یکشنبه, مې 26, 2024
Home+خوب/اجمل پسرلی

خوب/اجمل پسرلی

د بالکن د وره پله خلاصه شوه. کوټې ته د شمال له راننوتو سره پر تخت د غځیدلي سړي د ککرۍ سپین اوږده تار تار ویښته ببر شول. ده سترګې د وره خواته واړولې، دروازه ټکه ټکه له دیوال سره ولګیده. سړي د پښو د راغبرګیدو تکل وکړ.

خوله یې پرانیسته چې غږ کړي. بیرته یې شونډې سره ورغلې. تندی یې ګونځې شو لکه تیره اونۍ چې یې تشناب ته ضرورت و، لور یې نه وه. نن یې هم لور تللې ده، خو تیر ځل یې زړه دې ته په تنګ شوی و چې لور یې هیڅ نه و ورته ویلي او تللې وه، نن یې خبر کړی چې په سودا پسې ځي.

تیره اونۍ چې یې لور راغله دوا یې نه خوړه بیا لور پر تندي ښکل کړ چې دوا وخوري.

پر ککرۍ یې یخ باد ولګید، کړوپه خوله یې سره ولاړه خو د دروازې له ټک ټک سره یې بیرته خوله ورغونډه شوه.

بیا یې هڅه وکړه چې پښې راټولې کړې خو بړستن یې درنه حس کړه. دروازه شمال بې نظمه له  دیوال سره ووهله راووهله، ده سترګې پټې کړې، خوله یې  خلاصه پاتې شوه.

غږ شو:

دا دا د دوا وخت دی

سترګې یې رڼې کړې، لور یې سر ته له کاچوغې سره ولاړه وه، خوله یې پرانیسته هغې شربت په خوله کې وروڅڅول، د ده سر یې له بالښته راپورته کړ اوبه یې ورکړې. اوبه د ده په ستونې کې ونښتې نجلۍ بسم اله کړل.

ده د بالکون د وره خواته اشاره کوله، نجلۍ بسم اله بسم اله ویل…

سړي د بالکون خواته په سترګو اشاره وکړه، دروازه پورې وه:

-لکه خوب…

نجلۍ د ده شاته بالښت سم کړ:

-ښه خوب دې لید

بوډا د پاسته بالښت د پاسه سر وخوځاوه، بیا یې د بالکون خواته وکتل د سپینې کش شوې پردې شاته هوا داسې رڼه ښکاریده لکه د وریدلې واورې د ماښام.

پای

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب