دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeادبشعررایه نه ورکول، مانا/ شاعر محمد یار یار

رایه نه ورکول، مانا/ شاعر محمد یار یار

رایه نه ورکول، مانا:

پر خپل ځان چلیپا راکښل،

له خپلې هستۍ انکار،

خپل وجود نفي کول،

د خپل خلقت له عظمت څخه تېښته،

دانسان شان ته، د الهي کرامت سپکاوی،

ځان د ابدي غلامۍ ذلت ته سپارل،

د ژوند درنښت او ارزښت ته د پای ټکی،

د استبداد او ديکتاتورۍ شیطان ته سجده،

د پردۍ ارادې، د تور سیوری تر چتر لاندې، سر کوزي،

په مړو سترګو، د خپل ناموس د سنګر نسکورېدو سیل،

د خپلواکۍ له شرف سره خدای پاماني،

د خپل وجدان انفجار

او له یوه، ودان افغانستان، سره بېساري حساسیت.

سبا به یې ګورو!

رایه ورکول، مانا:

د خپل وجود د اثبات سند لاسلیکول،

خپلې هستۍ ته رنګ و رونق ورکول،

خپل سرنوشت د شیطان له شره ژغورل،

د استقلال پرمسیر د مزل اول ګام،

د بېګانوو پر ارمانو، خاورې اړول،

انسان ته، د خدایي کرامت پر ورکړه، جانانه شکرانه،

د وطندوستۍ تر ټولو پوخ ثبوت.

د خپل عزت په وزرو عقابي پرواز،

د برخلیک ګټنې په مبارزه کې، خپله برخه مسؤلیت اداینه،

هر فکري- فرهنګي او نظامي اشغال ته د ختم نقطه،

د خپل مغز په څراغ، خپل چاپېر چل، څراغانول،

د خپل ایمان پر مټ، د خپل وجدان تکیه،

او د خدای و مخلوق په حضور کي د، ودان افغانستان، د تعهد تازه کول،

سبا به یې ګورو!

محمدیار-

 

1 COMMENT

  1. .یره وروره دا هرڅه د ستاسی مبارک وی د هغه ښه کرزی نه مو د کوم خیر وکړ چه ددوی نه به یی وکړو

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب