جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeخبرونهمېدوېدیف: نړۍ د اتومي جګړې په درشل کې ده

مېدوېدیف: نړۍ د اتومي جګړې په درشل کې ده

تاند(سې شنبه، د حمل ۵ مه) د روسیې د ملي امنیت شورا مرستیال دیمیتري مېدوېدیف وايي، نړۍ د اتومي بمونو د کارولو او د یوې بلې نړیوالې جګړې د پیلېدو په درشل کې ده.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، میدوېدیف نن په مسکو کې یوې غونډې ته په وینا کې دې ته په اشارې چې د یوې اتومي مقابلې خطر شته، وویل«ډیر احتمال شته چې نړۍ د درېیمې نړیوالې جګړې په درشل کې وي.»

ده د درېیمې نړیوالې جګړې مخنیوی ناممکن ونه باله خو ویې ویل چې د اتومي جګړې احتمال ورځ تر بلې په زیاتېدو دی.

د اتومي او نړیوالې جګړې په اړه روسي چارواکو تر دې مخکې هم کله ضمني او کله ښکاره خبرداري هغه مهال ورکړي چې د اوکراین په جګړه کې یې ننګونې زیاتې شوي دي.

دوی عموماً په دې ډول خبرداریو هڅه کوي چې لوېدیځوال د اوکراین پوځي ملاتړ محدود کړي.

د روسیې په بهرنیو چارو وزارت کې د اتومي وسلو د نه خپراوي اوکنټرول د څانګې ريیس ولادیمیر یرماکوف هم تېره شپه ناوخته د روسیې او امریکا ترمنځ د مخامخ پوځي جګړې د ډیریدو او د دغو دوو اتومي قدرتونو ترمنځ د اتومي کړکېچ د رامنځته کېدو په اړه خبرداری ورکړ.

یرماکوف همداراز وویل:«که امریکا په اوسني ډول له روسیې سره بند او ولاړ حالت ته دوام ورکړي او د مخامخ پوځي مخامختیا احتمال ډیر شي، نوی سټارټ تړون پای ته رسیدلی بویه.»

سټارټ تړون د امریکا او روسیې ترمنځ د اتومي وسلو د کنترول په اړه دی.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د فبرورۍ په میاشت کې ویلي و چې مسکو له امریکا سره له نوي سټارت تړونه نه وځي خو وروسته یې وویل چې دا تړون د اوس لپاره ځنډوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب