د دروېش دراني د يوه مشهور غزل بيت دى:
په دې نور پسې سپېڅلو خلکو مه ځئ
يوځاى شوي دي، بلا او څراغونه
راځئ د دې بيت د پټو ماناوو د راسپړلو هڅه وکړو:
دا بيت د نور، سپېڅلو خلکو، بلا او څراغونو پر څلورو بنسټي مفاهيمو ولاړ دى، چې د بيت دا نور توکي په تېره فعلي غونډونه(مه ځئ او يوځاى شوي دي) د دوى ترمنځ اړيکه ښيي؛ خو د بيت محور او مرکز د “نور” مفهوم دى، چې شاعر پرې تمرکز کړى او د “بلا” د مفهوم په مټ يې لا جوت کړى؛ خو پيل به له فرعي مفاهيمو وکړو.
لومړى فرعي مفهوم “سپېڅلي خلک” دى. په عادي ژبه کې موږ د خلکو لپاره د سپېڅلي صفت نه کاروو، ځکه چې دا انحصاري صفت دى او تر ډېره د هغې پوړ يا شيانو لپاره کاريږي، چې مذهبي تقدس لري. د تقدس مفهوم مخاطب لمانځنې(احترام) ته وربولي او له هر ډول نيوکې پورته وي؛ خو د دروېش د پاسني بيت په جوړښت کې له نورو توکيو سره د دې مفهوم د اړيکې له مخې پوهېداى شو، چې يو نوى ضمني دلالت يې ورخپل کړى او هغه د سادتوب مفهوم دى. د سادتوب مفهوم د ناپوهۍ لږ غوندې منفي بار هم لري؛ خو د دروېش د بيت جوړښت مو يې منفي مانا ته نه پرېږدي. په اصل کې شاعر دا ويل غواړي، چې دا خلک له زړه پاک دي، په ظاهر تېروځي. شاعر د دوى د پاکۍ له تبارز سره سره د دوى ناپوهۍ ته هم تتې تتې اشارې کوي، چې ورته وايي، چې په دې نور پسې مه ځئ. ما ته بله کلمه نيول نه راکوي، چې د دروېش د شعر دغه پټ مفهوم پکې رابرسېره کړم، ځکه مې د “ناپوهۍ” کلمه ورته وکاروله. د خلکو په سپېڅلتيا کې پټ دغه سادتوب راته د ده يو بل شعر ښه راڅرګندولاى شي:
چا به هسې ويل يار لره دې بيايم
زه دروېش به په رښتيا پسې روان شوم
د لومړني شعر اساسي مفهوم “نور” دى. نور يوه سېمبوليکه نښه ده، چې په دې شعر کې له ځان پرته پر يوه بل څه دلالت کوي. دا بل څه د هر لوستونکي د نړۍ ليد له مخې جلا دي، ځکه چې د دې شعر جوړښت هر لوستونکي ته د بېلې مانا دا اخيستو خپلواکي ورکوي؛ خو هڅه به وکړو، چې که پخپله د شاعر مراد مانا نشو موندلاى، لږ تر لږه د خپلې موخنې مانا لپاره د شاعر له شخصيت د يوې وسيلې په توګه خو استفاده وکړو.
د نور مفهوم زموږ په ديني متونو کې مقدس مفهوم دى. په قرآن کريم کې راغلي: “الله نور السموات”؛ خو نور ماده ده او خداى ماده نه ده؛ نو ځينو عرفاني تفسيرونو دلته هم د نور مانا استعاري بللې. دا استعاري مانا د فرهنګ په لوى کوډ کې له لرغوني پېره راروانه ده او له همدې کوډه دروېش هم استفاده کړې. نور چې له لمره سرچينه اخلي، يو مثبت مفهوم دى. لمر چې انسان ته ګټه رسوي، مېوې پخوي، دى تودوي، طبيعت ورته روښانوي، له لرغوني پېره مقدس و. په اسورو بابل کې د خداى په توګه لمانځل کېده او لرغوني يونان کې د اپولو خداى دنده درولوده، چې هر سهار يې له ختيځه د لويديځ پر لور راکاږي. په دې ډول د نور مفهوم هم په يوه مثبت او مقدس مفهوم واوښت، چې په ديني او ادبي متونو کې بيا بيا ياد شو. د سپيين رنګ سپېڅلتيا هم د نور له مفهوم سره بې اړيکې نه ده. د دروېش په شعر کې د نور مفهوم د همدغو ديني او ادبي متونو پر بنسټ د پوهاوي وړ دى؛ خو شاعر ولې نور کارولى؟ ولې يې رڼا و لمر نه وايه؟ د دروېش د شاعرۍ روايت ( چې رڼا، لمر او څراغ) پکې ډېر کارېدلى) خو د نور کارونه نه توجيه کوي. دا نښې نښانې مو هغې پټې مانا ته رسوي، چې شاعر يې د پټولو هڅه کوي؛ خو لکه اورورکى چې په موټي کې ونيسې او رڼا يې د ګوتو له درزونو راوځي، پټه نه پاتېږي او هغه مانا دا ده، چې نور عربي او د مذهبي حوزې کلمه ده؛ نو پوښتنه دا راپيدا کېږي، چې شاعر ګنې مذهبي پوړ ته ګوته نه نيسي؟ دا يوه بله بهرنۍ توجيه هم لري او هغه د دې شعر مهال دى، چې د شوروي د ښکېلاک پر ضد په جهاد کې د افغانانو له سپېڅلو جذبو څرنګه او څومره سياسي استفاده وشوه.
دا به له مبالغې ډېره لرې خبره نه وي، چې د دروېش زياتره او ښه شاعري د افغانستان د څو لسيزو د ناورين په اړه ده او مستقيم نامستقيم يې دې ناورين ته اشاره کړې ده، بلکې د افغانستان ناورين يې په يوه موتيف بدل کړى او دا موتيف مو د پاسني شعر پټو ماناوو ته په رسېدو کې لاسنيوى کوي.
لکه پاس مو چې وويل، نور زموږ د ديني او شعري روايت پر بنسټ مثبت مفهوم دى؛ خو په دې شعر کې منفي شوى دى. په ټوله کې انسان دا وړتيا لري، چې مثبت مفاهيم منفي او منفي مثبت کړي؛ خو په شاعرۍ کې چې د غير عادي کولو موخه نغښتې وي، د تضاد پروسه بالعموم ډېره وي. په پاسني بيت کې د نور د مفهوم د منفي کولو لپاره د بلا له مفهوم نه استفاده شوې. د بلا پر مانا د پوهېدو لپاره هم بايد فرهنګ ته مراجعه وکړو. بلا زموږ په فرهنګ کې يو بد شکله خيالي څيز دى، چې انسان وېروي او زيان وررسوي. ښايي د بلا د تعريف لپاره به دا الفاظ بس وي؛ خو د بلا د مفهوم بوږن او د کرکې هغه حالت پکې احساس نه کړو، چې زموږ په فرهنګ او پاسني شعر کې راغلى. د بلا د مفهوم مرکزي ټکى آفت دى او دروېش چې کوم نور يادوي، هغه هم آفت دى، چې له څراغونو سره يوځاى شوى، بوږنوړې او تاريکه څېره يې مازې روښانه شوې؛ خو نوره همغه بلا ده. تر دې ځايه خو چې وينو، شاعر د خپل موخن نور په اړه د کرکجن احساس په لېږد کې بريالى ښکاري او دا خبره د “څراغ” په مفهوم کې هم وينو. څراغ زموږ په شعري روايت کې له پخوا د پوهې، خپلواکۍ، خوښۍ او نورو مثبتو مفاهيمو په مانا راروان دى. پخوانو که څراغ کاراوه، نو يو ډول عصريتوب ته يې اشاره کوله؛ خو اوس يې چې موږ کاروو، د نوستالژۍ احساس او د پخواني تياره اسطوري مهال ضمني ماناوې هم ورسره ملې شي.
بلا او څراغونه د اسطورو توکي دي او دې بيت ته يې هم اسطوري چاپېريال ورکړى، ځکه چې بوږن، تياره، د رڼا پړک، په تيارو کې توره په لاس روان خلک مو له واره ذهن ته راولي. اسطوري ځانګړنه يوازې په دې بيت کې نه، د دروېش په ډېرو شعرونو کې وينو. هغه که د غزل بيتونه دي او که د ناورين پسې ناورين غوندې منظومې کيسې؛ خو په دومره توپير چې پر ځينو د اسطورې سيورى ډېر او په ځينو لږ دى. اسطوره د دروېش د شاعرۍ يوه ځانګړنه ده.
له پاسني بيت نه د مانا په اخيستو کې راسره خپل نور معاصر ادبي، په تېره شعري متون هم مرسته کوي. د کومو سپېڅلو خلکو په اړه چې راته دروېش غږېږي، مرحوم استاد پسرلى هم ډېرې خبرې لري:
ځې چې پټه خوله د بل په لاره ته به پاتې يې
ستن به ځان ايستلى وي خو تاره ته به پاتې يې
نورو پسې تګ سړى خړمخى کړي
ګرد د لارې وګوره د شپون په مخ
د استاد پسرلي نښې او استعارې د جلا چاپېريال دي؛ خو فکري ټکى يې همغه د دروېش دى او دا عجبه خبره نه ده، چې د دوو لويو شاعرانو فکري لورى پر يوه ګودر ګډېږي. دا ځکه عجيبه نه ده، چې دواړه د يوې زمانې او يو ډول چاپيريال خلک دي او دا د مضامينو ترمنځ د توارد احتمال زياتوي.
د استاد پسرلي په پاسني بيت کې تمرکز پر پټو سترګو تقيلد دى، ځکه يې ټينګار پر دې دى، چې:
پل د رهنما په پله که ږدې نو هم ديده يې ږده
پټې سترګې، پټه خوله په نورو پسي سيوري ځي
خو د دروېش تمرکز پر هغه نور هم دى، چې د بلا لباس يې اغوستى.
پاس د دروېش او استاد پسرلي د شاعرۍ محتوا او ژور مفاهيم د دې دوو شاعرانو سياسي بصيرت ښيي او دا راته وايي، چې د لويو شاعرانو سياسي ليد تر عملي سياستوالو تېز وي، ځکه چې د خپل تاريخ ژوره مطالعه او د خپل وخت ژوره مشاهده لري. لږ تر لږه د خپلو تېرو څو لسيزو تاريخ خو راته همدا وايي، چې سياستوالو مو چې ښه ټولنيزه او تاريخي مطالعه نه درلوده، په څومره ستونزو کې ښکېل کړو.