یکشنبه, مې 19, 2024
Homeټولنیزد خاورينې نړۍ ديرش کلنې ارزښتناکې تجربې

د خاورينې نړۍ ديرش کلنې ارزښتناکې تجربې

ليکوال: بیژن طباطبایی

 ژباړه: ذبیح الله هیوادوال

دا ارزښتناکې تجربې په خاورينه نړۍ کې له دېرش کاله ژوند وروسته لاسته راغلي دي. تاسو به يې تر دېرش دقيقو ويلو وروسته لاسته راوړٸ.. 

د ژوند هره شېبه يوه ارزښتناکه تجربه ده، خو ټاکنه زموږ ده چې تجربې له پامه غورځوو او يا درس ترې اخلو؟ 

تجربه له انسان سره مرسته کوي چې د خپل چاپيريال په اړه غوره فکر ولري، د پام وړ خبره د ژوند په هکله زموږ ليدلوری دى چې زموږ چاپيريال رامنځته کوي. که تاسو د خپل چاپېریال  پر وړاندې هوښيار اوسٸ او له هرې بدې تجربې درس واخلٸ پرته له شکه چې تاسو به په شخصي او کاري ژوند کې د پام وړ پرمختګ وکړئ. په ورځني ژوند کې هغه افراد هوښيار بلل کيږي چې د ډېرې تجربې خاوند وي، نور انسانان تل هڅه کوي له همداسې کسانو مشوره او لارښوونه واخلي، په ورته مهال په کاري ژوند کې هم همدا اصل په نظر کې نيول کيږي. د بيلګې په توګه؛ پيردونکي تل هڅه کوي له داسې شرکت پلور وکړي چې له نورو شرکتونو يې تجربه ډېره وي.

 تاسو به په دې ليکنه کې زما د ژوند غوره تجربې ولولئ. هغه تجربې چې ما د دېرش کاله ژوند په لړ کې ترلاسه کړي دي او د هرې تجربې لپاره له سختو آزموينو تير شوى يم، خو اوس دلته په څو کرښو کې ليکل شوي ترڅو تاسو يې ولولئ.

  1. ژوند د ماراتون لوبه نده چې څو کيلو متره منډه ووهئ، خپله موخه ترلاسه او هر څه پاى ته ورسيږي، بلکې ژوند د سل مترو منډو يوه ټولګه ده

  1. .تاسو به کم د ماتې منلو له جرٸت څخه پښيمانه شئ.

  1. هڅه وکړٸ چې ګټې ته فکر وکړٸ، يوازې بوختيا ته نه؛ تاسو کولى شٸ ډير وخت بوخت پاتې شى، خو ډير کم او زرین ساعتونه دي چې لاسته راوړنې به پکې ولرى

  1. .کله مو چې موخه وټاکله هر څه چې لری د لاسته راوړو لپاره يې په کار واچوئ.

  1. پرته له شکه؛ ستاسو ذهني حالت ستاسو د ژوند د پايلو برخليک ټاکونکى دى.

  1. هغه کسان چې نومونه يې تلپاتې دي- هېڅکله يې ساده او آرامه ژوند نه دى کړی.

  1. تاسو هغه څه ټاکٸ چې ژوند يې درکوي؛ يا هغه څه چې تاسو ټاکلي او لاسته يي راوړٸ؛ په همدې راحتۍ. پرته له تاسو بل هيڅ چا ستاسو مخه نده نیولی.

  1. د انګېزې پيدا کول آسانه دي- د نظم لرل سخته کار دى.

  1. تشويش ستاسو د ژوند په پايلو کوم اغېز نلري نو وخت له لاسه مه ورکوٸ.

  1. ډيری خلک خپلو مسيرونو ته تر پايه دوام نه ورکوي ځکه هغوى د مسير پاتې برخې ته ګوري؛ هغوی چې ادامه ورکوي د مسير بشپړې شوې برخې ته ګوري (دا جمله څو ځلې ولولٸ او د بلې تجربې پر لور لاړ شٸ).

  1. که له ځان سره د مرستې کولو ځواک ونلرى؛ نشى کولى چې له نورو سره مرسته وکړئ.

(يو وخت به مې ځان ته ويل سمه ده نشم کولى اوس خپل ژوند جوړ کړم، خو پوهيږم چې څنګه نورو ته نصيحت او لارښوونه وکړم. وروسته پوه شوم چې تيروتنه کوم).

  1.  د نورو په اړه قضاوت د مقابل لوري شخصت ټاکونکۍ نه دى؛ بلکه ستاسو د قضاوت ډول ستاسو د شخصيت ښکارندويي کوي؛ تاسو کولى شٸ خلک د نورو افرادو په اړه د هغوى د ليدلوري له ډوله وپېژنئ.

  1. فکر انسان ته موخه ورکوي، انسان تر هغو ژوندی دى چې يو فکر ولري.

  1. په نورو کې د ښو او مثبتو ټکو په لټه کې اوسٸ، ډير ژر به خپل مثبت ټکي ووينى.

  1. د دې لپاره چې د خپلې لارې په سموالي باوري شى، اړتيا نشته ثابته کړى چې د نورو لار غلطه ده.

  1. په پلار، مور، ورور، ملګري، آشنا، دولت او پرديو د نيوکو پر ځاى په خپل ژوند تمرکز وکړٸ.

  1. په ژوند کې هر بدلون حتى د ښه والي په موخه تل له نا زړه توب او اندېښنو سره مل وي.

  1. که ټاکل شوې وي کوم کار ترسره کړٸ؛ تل يې په احسنه توګه ترسره کړٸ.

  1. تاسو تر يوې اندازې ځواک او انرژي لرى؛ هغه د نورو په افکارو او خبرو مه ضايع کوٸ، برعکس خپلې لارې او موخې ته ځير شٸ تر څو ځواک او انرژي مو ډيره شي.

  1. ستاسو بهترينه ملګري هغه دي چې وکولى شي له تاسو بهترينه شخصيت جوړ کړي.

  1. له دې هيلې لاس واخلٸ چې کاش د کوم بل شخص په ځاى اوسى؛ تاسو هم کولى شٸ داسې کس شٸ چې نور اشخاص يې هيله وکړي چې ستاسو په ځاى وه اوسي، تاسو ځان ته شخصيت ياست او وى به.

  1. انتظار مه کوٸ چې کوم څوک راشي او ستاسو ژوند ته بدلون ورکړي؛ که د دې کس په انتظار ياست نو هيندارې ته ځير شٸ.

  1. کوم څه چې له زړه وغواړى حتما د لاسته راوړو وخت او ځواک يې هم لرى؛ اړينه نه ده چې څومره بوخت ياست.

  1. بخل ستاسو د شته نعمتونو له شميرلو پرته نورو ته د ورکړل شو نعمتونو له شميرلو پيليږي.

  1. تاسو د څه شي درد لرئ؟ د نااميدۍ، که بې حوصله ګۍ؛ پلان جوړونې او که د نظم…؟ په هر حال بايد درد وزغمٸ خو د کوم درد زغملو ارزښت ډير دى؟

  1. که خپلې هيلې ترلاسه نکړى؛ بل کس به تاسو وګوماري تر څو يې هيلې پوره کړٸ.

  1. هيڅ څوک له ډاره خالي نه دي؛ د برياليو اشخاصو ځانګړنه همدا ده چې ډار ته نه تسليميږي او اقدام کوي.

  1. هماغه ملګرى او رهبر اوسٸ چې نور يې هيله لري وه اوسي.

  1. د کوم ښه وخت په انتظار چې ياست هغه وخت نه رارسيږي؛ همدا اوس پيل وکړئ.

  1. د کوم کار ترسره کول چې د نورو په ژوند کې بدلون را نه ولي، نو خپل وخت او ځواک په ناسمه لار مصرفوٸ؛ کوم شى او يا خدمات چې تاسو وړاندې کوى د پلورونکي په ژوند کې بايد يو ارزښت رامنځته کړي.

  1. ډيرۍ خلک خپلو هيلو ته د رسيدو لپاره هر څه په واک کې لري؛ خو په ژوند کې د ډير څه ترلاسه کولو لپاره د لږ څه له لاسه ورکولو جرأت نلري.

  1. فقط په کړنو باور ولرٸ؛ خبرې کول بلکل آسانه دي.

  1. يوازينى وخت چې مهم دى، اوس مهال دى، بلکل همدا شيبه.

  1. هغوى چې فکر کوي نشي کولى ښه ژوند ولري؛ دقيقا هغوى خپل ځان د ښه ژوند لايق نه بولي.
  2. که غواړٸ د خپلو تيرو افکارو کيفيت وارزوى؟ نو خپلو اوسنيو حالاتو او وضعيت ته ځير شٸ! او که غواړى د راتلونکو څو کلونو حالت او وضعيت وارزوى نو خپلو اوسنيو افکارو او کړنو ته ځير شئ. 

دا د دېرشو کلونو په لړ کې زما د ژوند تجربې وې.

تاسو په ژوند کې کومې مهمې تجربې لرئ؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب