یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهایران: طالبانو د هلمند اوبو کې حق راکوي. فدايي: طالبان او تړونونه...

ایران: طالبانو د هلمند اوبو کې حق راکوي. فدايي: طالبان او تړونونه ېې نا مشروع دي

تاند: ( سې شنبه، د غويي ۶ ) ‏د ایران خارجه وزیر امیر عبدالهیان وايي د افغانستان اوسني حاکمان مو د هلمند په اوبو کې حق مني.

نوموړي دغه راز ويلي، چې د افغانستان تېر نظام د دوی ادعا د اوبو حق ېې نه مانه.

ايراني وزير دغه راز وویل: له تېر یو نیم کال راهیسې مو د ډپلوماسۍ دستګاه په دې مصروفه او ټینګار لري چې دغو اوبو نه خپل بشپړ حق واخلو.

د پکتيا پخوانی والي او د طالبانو منتقد محمد حليم فدايي بیا وايي:« ‏د ایران، پاکستان او بل ګاونډي هېواد له لورې له طالبانو سره هر ډول تړونونه، خصوصا د سترو او مهمه ملي موضوعاتو په اړه، غیر قانوني دي. هیڅ راتلونکې مسوول او منتخب حکومت ته به د منلو وړ نه وي.»

د طالبانو رژيم په دې اړه څه نه دي ويلي، خو مخکې ېې د افغانستان له اوبو سره د قانوني چلند ټینګار کړی.

4 COMMENTS

  1. دا شرمیدلي په هیڅ هم ندي. پنجابیانو خزې ترې ایساري او ګروه ګان یې نیولي دي . هیبتې او حقاني ځناورو ته پیسې چې ورکړي نور ډیر کارونه هم کیږي. د هلمند اوبو د تر لاسه کولو خوب دي ایرانیانو همدغو رزیلانو تر سره کړو. اوس هم که څوک د هیبتې او حقاني ځناورو په غلامي او د هیواد په اشغال کې شک وینئ نو لمر په دوه ګوتو پټولو پرته بل څه نه شي کیدلي

  2. پيشو د خدای لپاره موږګ نه نيسي چې خپله خېټه يې پکې غوړه نه شي، نو ايران وپاکستان د خدای د رضا لپاره له طالبانو سره يارانه نه کوله، بلکې همدغه شان ګټو ته په تمه ول. څوک مو اوبه لوټوي او چا مو سملاسي په کانونو چوروتالان شروع کړی دی. دا چې نورېژورې ستراتيژيکې موخې لري هغه خو به وروسته لا راڅرګندې شي، خو ښه شوه چې اوس دوی خپله منښته وکړه چې دوی له اوسنيو واکمنانو څه غواړي او څه يې ترې لا وختي تر لاسه کړي دي.

  3. که یو رښتنی حکومت وي. ایران باید د شهید موسی شفیق د حکومت د تړون پراساس ورسره چلند وکړي. او له هغه وخته تر اوسه يي چې له دې اوبو استفاده کړي باید ورڅخه وغوښتل شي، چې دا مو مسلم حق دی. او که یوه ډله او بله ډله د واک د ترلاسه کولو او ساتلو له پاره له هرچا سره تړون کوي. دا به نو له ملی کټو سره په ټکر کې عمل وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب