جمعه, مې 3, 2024
Homeخبرونهټرمپ: طالبانو ته مو ۷۰۰ زره وسلې پاتې دي، ټول ترې بیرته...

ټرمپ: طالبانو ته مو ۷۰۰ زره وسلې پاتې دي، ټول ترې بیرته غواړم

تاند:( سې شنبه ، د غویي ۶ )  د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې په ۲۰۲۱ کال کې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته طالبانو ۷۰۰ زره میله امریکايي وسلې ترلاسه کړې دي.

د امریکا پخواني ولسمشر همداراز ادعا کړې، چې هېواد یې د افغانستان پخواني حکومت ته د موټر، الوتکو او توپونو په ګډون د ۸۵ میلیاردو ډالرو په ارزښت تجهیزات ورکړي دي.

ډونالډ ټرمپ طالبانو ته په اشارې سره وویل: دوی پاتې نور خرڅوي او شتمني ټولوي. موږ دا وسایل هلته پرېښودل.»

هغه په ​​افغانستان کې د امريکا د پاتې وسايلو پر راستنېدو په ټينګار سره وويل: “زه هر مېخ، هر بولټ، هر بولټ او نټ غواړم، هغه لويې خېمې غواړم.” زه دوی ټول غواړم.”

طالبانو د ټرمپ څرګندونو ته کوم غبرګون نه دی ښودلی.

د ټرمپ دا څرګندونې په داسې مهال دي، چې په امریکا کې د ولسمشرۍ ټاکنې په مخکې دي.

د څارونکو په باور، ټرمپ چې طالبانو سره یې د دوحې تړون لاسلیک کړ، د دوی د بیا واک ته رسیدو معامله د تېرو ولسمشریزو ټاکنو د ګټلو لپاره وکړه.

له ټرمپ پرته نورو خلکو هم طالبان تورن کړي، چې په افغانستان کې ور پاتې امریکايي تجهیزات پلوري او قاچاق یې کوي.

3 COMMENTS

  1. ټرمپه بچو اوس د لنګی لړلی دی لاړ شه ولامبه.

    په اسلحو او تجحیزاتو خو د خپل وس کړۍ وو.
    YouTube ترې ډک دۍ.

    پاتې شول لړلی او ډک
    پتلونونه بیشماره پراته دی هغه به درولیږو که مکمله پته راولیږې؟؟

  2. دغنو به بیا شیشکان ویښ سوی وی. تښتیدلی غله به هم اوس دغارو په جوړولو کی چورتونه وهی.
    امریکا دمالیخولیا خلکو ځای کیږی. وا چی اول مو سامانه نکړه نو بیا به یی څنګه وکولی سی.
    طالبان دی ژوندی وی ددی ټولو په دین ښه پوهیږی. بیا به یی په شرمو وشرموی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب