همدا څو کاله پخوا به دې که د پښتو ناول په هکله خبرې کولې یوازې یو څو نومونه به دې مخې ته راغلل او خبرې به ژر لنډې شوې. د وخت په تېريدو په پښتو ژبه ناول لیکنه ګړندې شوه. اوس که هره میاشت نه وي، په دوه یا درې میاشتو کې د تازه چاپ شوي ناول خبر اورو. دا په دې مانا چې موږ اوس یوازې نومونو پسې نه ګرځو بلکې ښه او بد یا ښه او ډیر ښه ناول ټاکلی شو چې ويې لولو او خبرې پرې وکړو. له نیکه مرغه چې په پښتو ژبه کې یوازې د ناول په نوم عنوانونه نه زیاتېږي، ځينې ښه یا ډیر ښه ناولونه هم لیکل کېږي. جنګلاوه تازه چاپ شوی ناول يې ښه مثال دی.
۱۷۴ مخه جنګلاوه ناول د محمد آصف عمر دیارلسم چاپ شوی ناول دی. په ناول کې د مرکزي کرکټر نوم کریم دی. د (زرین کلا) اوسیدونکی کریم په ډیره هنري بڼه په یوه اتل یا قهرمان بدلېږي. داسې اتل چې په هر درد يې لوستونکی خپه کېږي او هره بریا یې د لوستونکي پر شونډو موسکا راولي. موږ ډیر داسې ناولونه لرو چې د کیسې اتل، نه آرمان لري او نه يې هدف مالوم وي. آرمان دی چې مرکزي کرکټر په حرکت راولي او دې ته يې اړباسي چې د ځان له پاره هدف وټاکي. هدف ته تررسیدو بیلابیلې پيښې کېږي او همدا پيښې کیسه له عادي حالت څخه باسي، تلوسه ایجادوي او لوستونکی له ځان سره ساتي. په جنګلاوه ناول کې کریم د اولاد په آرمان وي. له واده څخه يې پنځه ویشت کاله تېر شوې وي خو دی همداسې بې اولاده ګرځي. کیسه له داسې ځای څخه پيلېږي چې پنځه ویشت کاله وروسته د کریم میرمن (نازیه) امیدواره شوې او زیږون ته يې کم وخت پاتې دی خو په همدې کم وخت کې هره شیبه کریم د خطر زنګ اوري او ددې ویره وي چې کریم به آرماني پاتې شي. د لیکوال له پاره په کیسه کې سخت کار دا وي چې لوستونکی د کیسې له اتل سره خپل زړه وتړي خو دا هرڅه بیا هم د مرکزي کرکټر په لاس کې دي. که لیکوال وتوانېږي چې د مرکزي کرکټر زړه له خپل آرمان او هدف سره وتړي، لوستونکی خپله د مرکزي کرکټر آرمان او هدف ته ارزښت ورکوي. که مرکزي کرکټر بې تفاوته وي، د خپل آرمان د پوره کېدو او خپل هدف ته د رسیدو له پاره سم ونه لوبېږي، لوستونکی هم بې تفاوته پاتې کېږي.جنګلاوه کې کریم خپل آرمان ته له خپل ځان څخه هم ډیر ارزښت ورکړی. د ناول په لومړۍ برخه کې کریم ښار ته نازیه راوستې وي چې ډاکټره يې د زیږون نیټه مالومه کړي خو کله چې د ډاکټر دا خبره اوري له پښو يې ځمکه تښتي.
نازیې په دواړو ورغوو غومبرو ته شړک ورکړ. غږ يې کړ:
- وۍۍ! املیات؟اوس؟
ډاکټر سروخوځاوه. ويې ویل:
- سبا غرمې پورې وخت شته. خو چې زر وشي ښه دی، ماشوم ضایع کېږي.
په کریم سروګرځېد. رنګ يې تک سپين اوښتی و، په سینه کې يې فشار احساس کړ.ککره يې وځړیده. نازیې د نهیلۍ زګیروي کول. کریم سرې سترګې جګې کړې. په رېږدیدونکو شونډو يې وویل:
- بې غمه اوسه! زه به نه یمه، میرحمزه به وي. پوه شوې؟ راځه چې ځو! (جنګلاوه ۱۰ مخ)
همدا لنډه جمله (زه به نه یمه، میرحمزه به وي) لوستونکی پوهوي چې کریم ته اولاد له خپل ځان څخه هم مهم دی. دا جمله لیکوال په ډیر مناسب ځای کې راوستې. د آرمان په هکله بې ځایه اعلانونه نه دي شوي چې مصنوعي ښکاره شي. په خپل وخت او په مناسب حالت کې لوستونکی د مرکزي کرکټر د زړه خبره اوري. دا خبره د لوستونکي له پاره نه کېږي. کریم په دردونکي حالت کې خپلې میرمنې ته د زړه خبره کوي او لوستونکی په ډیر ښکلي انداز پوهېږي چې د کیسې اتل خپل آرمان ته څومره ارزښت ورکوي. اوس پوښتنه داده چې ولې د کریم له پاره اولاد دومره ارزښت لري؟ موږ په ورځني ژوند کې ډیر داسې کسان وینو چې له بې اولادۍ ځورېږي. سره له دې چې موږ پوهېږو خو په ناول کې همدا روښانه خبره هم باید هوايي تېره نه شي او لوستونکي ته قناعت ورکړل شي. په جنګلاوه کې د کریم بې اولادي د کریم له پاره یو لوی پيغور جوړ شوی. پښتنو ته د پنځو په مخ کې پيغور ورکول د ټوپک له ډز څخه کم نه وي. د بې اولادۍ له وجې کریم د پنځو په مخ کې سپک کېږي. د کیسې په یوه برخه کې کریم د کلي په ډک جومات کې له ملک سره په یوه جنجالي موضوع خبره اړوي. ټول کلی ملک ته غوږ وي خو کریم د ملک هره خبره په خوله کې وروچوي او دلایل ورسره وايي خو کله چې ملک د بې اولادۍ پیغور ورکوي، کریم جومات پرېږدي او خوله يې بندېږي.
- ملک صیب! تور مه لګوه کنه نو! هرڅوک سترګې لري.
ملک غږ لوړ کړ:
- غم دادی چې نه يې لري. که نه، لیدلي به يې وه چې ته خو بچي نه لرې. او، د نورو بچي کندې ته غورځوې.
په شاته قطار کې چا پخوهل. د کریم له چټک پاڅېدو سره چوپه چوپتیا شوه. رنګ يې تک سور اوښتی و. سترګې يې د ملک په څېره کې خښې وې. ننوتې خوله يې رېږدېدله. وينه يې شيبه په شيبه په جوش راتلله. یو دم يې شا واړوله. تېز ووت. څو تنه ځوانان هم ورپسې شول. یو سپينږيري غږ کړ:
- ښه دې وکړل ملک صیب! له ده سره امداسې ښايي. (جنګلاوه ۵۱ مخ)
همدا یا دې ته ورته ځینې نورې پيښې لوستونکی اړباسي چې کریم له هغو نورو ډیرو کسانو بیل کړي چې په ورځني ژوند کې له بې اولادۍ ځورېږي او دوی ورسره مخ کېږي.
زیږون ته کم وخت پاتې دی، د ډاکټرې له همدې جملې تر زیږونه دومره پيښې رامنځ ته کېږي چې (زرین کلا) کلی په بل مخ اوړي. خو هیڅ پيښه داسې نه شته چې هغه دې د مرکزي کرکټر پر ژوند تاثیر ونه لري. کریم غواړي چې ماشوم يې ضایع نه شي او نازیه روغتون ته ورسوي خو په کلي کې جنګ د همدې له پاره پيلېږي چې د کریم مخه ونیول شي او خپل هدف ته ونه رسېږي. ولې؟ (کله چې ناول ولولی ددې ولې ځواب خپله ترلاسه کولای شی زه نه غواړم چې دلته خبرې پرې وکړم) کیسه داسې هم نه ده چې کریم یوازې په ستونزو کې وي او لوستونکی ناهیلی کړي. کریم لکه د یوه ريښتیني اتل دا توان لري چې تر اخره له ستونزو سره وجنګېږي، ماتې ونه مني او په ډیر مهارت وخت په وخت بریا ترلاسه کړي. د جنګلاوه ناول کیسه په یوه خط نه ده روانه. ډیرې لوړې او ژورې لري. د کیسې هر پړاو د بل پړاو له پاره لار جوړوي، لوستونکی په ډیره بې صبرۍ غواړي چې بل پړاو ته ځان ورسوي او له تلوسې ډکه لار ووهي.
په جنګلاوه ناول کې لوستونکی څنګه د مرکزي کرکټر له دروني یا داخلي حالت، احساساتو او عادتونو سره اشنا کېږي. د کرکټر دروني حالت څنګه، چیرته او ولې بدلېږي، دا بدلون له کیسې سره څه مرسته کوي، ولې لوستوکی باید ورسره اشنا شي او د ناول نور کرکټر په څومره ښکلا او پام وړاندې شوي؟ په دې هکله همداسې يوې بلې لیکنې ته اړتیا ده چې کوم بل وخت یا کیدای شي کوم بل څوک خبرې پرې وکړي.
په یاد ناول کې لیکوال یوازې د زرین کلا کیسه نه ده کړې، لوستونکي يې له هغو بدبختیو خبر کړي چې په ګران هیواد افغانستان کې خلک ترې ځورېږي. لوستونکی فکر کولو ته هڅول شوی څو هرڅه په پټو سترګو ونه مني او پلټنه وکړي(جنګ یوازې بدمرغي راولي) د همدې پيغام ترشا له تلوسې، پيښو او ښکلو کرکټرونو ډکه کیسه وړاندې شوه او زه د یوه لوستونکي په حیث فکر کوم چې لیکوال په ډیر بریالیتوب خپل هدف ته رسیدلی او په ډیره ښکلې بڼه يې پيغام تر لوستونکي رسولی.