تاند:( سې شنبه ، د غویي ۶ ) د طالبانو پر ضد د یوې جنګي ډلې ( ملي مقاومت جبهې) مشر احمد مسعود په ویانا کې د طالبانو د مخالفانو د غونډې پر مهال خبرداری ورکړی، چې که د طالبانو مخالفان ژر متحد او لاس په کار نه شي، کیدای شي نړۍ د طالبانو رژیم په رسمیت وپېژني.
نوموړي ویلي، چې شرق او غرب د افغانستان په اړه کومه طرحه او پلان نه لري، خو دې ته ګوري چې خپله افغانان له کومې واحدې طرحې سره د طالبانو پر وړاندې دریږي.
د نوموړي په وینا، د طالبانو ټولې مخالفې ډلې له ټولو خپلمنځیو ستونزو سره باید د دغې ډلې پر وړاندې یو لاس او اقدام وکړي، کنه وخت ترې ضایع کیږي او طالبان به پياوړي شي.
احمد مسعود د ویانا غونډې ته په اشارې ویلي، چې د غونډې د پلاټفورم غېږه به ټولو طالب ضدو لوریو ته خلاصه وي، څو په یوه لوی ایتلاف کې را ټول او د افغانستان د وضعیت د بدلون لپاره خبرې سره وکړي.
طالبانو د ویانا غونډې ته کوم غبرګون نه دی ښودلی.
یاده غونډه پرون پيل شوه، چې عمدتاً د شمال ټلوالې اړوندو کسانو ګډون پکې کړی.
د ملي امنیت پخواني رئیس رحمت الله نبیل د شخصي بوختیاوو له امله په غونډه کې د نه ګډون خبر ورکړی، خو د بهرنیو چارو پخواني وزیر زلمي رسول، د جمیعت ګوند مشر صلاح الدین رباني او ځينو نورو بلل شویو څېرو د خپل نه ګډون لامل نه دی ښودلی.
یو شمېر نور بلل شوي کسان هم دغې غونډې ته نه دي ورغلي، چې ویل کیږي د غونډې له ترکیب او اجنډا سره یې اختلاف درلود.
یاده غونډه په داسې مهال شوې، چې تمه کیږي په نیږدې ورځو کې د قطر پلازمېنه دوحه د طالبانو د په رسمیت پېژندلو په اړه د بحث لپاره د ملګرو ملتونو په کوربه توب د یوې غونډې کوربه وي.
امریکا ویلي، چې د طالبانو د په رسمیت پېژندلو له بحث سره مخالفه ده.
بیچارگک احمد مسعود حیران مانده که چطور خوده از شَرِ سِتَمی ها، خراسانیگک ها و ایرانشهری گکها خلاص کنه تا دوباره به زندگی دوسال پیش خود بُره و ویدیو گیم بزنه ، وما نند سایر اطفال زندگی خودرا بگزرانه.
امکان دارد که دستهای احمد مسعود ، مانند پدرش – که بعضی کسایی بیکار به آن مرحوم “قهرمان ملی” خطاب می کنند- هنوز با خون ملت رنگین نشده باشد. وی باید از این فرصت کمیاب استفاده کند و دست از تطبیق پلانهای شوم یک تعداد اشخاص بیهویت، کم هویت و نَو هویت بردارد و به آغوش زخمی، اما گرم پدر وطن پناه آورد. و من الله توفیق
دا د نصیحت احل ندی. او نه د څوک وخت پرې تیروی.
تر ټولو ښه لار یې دا ده چه وپیژندل شی ،
محوه شی نوم او نښان یې ورک شی ځکه چه د دوی مړی له ژوندیو ډیر خطرناک او غاصب دی.
آمو دریاب یې ډیره خه پناه ده.
د اسنادو او کتابوونو او عکسوونو پر بڼسټ د آی اس آی او د سی ای ای او د غربي اروپا د جاسوس زوی هم ګوندې چه وار مخ کې دی!
په ۱۹۷۱ کال کې د ده د پلار ملګري ، پنځه کسان له پنجشېر نه یو څه باندې پنځه سوه ګرام غټ په نړۍ کې بې څاری (زمرد) چه پکشې یوه ذره ناصافي نه وه د کابل د ساینس فاکولته د جیولوجي څانګې ته یوړل چه وپېژندل شي چه دا کومه حجر یا اصلي تيګه ده. هغه د جرمن استادان یو یې «اندرز» نومېده ،ټول حیران پاتې شول چه داسې یو زمرد چا د نړۍ په تاریخ کې نه دی لیدلی او وروسته په ۱۹۸۶ کال جرمني کې مې واورید چه د ده پلار احمد شاه مسعود هغه زمرد یې فرانسې ته د وسلو پر مقابل ورکړی دی. غربیان له ۳۲۰۰ کالوونو را هيسې پر افغانستان سترګې تړلي دي او دغه د وطن او ناموس پلوروونکی زوی هم د غربیانو ک څټي، د دوی ټوله کورنۍ پېژنم چه دا پنجشېریان او نور تر تاجکستانه د اسکندر خبیث پاتې ګډ نسل دی! اوس دی غواړي، لمسول شوی دی ، چه د غربیانو اصلي مطلب پټ کړي. کتاب:1177B.C.