یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Home+د لالا برخه (لنډه کیسه) ليکواله: لېمه ودان

د لالا برخه (لنډه کیسه) ليکواله: لېمه ودان

د مريم په لاس کې د چای ترموز و، له پخلنځي راووته. د خونې ګروپ یې روښانه کړ، ورو یې غږ کړ:
– د غني پلاره! پیشنمي ته پاڅېږه! ناوخته شو.

رحيم پورته ترپ کړ، ووېرېده. ژر ژر یې ساه اخيسته. خوبولې سرې سترګې یې مریم ته ونيوې، اوږد ارږمی یې وکړ، په ځای کې راکېناست.
مريم ورو وويل:
– بیا دې څه خوب لید؟
رحیم سترګې سره وروستې، لکه پر ذهن چې فشار راوړي، پټې یې کړې له پرانیستو سره یې وویل:
– بيا مې خوب ليده، چې کراچۍ رانه واخلي، ما زندان ته لېږي.
مريم دسترخوان هوار کړ.
دواړو د وچې ډوډۍ ګولې ورپورته کړې.
رحيم مړۍ تېره کړه، ویې ویل:
– پرون لالا زنګ وهلی و، ویل یې کلي ته د اختر لپاره وچه مېوه راولېږه.
مريم چای غوړپ کړ، ورو یې وويل:
– کاش چې تا ورته ويلي وی، چې ښاروالي اوس له کراچيو ماليه اخلي. موږ خپله د سبا او د بېګا نه لرو. زوی دې هم د اختر جامو ته شله دی.
د رحيم پترۍ شونډې ورپېدې:
– ورته ومې ويل؛ خو… خو په چا یې منې.
رحیم په پیاله کې وروستی غوړپ تر ستونې تېر کړ ویې ویل:
– هغوی هم ملامت نه دي، وضعيت یې ښه نه دی. ونې او پټي هم ټول ږلۍ خراب کړل.
د اسمان په څنډو کې سوروالی پیدا و، چې رحيم له کراچۍ سره له کوره ووت.

لا نهه بجې نه وې، چې د کوټه‌سنګي د هوايي پله دواړو اړخونو ته داسې ګڼه ګوڼه شوه، چې تا به ويل ټول کابليان له کورونو راوتلي.

رحيم په يوه ګوښه کې لاسي کراچۍ درولې وه، یو څه مېوه یې پلورل شوې وه. د اخیستو پیسې به یې لا نه وې پوره کړې.

ډیری کسانو کراچۍ په پیاده رو کې درولې وې، پلي کسانو په سختۍ تګ راتګ کاوه.
يوې چادري‌والې چیغه کړه:

– غل! غل دی!! خير دی ویې نیسئ.
يو ځوانکی هلک په منډه و، خلکو ونيوه. طالبان هم پرې راټول شول.
رحيم ورته ځير و. يوه پلي کس وويل:
– که دې کراچيو په پیاده رو کې ګنه‌ګوڼه نه وای جوړه کړې؛ غلا به څنګه کېده!؟
چیغې شوې:
– ښاروالۍ والا راغلل!!
د رحیم زړه په لړزه شو، شاوخوا یې وکتل. زندان یې سترګو ته ودرېد.
په پياده رو کې ولاړو کراچۍ والو منډه کړه
رحيم خپله کراچۍ پیاده‌رو ته سیخه کړه، چابک رهي شو.
مخامخ ښاروالۍ واله ورروان و. په لاس کې یې اوږد لرګی و، ګړندي ګامونه یې اخيستل. طالبان هم ورپسې وو.
رحيم بېرته په شا وګرځېد. کراچۍ یې يوې کوڅې ته سیخه کړه.
ټاير یې په ډبره برابر شو. کراچۍ په بل مخ واوښته.
رحيم د کراچۍ سر ته ودرېد.

په سپېرو خاورو کې پستې برېښدې، لکه سیپۍ چې خولې خلاصې کړې وي، پوست شوي بادام د اومه سړک په خاورو لړلي وو، رحیم شا ته وکتل د ښاروالۍ والا مخامخ تېر شول. ده هغومره مېوه ورټوله کړه چې د لالا برخه شي.
پای

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب