوره او ناول د ډېرو کره کتونکو لخوا څپړل شوی چې موږ به یې هم یوڅه دلته وڅپړو.
د کیسې وړاندې کوونکی یا پیلوټ هغه سړی دی چې الوتکه یې د افریقا په دښته بېړنی ناسته کوي او دی هلته له یوه عجیب سړي سره مخ کېږي چې کوچنی شهزاده په نوم یې یادوي. ده او کوچني شهزاده اته ورځې یوځای ژوند وکړو او خبرې یې وکړې، بیا کوچنی شهزاده بېرته خپل کور یانې بلې سیارې ته لاړو.
د دې اته ورځو پېښې زموږ د کیسې عمومي جوړښت رامینځته کوي. د ناول دې کرکټر په اړه په زړه پورې خبره دا ده، چې هغه هم د کوچني شهزاده په څېر، هر څه څخه ډېر پوهاوی ته ارزښت ورکوي. که څه هم هغه پېښه کړې وي الوتکه یې ورانه شوې وي او له بلې خوا یې خوراک او اوبه مخ په خلاصېدو وي، خو بیا هم هغه له کوچني شهزاده سره بحث اوخبرې کوي. هغه د دې خبرو په ارزښت پوهېږي او کوچنی شهزاده د یوه پوه وګړي په توګه یادوي. له دې جملو د هغه له کرکټر څخه یو لوی درس زده کېدای شي، هغه دا چې هغه د کوچني شهزاده په څېر خپل ژوند په یوه ناڅرګنده سفر تېر کړی او دغه پېښه د دې لامل شو چې د مینې او ژوند له مفهوم سره اشنا شي. کوچني شهزاده سره په خبرو اترو کې، هغه په دې پوه شو چې مینه څه ده او ولې تر اوسه پورې په دې لوی مفهوم نه و پوه شوی.
دې کیسې څخه یو بل ارزښتناک ټکی هم په ګوته کېدای شي او هغه د مینې ژبه ده؛ هغه ژبه چې پیلوټ او کوچنی شهزاده سره یوځای کوي. شاید تاسو د دوی په خبرو کې د مینې ژورتیا ونه وینئ ځکه چې د دوی خبرې اترې د دوی د شخصیت په څېر ساده دي.
ګلاب:
ګلاب په ټوله کیسه کې د کوچني شهزاده پټه معشوقه او د هغه د مینې لامل دی. هغه خپل د سفر په اوږدو کې، چېرته چې ځي خپل ګلاب یادوي او په پټه له هغه سره مینه کوي. ګلاب هغه ګل دی چې کوچني شهزاده په خپلو لاسونو لوی کړی او پالنه یې کړې، خو کله چې ګلاب له غوټۍ غوړېږي نو ځان ډېرستايي اوځان خودنه کوي دا کار کوچنی شهزاده ډېر خپه کوي، حتی د سفر لامل یې کېږي. خو له سفرڅخه مخکې ګلاب کوچني شهزاده ته خپله مینه څرګندوي او دا د دې لامل کېږي چې کوچنی شهزاده مینې څخه ډک زړه البته له اندیښنې سر مل، سفر پیل کړي.
یادښت: ډېر کره کتونکو د ګلاب او کوچني شهزاده اړیکه د انټوان دو سنټ اکزوپري او د هغه د میرمنې ترمینځ اړیکې په توګه تشریح کړې ده.
په حقیقت کې د یو لیکوال لپاره طبیعي ده چې وغواړي خپل د ژوند یوه برخه په خپله لیکنه کې شامله کړي. په ادبیاتو کې دې کار ته حدیث نفس ویل کېږي. حدیث نفس هغه څه دی چې د لیکوال فکري پس منظر وي او لیکنې کې یې څرګندوي. ډېرو ارواپوهانو پر دې موضوع څېړنه کړې او په پای کې دې پايلې ته رسېدلي، چې ډېر هغه فکرونه چې خلکو د ذهن په کونجونو کې ځای پر ځای شوي وي او دا فکرونه د ليکلو پر مهال څرګندېږي. د دې لامل چې دا پټ فکرونه په لیکلو کې څرګندیږي دا دی چې لیکل د ذهن پټو پرتو او ژورو ته سفر دی او د ذهن له ژورو څخه کلمې په کاغذ لیکل کېږي. دا د لیکوالۍ هنر دی چې یو انسان د وجود ژور سفر ته رسوي. مګر د دې حقیقت سربیره چې ګلاب د اکزوپري د میرمنې سمبول کېدای شي، دا د نړۍ والې مینې سمبول هم کېدای شي. البته دا هم باید په ګوته کړو چې په ادبیاتو کې سمبولونه اړینه ونډه لوبوي او یوازې ګلاب په ټوله نړۍ کې د مینې سمبول ګڼل کېږي.
ګیدړ
کوچني شهزاده په ناول کې ګیدړ یو له اغېزمنو کرکټرونو څخه دی، چې په لومړي سر کې کوچني شهزاده د ګلاب او سیارې په پرېښودلو رټي؛ خو بیا وروسته هغه ته د ژوند درسونه ورکوي چې پر ژوند یې ډېره اغېز کوي؛ دا درسونه په بشپړه توګه د کوچني شهزاده ژوند بدلوي. ګیدړ کوچني شهزاده ته د ژوند لارښونه کوي. په حقیقت کې ګیدړ یو اړینې موضوع ته اشاره کوي؛ حقیقت دا دی چې هر څوک کولای شي په ژوند کې هغه څه ترلاسه کړي چې دوی یې غواړي خو دوی باید یوازې د مینې لاره خپله کړي، چې خپلو ټولو موخو ته ورسږي.
ګیدړ چې کوچني شهزاده ته درس ورکوي په هغې کې درې ټکي اړین دي. لومړی درس دا دی چې یوازې زړونه حق لیدلی شي، حق او باطل سره توپیرولای شي.
دویم درس له محبوب څخه لېرې کېدل، انسان ته خپل د شته شیانو قدرزیاتوي.
درېیم درس دا دی چې مینه مسؤلیت دی او مینه مسؤلیت سره ژوند کولو مانا لري.
دا درې درسونه د کوچني شهزاده لپاره او د دې کیسې په څپړلو کې خورا اړینه ونډه لوبوی.
مار
لومړنی کرکټر چې کوچنی شهزاده یې د ځمکې په سیاره کې ګوري مار دی. دا کرکټر د آدم او حوا د کیسې سمبول دی، چې جنت څخه د دوی دشړلو لامل شو.
شاه
شاه د کوچني شهزاده په څېړنیزو سفرونو کې لومړنی کوربه دی. کله چې کوچنی شهزاده د سفر کولو پلان لري، نو لومړی منزل چې هغه غوره کوي او ځي د پاچا سیاره ده. پاچا هغه څوک دی چې په ټوله ځمکه او اسمان باندې د واکمنۍ ادعا کوي، مګر هېڅوک د هغه په سیاره کې ژوند نه کوي او د تابعیت کرښه نه لري.
ځان خوښی (مغروره) سړی
ځان خوښی سړی د کوچني شهزاده دویم کوربه دی، هغه سړی چې عجیبه خولۍ اغوندي او غواړي چې خلک هغه څه لپاره چې دی یې نه لري، یانې د هغه ښکلا ستاینه وکړي، چې بیا دی له هغه خولۍ سره د هغه سلام او درناوی ځواب وړکړي.
شرابي
شرابی سړی د کوچني شهزاده د سفر درېیم کوربه دی. هغه څوک دی چې تل شراب څښي ترڅو خپل پخواني شراب څښل او عادتونه هېر کړي.
سوداګر
سوداګر د کوچني شهزاده د سفرونو څلورم منزل جوړوي. سوداګر تل محاسبه کوي او فکر کوي چې ټول ستوري او سیارې د هغه دي، ځان د کائناتو مالک ګڼي؛ ځکه چې هغه لومړنی کس دی چې دوی یې موندلي.
څراغ روښانه کوونکی
د کوچني شهزاده پینځم منزل د څراغ روښانه کوونکي کوچنۍ سیاره ده، چیرې چې یوازې یوڅراغ اوڅراغ روښانه کوونکی ژوند کوي. دا څراغ، څراغ روښانه کوونکی له یو حکم سره سم روښانه او مړه کوي. چې دقیقا مالوم نه دی له کوم ځایه حکم اخلي.
جغرافیه پوه
هغه څوک دی چې د جغرافیې په اړه ستر ستر کتابونه لیکلي مګر د خپل سیارې په اړه هېڅ نه پوهېږي. هغه باور درلود چې جغرافیه پوه باید پلټنه ونه کړي، هغه باید یوازې لیکل وکړي. هغه د خیالي او مغرور خلکو سمبول دی.
کوچني شهزاده د ناول کره کتنه
د کوچني شهزاده ناول لنډ خو خورا له محتوياتو ډک ناول دی. کوچنی شهزاده ډېر عناصر لري چې هر یو یې یوازې یو مضمون کېدای شي. په حقیقت کې د دې ناول ادبي کره کتنې سربېره، زموږ موخه دا ده چې دا ناول د نړۍ د نورو هېوادونو په ادبیاتو کې له نورو مفاهیمو سره پرتله کړو اوترمنځ یې ګډ توکي په ګوته کړو. دا ډېره مهمه ده چې وپوهېږو چې یو لیکوال تر کومه کچه نړیوال لیکنه کولای شي او تر کومه کچه د نړۍ د دوو برخو د دوو لیکوالو ذهنونه یو له بل سره موافق او په ډېرو ورته مسایلو له بېلابېلو زاویو بحث کولای شي.
لومړی غواړو ځینو ادبي کټګوریو ته لنډه کتنه وکړو او بیا کوچني شهزاده ناول وڅپړو. هیله ده چې قلم یاري وکړي او خپلې موخې ته ورسېږو.
لومړی مفهوم چې موږ یې راوړو تطبیقي یا نړیوال ادب دی. که وغواړو د تطبیقي ادب تعریفونه په دقیقه توګه وڅېړو او په یو یا دوو جملو کې یې لنډیز راوړو، نو دا په ګوته کولای شو چې په هر هېواد کې هر ادب یو لوړ او ارزښتناک مقام لري او له بلې خوا ادبیات تر پولو پورې محدوده نه ده، او دا د ادبیاتو کمال دی، چې د ټول پراخوالي سره د یو بیرغ لاندې پېژندل او وړاندې کېږي. نو ويلای شو چې د دوو هېوادونو يا څو فرهنګونو د ادبياتو همغږي او په بېلابېلو ډولونو يې پرتله کول تطبیقي ادبيات بلل کېږي. خو دلته پوښتنه دا ده چې د دوو هېوادونو يا فرهنګونو د ادبياتو دغه همغږي څه ته وايي؟ او څه شی د دې لامل کېږي چې ادب یو واحد مفهوم وګڼو او له ټولو هېوادونو، پولو او کلتورونو څخه جلا کړو او په ادب کې یو واحد مفهوم پلي کړو؟ دا یوه ډیره حساسه او له ننګونو ډکه پوښتنه ده او کېدای شي چې د ادبیاتو په نړۍ کې دا یوازینۍ پوښتنه وي چې په ځواب ویلو سره یې کولای شو هغه ټولې پردې لرې کړو چې د ادبیاتو په اړه زموږ د غفلت لامل شوي دي او ادبیاتو په اړه به مو نظر بدل کړي. که غواړو چې د دې همفږۍ او ادغام لامل ووایو، نو غوره دا ده چې د ادبیاتو یو رښتینی تعریف ولرو، په حقیقت کې ادبیات د انسانانو د ګډو احساساتو اظهار دی چې په بېلابېلوادبي بڼو لکه ناول، شعر، افسانه، لیک لیکل، او داسې نور کې
څرګندېږي.
احساسات چې د انسانانو په روح کې ریښې لري، جغرافیه او وخت یوازیني عوامل دي چې دا احساسات رامینځته کوي. اجازه راکړئ تاسو ته یوه بېالګه درکړم. جګړه فرض کړئ. جګړه په ټوله نړۍ کې یو شان بڼه نه لري. کله کله جګړه زرګونه خلک وژني او کله کله جګړه یوازې د دوو ملیتونو، دوو ملتونو او دوو کلتورونو ترمنځ د اړیکو مخه نیسي. په هر حالت کې، جګړه یو جلا او غمجن لامل دی. نو که موږ په جګړه ځپلو هېوادونو کې د جګړې اړوند ادبياتو ته کتنه وکړو، نو وبه ګورو چې ټولو جګړو ته په بېلابېلو ډولونو کتلي دي او د بېلابېلو هېوادونو د جګړې اړوند ادبياتو کې د تکرار انځور نه ليدل کېږي. ځکه چې په هره جګړه کې د جنګ ځپلو خلکو احساسات د جګړې د ډولونو له مخې جوړ شوي او د ادبي اثارو په بڼه څرګند شوئ دي. مګر د دې احساس ریښه څنګه؟ ايا غم، د خپلوانو له لاسه ورکول، بې وزلي او نور مسايل چې په جګړه کې پېښېږي هم بدلېږي او شکل اخلي؟ نه يقينا چې نه. ځکه چې په هر حالت کې، دا انسان دی چې د دې احساساتو سره مخ کېږي او انساني احساسات یوازې د وړاندې کولو په بڼه کې بدلون کوي خو ورته او یو شان بنسټیز جوړښت او ریښه لري. که تاسو دوه جنګ ځپلي کسان په ټلویزیون کې مرکې ته راوبولئ او بیا له هغوی څخه وغواړئ چې له تاسو سره د جګړې په اړه خبرې وکړي، نو د مرکې په پای کې به د دغو دوو کسانو تر منځ یو ګډ دریځ ته ورسېږي، ځکه چې دواړه جنګ ځپلي دي او دوی دواړه د یو روح له دننه څخه یو شان ماتم بیانوي؛ مګر دا د دوی ژبه ده چې د دوی لپاره د خبرو بڼه ټاکلې ده، که موږ د دوی زړونو ته وګورو نو درک به کړو چې د دوی روحونه یو ګډ مفهوم بیانوي او دوی له یو ګډ احساس او درد څخه رنځېږي.
اوس غواړو چې دا قضیه ادبیاتو کې پلي کړو. په ادبیاتو کې د ټولې نړۍ احساسات یو شان دي، د نړۍ په هر ګوټ کې غم غم دی، خو د ادب په نړۍ کې یو قلم اوښکې او بل قلم غربت انځوروي. یو قلم په پوځي برید کې د یوه ماشوم اوښکې انځوروي او بل قلم د یوه بوډا اوښکې انځوروي چې ځوان زوی یې مړ شوی وي. اوښکې اوښکې دي. غم غم دی او د دواړو تر منځ هېڅ توپیر نشته، پرته له دې چې د ژبې بڼه راشي او احساساتو ته لاس واچوي، بیا موږ د هر قلم او هرې ژبې له مخې د غم د بیان مختلف ډولونه وینو، خو په ټوله کې غم غم دی او هېڅ پوله نه پېژني. نړۍ ټولو خلکو غم ځپلي او پوهېږي چې غم څه شی دی، اوس غم د هر انسان لپاره جلا بڼه لري، نو موږ دې پایلې ته رسېږو چې احساسات په نړۍ کې عام دي او له دې مخکې مو دې ته اشاره کړې وه چې ادبیات د انساني احساساتو بیان په ادبي بڼو کې دی. نو موږ دې پایلې ته رسېږو چې د ادبیاتو ریښه هماغه د احساساتو ریښه ده، په ټوله نړۍ کې یو شان دی او دا ساده او سل په سلو کې فلسفي دلیل موږ ته بسنه کوي چې دا په ګوته کړو ادب یو واحد مفهوم دی اود جلا کولو لپاره یې هېڅ لاره نشته. نو اوس د دې پېژندلو سره موږ کولای شو چې یو پراخ مفهوم ته ورسېږو هغه دا چې تطبیقي ادبیات په نړۍ کې د شته ادبي بڼو په قالب کې د انسانانو د ګډو احساساتو مجموعه ده.
نو موږ کولای شو چې د ادبیاتو او انساني احساساتو د یو ګډ ټکي په مرسته یو پل جوړ کړو او د هغه په مرسته د یو لیکوال روح ته دننه شو او هغه د یو نړیوال انسان په توګه د نورو انسانانو سره ونښلو چې دا ګډ ټکي ځان کې لري او سره یې وڅېړو.
دویمه مقوله چې موږ یې په اړه خبرې کوو هغه د نظرونو پولې دي. کېدای شي تاسو سره داسې پېښ شوي وي چې د سوداګرۍ په بهیر کې یا په ژوند کې د یوې ساده یا پیچلې ستونزې د حلولو لپاره، په یوه ډله کې اوسئ او دا ډله خپل حل لارې وړاندې کړي. دا نا معموله او له انتظاره لرې خبره نه ده چې یو یا دوه نور همکاران یا ستاسو د کورنۍ یو یا دوه غړي ستاسو په څېر ورته حل لارې وړاندې کړي. داسې ډېر پېښېږي، خو د ادب په نړۍ کې هم ډېر پېښېږي، خو داسې ځای کې پېښ شوي، چې هلته د ادب د تاريخ پولې بدلې شوې دي.
داسې لیکوالان هم شته، چې شعرونه، کیسې او افسانې یې په بېلابېلو بڼو لیکلي او کله چې خپرې شوي، له پېړیو وروسته هم د دوی د کار او د بل لیکوال د نړۍوالو اثارو تر منځ بې ساري ورته والی موندل شوي چې ده هغه کتابونه هېڅ لوستي نه دي، خو په ناپوهۍ سره، د دوی فکرونه سره ورته دي، چې پریو موضوع یې لیکنې کړي دي؛ دې ته د فکر حدود ویل کېږي. دا په دې مانا ده چې د لیکوال په توګه ستاسو افکار د یوبل لیکوال له افکارو سره په ورته پوله کې دي، حتی که تاسو هېڅکله یو له بل سره اړیکه نه درلوده. تاسو ته ښايي دا پوښتنه پیدا شي چې که ادب بې پولې نه و، نو د فکر د پولې کلمه مو ولې وکاروله؟ پام کوئ، موږ وایو چې ادب پولې نه لري. ادب د احساساتو پایله ده او تاسو باید پوه شئ چې فکر پولې لري، هغه پوله چې نه ختمېدونکی دی. که وغواړو د دې مسالې په اړه بېلګه راوړو نو باید ووایو چې که د دوو سترو تمدنونو، یونان او دري ادبیات مطالعه کړئ، وبه ګورئ چې دوو سترو اثارو، شاهنامې، الیاد او اوډیسې دواړه کې ګډ ټکي د تاریخ او احساسات شامل دي. ښايي موږ د دې مقالې د لیکلو پر مهال د دغو دوو ټولګو د خپرېدو دقیقه نېټه په پام کې نه لرو، خو د دوی تر منځ خامخا واټن موجود وو. مګر که تاسو وګورئ، تاسو به وګورئ چې په دې دوو کتابونو کې لیکل شوي ډیرې مفکورې په بشپړه توګه یو شان دي. د سیاوش له اور څخه تېرېدو مفهوم په الیاد او اوډیسې کې هم موندل کېږي. د افراسیاب د پیاوړي بدن مفهوم د اشیل په کیسې کې پورت دی چې یوازې کوچني توپیرونه لرلای شي. نو ويلی شو چې د فکر پوله هغه موضوع ده چې د ادبي کره کتنې په ډګر کې بايد پرې پوه شو. موږ دا ټول ځکه وویل چې یوې بلې مقولې ته ورسېږو چې د کوچني شهزاده په اړه یې وایو.
زموږ له نظره کوچنی شهزاده یو ناول نه بلکه یو فکری مکتب دی.
که موږ وغواړو یو نوی سرلیک دې کتاب ته وټاکو، د اکزوپري روایت له مخې د مینې اووه ښارونه غوره سرلیک کېدای شي. اکزوپري په دې کتاب کې، موږ ته انسان دننه بنسټیز بدلونونو کیسه راښيي چې د مینې لامل کېږي او دا هغه څه دي چې عطار ورته اشاره کوي. موږ دا ناول له همدې نظره څېړو. موږ نه غواړو خپل ټولې خبرې دعطار او اکزوپري ترمنځ پرتله کړو، خو موږ له دغه ماخذه کار اخلو او تاسو ته هغه اووه پړاوونه په ګوته کوو چې اکزوپري د کوچني شهزاده په ناول کې یاد کړي. نو راځئ چې ژر تر ژره دې اووه پړاوونو او دې اووه سیارو ته لاړ شو او د دوی په اړه تاسو ته ووایو. خو نه پوهېږم چې ولې کله چې وغواړم اصلي ټکي ته ورسېږو نو یوه بله خبره مو ذهن ته راځي چې باید پرې بحث وکړو. باور وکړئ هر هغه ټکي چې موږ تاسو ته یو په بل پسې بیانوو، ټول د دې لویې کیسې په زړه کې پټ دي او موږ یې اړین ګڼو چې تاسو هم پرې پوه شئ.
مخکې له دې چې لومړی پړاو پیل کړو، باید ووایو چې کوچنی شهزاده خپله سیاره پرېږدي او د ژوند یو نامعلوم مفهوم پسې نورو سیارونو ته ځي. لومړی مقوله چې موږ یې په مفهوم پوهېدل غواړو، هغه دا ده چې ولې کوچنی شهزاده سفر کوي؟
کوچنی شهزاده د یو سالک په څېر دی، لکه څنګه چې موږ یې په خپل ادبیاتو کې لرو. هغه څوک چې حق او پوهې ته د رسېدو لپاره خپل وطن پرېږدي؛ هغه څه ته د رسېدو لپاره چې دی یې غواړي او موږ په کوچني شهزاده کې هم داسې یو څه ګورو.
موږ له یو داسې کرکټر سره مخ یو چې چمتو دی هر هغه څه پرېږدي چې د ده خوښېږي ترڅو هغه څه ته ورسېږي چې دی یې احساسوي او خپل ژوند کې غواړي تر لاسه کړي.
په حقیقت کې موږ هم په خپلو ټولو ادبي متنونو کې داسې یو څه لرو او د نړۍ په نورو ډېرو ادبي متنونو کې هم له دې مسالې سره مخ یوو او حتی د عیسویانو په کتابونو کې هم د حضرت عیسی علیه السلام د هجرت مسله ذکر شوې ده. دا هم ویل شوي چې مسیح باید دې لومړي حقیقت ته د رسېدو لپاره هرڅه پرېږدي.
نوموږ کولای شو د دې ډول فکر ریښه په مذهبي عقیدو کې ومومو یا شاید په سمه توګه د انټوان دوست اکزوپري په دې اثر کې وګورو.
د ادبیاتو په نړۍ کې یوه لویه هیله شته او په یقیني توګه کره کتونکي یې تر ټولو لوی هیله مندان دي چې پوه شي لیکوال د کتاب لیکلو او یوې موضوع لیکلو په وخت څه به ذهن کې لري. د بېلګې په توګه، د سفر مقوله یو له هغه ټکو څخه دی، چې موږ غواړو پوه شو ولې انټوان دوسنټ په خپله کیسه کې سفر او له ګلاب څخه د بېلتون موضوع راوړې او هغه د څه په اړه فکر کاوه؟ دا هغه څه دي چې موږ یې د څېړونکي په توګه وڅېړو. موږ له یو داسې مسافر سره مخ یو چې لکه یو سالک یې خپل ټول توکي راټول کړي او په داسې سفر روان دی چې له پیل څخه د بېلتون درد او ګلاب د جلا کېدو سره پیلېږي.
مګر اوس د دې وخت دی چې د اووه پړاوونو څېړنې ته ورشو ترڅو وپوهېږو د انټوان دوسنټ اکزوپري له نظره د کوچني شهزاده د سفرونو لاسته راوړنه څه ده.
لومړی پړاو
لومړی پړاو له پاچا سره د کوچني شهزاده لیدنه ده چې کوچني شهزاده ته پوهې ته د رسېدو لومړني لارې پرانیزي. که تاسو د کیسې په لړ کې د دې دواړو لیدنې ته پام کړی وي، تاسو ته به یاد وي چې کوچنی شهزاده له یو پاچا سره مخ کېږي چې پرهېڅ حکومت کوي، او لومړی پوښتنه چې کوچنی شهزاده یې ترې کوي دا دی چې تاسو پر څه باندې پاچاهي کوئ؟
دا پوښتنه یوه له هغه پوښتنو څخه ده چې موږ تاسو ته مخکې وویل، هغه پوښتنه چې کولای شي د کیسې برخلیک وټاکي او ستاسو ذهن د لوستونکي په توګه وننګوي. د دې موضوع په اړه د انټوان دوسنټ اکزوپري نظر دا دی چې د ځمکې د سیارې خلک تل د ځواک په لټه کې دي؛ د هغه ځواک په لټه کې چې په عملي توګه پر هېڅو ولاړ دی.
که پام وکړئ، کوچنی شهزاده په دې پوښتنې کې دوو بنسټیزو ټکو ته نغوته کوي، لومړی دا چې هغه د څه په اړه پوښتنه کوي او رښتیا هم همدا دی چې په حقیقت کې خلک په دې نړۍ کې پر څه حکومت کوي چې د دوی لپاره هېڅ نه لري. دویم د حکومت کولو معقوله ده، هغه حکومت چې پایښت نه لري، هغه حکومت چې د انسان له منځه تلو سره له منځه ځي.
نو لومړی درس چې کوچنی شهزاده له پاچا څخه زده کوي هغه دا دی چې انسان په هېڅ شي حاکم نه دی او د انسان په واک کې هېڅ شی نشته چې پر هغه واکمني وکړي.
خو بیا د دغو دواړو په خبرو کې یوه بله موضوع هم یادېږي او هغه د عدلیې وزیر دی. پاچا له کوچني شهزاده څخه غوښتنه وکړه چې د عدلیې وزیر شي، کوچنی شهزاده وايي چې دلته څوک نشته چې هغه محکمه کړم، نو زه ولې د عدلیې وزیر شم، پاچا ورته وویل چې ځان محکمه کړه، کوچنی شهزاده همداسې ترې لاړو.
دلته هم دوو ټکو ته نغوته شوې ده، د عدلیې وزیر کېدو مانا دا ده چې یو کس د قضاوت کولو توان ولري او کوچنی شهزاده پر دې په سمه توګه پوهېږي چې کله یو څوک پر یو څه حاکم نه وي او د واک د غوښتلو لپاره هېڅ شی نه وي، په طبیعي توګه د قضاوت کولو واک هم نه وي.
نو دلته هغه درس چې کوچنی شهزاده یې زده کوي هغه دا دی چې دې نړۍ کې په هېڅ ډول د قضاوت کولو اجازه نه لري، او دا پخپله کوچنی شهزاده له یو بند څخه خلاصوي چې هغه د قضاوت کول بند دی. هغه کار چې ده له خپل ګل سره وکړل او د دوی د بېلتون لامل شو. مګر دویم ټکی یو څه پیچلی دی، خو موږ به هڅه وکړو چې تاسو ته یې په ساده ژبه تشریح کړو. په دویم ټکي کې دا موضوع شامله ده، چې د اکزوپري د کیسې لیکلو مهارت هغه
ځای ته رسېږي چې د کیسې له منفي او فرعي کرکټر څخه یو درس ورکوي.
پاچا شهزاده ته وايي: ښه اوس چې په دې ځمکه کې داسې څوک نشته چې ته یې محکمه کړې، نو خپل ځان محکمه کړه او کوچني شهزاده ته ووايي چې په نړۍ کې له دې پرته بل داسې څه ستونزمن کار نشته چې څوک خپل ځان محکمه کړي.
راتلونکی درس چې کوچنی شهزاده یې زده کوي هغه دا دی، څومره چې د خپل ځان محکمه کول او قضاوت کول ګران او سخته کار دی، همداسې د نورو وګړو محکمه کول هم دردناک دی.
زموږ له نظره د اکزوپري پيغام دا دی، هرکله چې تاسو خپل ځان محکمه کولای وشو نو تاسو به د محکمې او قضاوت کولو په بې ارزښتۍ او د دې کار د غندلو احساس وکړئ.
دویم پړاو
دویم پړاو له مغروره سړي سره لیدنه ده. په پیل کې مناسبه ده چې د دې خودغرضه انسان ځانګړتیاوو ته اشاره وکړو او بیا د کوچني شهزاده پوښتنې او هغه درسونه ووایو چې کوچني شهزاده له دې پړاو څخه زده کړي. متکبر سړی په یوه واحد او یوازینۍ سیاره کې د هغه عجیب خولۍ سره ژوند کوي اوتل د یو چا په لټه کې وي چې د هغه ستاینه وکړي. د مغروره سړي له نظر ستاینه دا ده چې هغه په ټولو سیارو کې تر ټولو ښکلی، غوره او تر ټولو سرمایه دار سړی وګڼل شي، او هغه وهڅوي او تشويق کړل شي. متکبره سړي به له دې تشويق وروسته خپله خولۍ له سر راکوزه کړه او ستایونکي ته به یې ښه راغلاست ويل.
کوچنی شهزاده کله چې دې سیارې ته ننوځي، لومړۍ پوښتنه چې کوي هغه دا ده چې دا عجیبه خولۍ دې د څه لپاره پر سر کړې؟ او متکبره سړی بیا وايي چې دا خولۍ مې دې لپاره پر سر کړې چې کله څوک زما ستاینه کوي نو له سره یې لرې کړم، راکوز شم او هغوی ته ښه راغلاست او سلام وکړم.
خولۍ د ځان د مینې سمبول دی. په دې نړۍ کې چې انسانان ژوند کوي، د خلکو د لیدل کېدو په لټه کې دي. مګر د ځینو خلکو لپاره، لیدل کېدل د روږدي کېدو تر حده رسېدلی، او دا روږدي کېدل دوی یې د اړتیا تر حده رسولي.
په حقیقت کې هغه خلک چې د غرور په درد اخته وي تل د لیدل کېدو او ستاینې په لټه کې وي. ویلی شو چې متکبر خلک د خپل غرور له امله خپل ژوند بایلي. که موږ دې پړاوو ته ژور نظر وکړو، موږ کولای شو له دې پړاو څخه دوه بنسټيز درسونه زده کړو. لومړی، غرور انسان منزوي کوي او له ارزښت څخه یې کموي. کله چې کوچنی شهزاده د مغرور سړي له خبرو سره مخ شي، نو فکر کوي چې څه اړتیا ده چې ټوله نړۍ او هرڅه چې په نړۍ کې شته انسان ته د تمې له حده لوړ درناوی وکړي.
موږ ټول انسانان د لیدل کېدو او درناوی یو حد ته اړتیا لرو، چې د خپل ټاکونو پر بنسټ دې موخو ته رسېږو. مګر کله چې موږ له حده ډېر لیدل کېدو او درناوي غوښتنه کوو، غیر معقول تمې کوو، نو موږ خپل ټول څه له لاسه ورکوو چې دغې موخې ته ورسېږو.
هغه ټکی چې کوچني شهزاده درک کړ هغه دا و چې غرور کولای شي انسان د خود غرضۍ په څاه کې واچوي او د ژوند له لارې یې وباسي.
خو بله مقوله چې باید په دې برخې کې ياده شي، هغه ټکي ته اشاره کول دی چې کله کوچني شهزاده وليدل چې متکبره سړي د غرور له امله ستاينې ته اړتيا پیدا کړې، پرته له دې چې وستایي یا تشويق يې کړي، هغه پریږدي او ځي.
کوچنی شهزاده دا درس اخلي چې ځيني خلک باید یوازې د هغوی د خپلو ذهني مصروفیتونو سره تغذیه شي ترڅو دوی ستاسو له ژوند او فکرونو سره اشنا نشي. کوچنی شهزاده هم له مغروره سړي سره همداسې کوي، یوازې یې پرېږدي او ترې ځي.
درېیم پړاو
شرابی سړي سره لیدنه ده، ډېر خلک په خپل ماضي کې ښکیل دي. دوی دا ځواک نه لري چې شېبې خوشحاله تېر کړي او خپل د ژوند هره شېبه په خوښۍ تېر کړي؛ نورو سیارو ته د کوچني شهزاده د سفر په لړ کې موږ همدا ټکی ترلاسه کوو چې یوشرابي سړی دې لپاره شراب څښي چې خپل تېر وخت هېر کړي او خپل اوسمهال خرابوي او شراب څښي ترڅو د بیا خوړلو شرم هېر کړي. دا شېبې د هغه په ژوند کې د زنځیرونو د لړۍ په بڼه تکرار کیږي.
د شېبو دا لړۍ د کوچني شهزاده د کیسې د څپړنې لپاره ښه بڼه کېدای شي. مخکې له دې چې دا بڼه وڅپړو، اجازه راکړئ تاسو ته یو ټکی ووایم چې ممکن ډېرو خلکو په غلطه توګه تفسیر کړی وي. موږ ټول اوس وخت دا جمله ډېره اورو چې وايي: “په شیبه کې ژوند وکړئ.
خو ځيني وخت دا جمله په داسې غلطه بڼه تعبیرشوې چې موږ د جملې له اصلي مفهومه لرې کوي په حقیقت کې، هغه څه چې باید د دې موضوع او جملې په اړه وویل شي هغه دا چې دا جمله په دې مانا نه ده چې تاسو هر څه لرئ او هر څه تر سره کوئ پرته له دې چې راتلونکي ته یې فکر وکړئ او دې ته فکر وکړئ چې څه پایله لري تر سره یې کړئ. ډېر خلک په دې باور دي “تاسو اوس وخت کې ژوند وکړئ، مهمه نه ده چې وروسته څه پېښېږي.” دا یو باور دی چې کولای شي تاسو ډېر شا ته یوسي.
ځکه که تاسو پام کړی وي نو ژوند د شېبو یوه لړۍ ده او تاسو باید د دې لړۍ هرې کړۍ او اړیکې لپاره جلا پلان ولرئ. که موږ اوس وخت کې د ژوند کولو په نوم یوه جمله لرو هغه په دې مانا ده چې تاسو باید پرته له دې چې د تېر وخت غم او خپګان ته پام وکړئ، ژوند وکړئ او خپل د ژوند هره شېبه د نورو مثبتو شېبو د لړۍ تړلو لپاره کړۍ کړئ. یانې هره شېبه چې تاسو یې په خپل ژوند کې لرئ باید د یو ډېر ښکلي او ژور حالت لپاره سریزه شي او دا به ستاسو په ټول ژوند کې د سوله ییز او ارامه ژوند لپاره ستاسو غوره ټاکنه وي.
په حقیقت کې، هغه درس چې شرابي سړی کوچنی شهزاده ته ورکوي هغه دا دی چې انسان هېڅکله د خپل تېر ژوند څخه ونه رنځېږي او د شرم سرچینه یې ونه ګڼي. نو هرکله چې یو انسان بدلون پیل کړي، بدلونونه هغه کې رامنځته کیږي او هغه کولای شي پاتې ژوند په خوښۍ او رضایت سره تېر کړي.
نو خپل ژوند له هرې شېیې څخه د بریاليتوب په لوري ګټه واخلئ، دا به تاسو سره مرسته وکړي چې شېبې سره کړۍ کړئ او په ارامه ژوند وکړئ.
څلورم پړاو:
له سوداګر سره لیدنه، سوداګری، اعداد او ارقام هغه څه دي چې ډېر ځله کوچنی شهزاده ورته نغوته کوي او وايي چې دا د لویانو اخلاق دی چې د شمېرو او ارقامو سره ډېره مینه لري، او دا د کوچني شهزاده لپاره خورا دردونکې ده. له سوداګر سره د کوچني شهزاده لیدنې هم د کوچني شهزاده لپاره درسونه لري چې هغه خپل موخې ته د رسیدو لپاره نږدې کوي او دا نږدېوالی هغه ته خپل ګل ډېر یادوي او د هغه مینه نوره هم ګل سره یې ډېرېږي.
سوداګر دکوچني شهزاده په کیسې کې دحریص سړي سمبول دی. هغه کس چې هرڅومره حساب کوي خو بیا هم هېڅ شی ته نه رسېږي هغه په دې باور دی چې که تاسو لومړی کوم ځای ته ورسېږئ یا یو څه ومومئ نو تاسو یې خاوند یاست.
خو کوچنی شهزاده په دې باور دی او وايي دا مهمه نه ده چې خلک څومره پیسې یا څومره ستوري په اسمان کې لري؛ مهمه دا ده چې دوی پوه شي چې څه لري او څنګه ورسره اړیکه ټينګه کړي.
د کوچني شهزاده له نظره، هماغه ګلاب کولای شي د هغه ټول ژوند جوړ کړي او حتی بل ګلاب ته اړتیا نشته.
دلته موږ د کوچني شهزاده له هغه درس سره مخ کېږو چې د انسان د ژوند شتمنۍ ارزښت په اعدادو او ارقامو کې نه بلکه مینې، محبت او رښتینوالي سره ارزښت ومومي.
پنيځم پړاو:
له څراغ روښانه کوونکي سره لیدنه، دې سیارې کې له څراغ روښانه کوونکي سره لیدنه کوچني شهزاده لپاره یو څه هیله من ښکاري، ځکه چې څراغ روښانه کوونکی یوه موخه لري او خپل کار د یو منظم محاسبې له مخې مخ ته وړي. که څه هم شونې ده چې پر څراغ بلوونکي نیوکه وکړي چې هغه په دې نه پوهېږي چې هغه ته د څراغونو د بلولو او بندولو حکم څوک ورکوي.
خو کوچني شهزاده په خپل ځانګړي هوښیارۍ سره دا ټکی ومومي، دا چې په هر حالت کې نظم کولای شي یو کس یوې ټاکلې موخې ته ورسوي او بریالی یې کړي.
شپږم پړاو:
له جغرافيه پوه سره لیدنه، جغرافيه پوه د يوه عجيبه وګړي نښه ده. هغه څوک چې ادعا کوي چې جغرافیه پوه دی، مګر هېڅکله یې د جغرافیې څیړنه نه ده کړې. دلته کوچنی شهزاده په دې پوهېږي چې که څه هم دی خپله جغرافیه پوه نه دی او یا یې هم کتاب نه دی لیکلی، خو سمندرونه یې لیدلي دي. غرونه يې ليدلي او له ګلانو سره يې خبرې کړي دي. دا راز د پوهې او باطني پوهاوي ځواک دی چې کوچنی شهزاده یې په لټه کې وو. کوچنی شهزاده په شپږم پړاو کې باطني علم ترلاسه کړ، هغه زده کړل چې څنګه خپل ټول داخلي غوښتنې کنټرول کړي او هېڅکله ځان په غرور، قضاوت، اعدادو او تر ټولو مهم، د تېرلپاره د راتلونکي له منځه وړلو کې ښکیل نه کړي.
هغه په شپږم پړاو کې، پر دې پوهېږي چې د علم د ترلاسه کولو لپاره څه اړین دي او خپل په ځان کې موندلي دي. هغه د ژوند ټول درسونه د اورېدو او لیکلو پر ځای تجربه کړي دي؛ دا هغه لوړ مفهوم ته د رسیدو لپاره یوه مهمه وسیله وه چې هغه د سفر پرمهال په لټه کې یې وو.
اووم پړاو:
په پای کې وروستی پړاو ځمکه ده. ځمکه هغه ځای دی چیرې چې د کوچني شهزاده ټول داخلي استعدادونه راڅرګندېږي او چیرې چې هغه د ژوند رېښتینی راز زده کوي.
په پیل کې تاسو ته باید ووایو چې په عملي توګه هېڅوک نشي کولای ځمکه یا اووم پړاو په بشپړه بڼه تشریح کړي، ځکه چې اووه ملیارده انسانان په کې ژوند کوي او هر څوک چې دا کیسه لولي هغه به په دې ټکي پوه شي چې د کوچني شهزاده په راتګ کې یو نوی راز پټ دی.
ځمکه د کوچني شهزاده لپاره نزول دی. لکه د آدم او حوا د قضیې په څېر، شاید دا په زړورتیا سره وویل شي چې د انسان په تاریخ کې د نزول ترټولو لویه میوه د مینې زیږون دی. که انسان په جنت کې پاتې وای او د خدای په جنت کې ژوند ته دوام ورکړای وای، نو یقینا به د مینې دې اوسني توضیحاتو سره بلد نه وای، ځکه چې یوازې مینه د انسان د عقل ریښې بدلولی شي، او دا یوازې په ځمکه کې ممکن دي. چیرې چې انسان د ازلي او ابدي مینې مفهوم ترلاسه کولو لپاره مجازی هنداره کاروي ترڅو هغه څه ترلاسه کړي چې هغه یې غواړي. د کوچني شهزاده لپاره د ځمکې ترټولو لویه میوه د پورته لوړ مفهوم زده کړه ده چې هغه د خپل سفر په اوږدو کې لټوي، او هغه مفهوم مینه ده. که تاسو پام وکړئ، انټوان دوسنټ اګزوپري په ادبیاتو کې د یوې پروسې څخه تېرېږي چې شاید یو څه غیر معمولي مګر خورا د پوهېدو وړ او فکر کولو وړ دی.
که مو پام کړی وي، د نړۍ په ډېرو ادبي متنونو کې انسان لومړی په مینه کې راګیرېږي او بیا د نړۍ له زنځیرونو څخه شعور او آزادۍ ته رسېږي. مګر په کوچني شهزاده کې، تاسو ګورئ چې لومړی هغه خپل پښې له بندونو خلاصوي، پوهاوي ته رسېږي او بیا مینه مومي.
دغه توپیر نورې ډېرې ریښې به هم ولري خو دا بسنه کوي چې د دوسنت اکزوپري نظر یو نوی نظر دی، هغه دا چې دی وايي انسانان تر هغه وخته مینه نه شي تجربه کولای تر څو چې دوی خپل ځان پوه نه کړي. د انتوان دو سنت اکزوپري له نظره، یو سړی کولای شي خپل ځان وپېژني او ځان ومومي که چېرې هغه لومړی پوهاوی ته ورسېږي، او دا پوهاوی بیا هغه د ځان پوهې، مینې او د تخلیق نورو لوړو مفاهیمو ته رسوي.
بل هغه څه چې د کوچني شهزاده د سفرد وروستي پړاو په اړه ویل کیدای شي هغه د مینې زده کړه ده. ښايي په ډېر ادبياتو کې دې باورونو ته اشاره شوې وي چې مينه نه شي زده کېدای، بايد ترلاسه شي او د انسان دننه کې پيدا کېږي. خو انتوان دوسنټ اکزوپري په واضح ډول وايي چې مینه یو داسې مفهوم دی چې انسان یې باید زده کړي، او پرته له دې چې مینه زده کړي، په هېڅ ډول د پوهېدو وړ نه ده، ځکه چې مینه هم یو علم او پوهه ده، مګر په معنوي بڼه.
د دې پړاو له مخې ویلی شو چې انسان یوازې مادي یا دنیوي پوهه نه بلکې معنوي پوهه هم باید وڅېړي، اړتیا ده چې باید زده او پلي کړي، یوې پایلې ته ځان ورسوي.
دا د دوسنت اکزوپري هنر دی چې مینې په اړه نوی نظر او لید لوری څرګندوي.
اخذلیکونه
۱ـ دوسنت اکزوپري، انتوان، شازده کوچولو. ترجمه محمد قاضی. انتشارات کتاب های شکوفه. تهران : چاپ یازدهم، ۱۳۶۴.
۲ـ دوسنت اکزوپري انتوان، شازده کوچولو. برګردان: رضا طاهری، نشرنخستین، ۱۳۹۳، تهران.
۳ـ انګلیسي ویکیپډیا:
Note that although Saint-Exupéry’s regular French publisher, Gallimard, lists Le Petit Prince as being published in 1946, that is apparently a legalistic interpretation possibly designed to allow for an extra year of the novella’s copyright protection period, and is based on Gallimard’s explanation that the book was only ‘sold’ starting in 1946. Other sources, such as LePetitPrince.com,[2] record the first Librairie Gallimard printing of 12,250 copies as occurring on 30 November 1945
۴ـ ««شازده کوچولو» روی صفحه تلویزیون». ۱۲ مهر ۱۳۸۹. دریافتشده در ۲۰۱۹-۰۵-۰۲.
۵ـ “‘The Little Prince’ becomes world’s most translated book, excluding religious works | Entertainment & Showbiz from CTV News” (به انگلیسی). April 7, 2017. Retrieved 2019-05-02.
۶ـ «یک “شازده کوچولو” که نه بزرگ میشود و نه پیر». ۲۰۱۸-۰۴-۰۶. دریافتشده در ۲۰۱۹-۰۵-۰۲.
۷ـ «شازده کوچولو ۷۰ ساله شد». ۱۹ فروردین ۱۳۹۲. دریافتشده در ۲۰۱۹-۰۵-۰۲.
۸ـ «بیان این همه مفهوم در «شازده کوچولو» معجزه است». ایسنا. ۱۷ مهر ۱۳۹۶. دریافتشده در ۲۰۱۹-۰۵-۰۲.
۹ـ «خلاصه کتاب شازده کوچولو و نتیجه گیری از پیام های آن برای زندگی». ایسنا. ۱۷ مهر ۱۳۹۶. دریافتشده در ۲۰۱۹-۰۵-۰۲.
۱۰ـ OpenLibrary.org. “A la recherche d’un ami | Open Library”. Open Library (به انگلیسی). Retrieved 2019-05-02.