تاند (د تلې/ میزان ۴مه) د ټکناوژۍ منحصص او د افغانستان د مخابراتو پخوانی وزیر سید احمدشاه سادات د ملي مقاومت جبهې په نوم د طالبانو د حکومت د یوې وسله والې ډلې پر هغې ادعا شک څرګند کړی چې ګواکي د دې جبهې تازه ګومارل شوي قوماندان (صالح محمد ریګستاني) افغانستان ته تللی دی.
انجینیر سادات، چې په بریتانیا کې یې مخابراتي ټکنالوژۍ کې دوکتورا اخیستې ده، ویلي :«د ریګستاني هغه ویډیو مې ولیده چې ویل کېږي پرون ثبت شوې ده. د ویډیو ځینې برخې داسې پوښتنې راولاړوي چې باید د هغې اصليت او د ثبت ځای په جدي ډول وڅېړل شي.»
په وروستیو ورځو کې د احمدمعسود په مشرۍ د طالبانو یوې مخالفې ډلې، چې ویل کېږي، مشران یې په تاجکستان او ځینو اروپايي هیوادونو کې مېشت دي، وویل چې ریګستاني افغانستان ته ستون شوی او په هندوکش غرونو کې یې د دې جبهې قومانداني په لاس کې اخیستې ده.
دې جبهې ته په افغانستان کې د یوه قوماندان د نوم اعلانول له دې کبله مهم و چې مخکینی قوماندان یې حسیب قوای مرکز، افغانستان ته له رسېدو لږ وروسته په سالنګ کې ووژل شو.

انجینیر سادات وايي، داسې ښکاري چې ویډیو ښايي په کوم درېیم هېواد کې ثبت شوې وي. «کمرهمین هڅه کړې چې د AI یا نورو ډیجیټلي وسایلو په مرسته د ویډیو شالید او چاپېریال د غرنۍ سیمې په بڼه برابر کړي، خو داسې ښکاري چې په دې پروسه کې ځینې بصري تېروتنې پاتې شوې دي.»
د ملي مقاومت جبهې مشر احمد مسعود د وږي/ سنبلې په ۳۱ مه په ایکسباڼه کې اعلان وکړ چې صالح محمد ریګساتي یې د عملیاتو عمومي قوماندان ګومارلی دی.
ښاغلی سادات د خپلې ادعا په توضح کې وايي چې د غرونو او ډبرو بڼه هم د پام وړ ده. د هندوکش په ډېرو برخو کې د غرونو طبیعي جوړښت او په خپل طبیعي رنګ پرتې ډبرې له دې صحنې سره توپیر لري.
دی همداراز وايي: «بله مهمه موضوع د لمر او سیوري جهت دی. د ریګستاني پر مخ داسې ښکاري چې لمر د ختیځ له لوري پرېوځي، خو د شاوخوا ډبرو سیوري د لویدیځ لوري ته لیدل کېږي. د ویډیو شالید او اصلي صحنه له یو بل سره سمون نه لري.»
انجینیر سادات د افغانستان په غرونو کې د ریګستاني د ویډیو د نه ثبت کېدو بل دلیل دا یادوي چې د هندوکش په غرو کې ډیر تند بادونه وي چې نه د ښاغلي ریګستاني جامې خوځوي او نه هم د کمری له لوري په ثبت شوې ویدیو کې د باد غږ اوریدل کیږي.
انجینیر سادات د ریګستاني جامې د سپټمبر په میاشت کې د هندوکس د سړې هوا لپاره نامناسبې بللي او لیکلي یې دي:
«د هندوکش غرونو ته داسی پاکه دریشي رسیدل ته وا تازه حمام یې کړې وي، او بې عسکره تنها او بې وسلې دریدل یې د عکاس بله اشتباه ده.»
له همدې امله، دی شک لري چې ممکن دا ویډیو په کوم کور کې جوړه شوې وي او بکګراونډ یې کومه بله غرنۍ سیمه، لکه د کوز چترال یا تاجکستان غرنۍ سیمې وي.
په وروستیو کې داسي راپورونه خپاره شول چې پاکستان د ملي مقاومت جبهې ته په چترال کې د روزنې مرکزونه جوړ کړي او له دغو مرکزونو څخه یې هڅه کړې چې د بدخشان د زیباک ولسوالۍ پر سرحدي سیمو بریدونه وکړي خو طالبان وايي چې نه یوازې یې په سرحدي سیمو کې وسله وال بریدګر ځپلي بلکې په چترال کې یې د هغوی د روزنې کمپ هم د بې پېلوټه الوتکو په ذریعه بمباري کړی دی.