(د نامتو ټولنپوه، اقتصاد پوه او څیړونکی ماکس ویبر د مړینی د سلم کال په مناسبت)
په افغانستان کې له ۱۳۸۱ل. کال څځه وروسته نوې سیاسي پروسه پیل شوه. افغانان د خپل ژوند یوه نوی پړاو ته ډیر خوښ وو. نړیوالې ټولنې د ټولنې په ډیرو چارو او ټولو اداري او اقتصادی ډګرونو کې بیسارې مرستې پیل کړی. په دې کې یو هم مدیریتی مهارتونه لوړول او د ملکی خدمتونو بیارغاونه وه چې ټولنې ته دعامه خدماتو د وړاندی کولو او د مشتریانو د رضایت توقع ورڅخه کیدله. دا یو لومړیتوب و چې باید ملکی خدمات او عامه اداره، په اداره کې اجراات، مدیریتی مهارتونه، د چارو موثریت او مثمریت اوچت شوی وای. په دې موخه د کابل ښار پنځمه ناحیه کې (د افشارو) په سیمه کی د ملکی خدمتونو د انستیتوت د بنسټ ډبره کیښودل شوه او د کوریا د هیواد په مرسته دغه انسیتتوت ګټې اخیستو ته چمتو شو او د اداری اصلاحاتو د خپلواک کمیسیون په چوکاټ کی یې په کار پیل وکړ. د افغاستان د ویجاړ اداری نظام جوړول یو ستونزمن کار او دروند مسوولیت و. له نیکه مرغه په کم وخت کې د نړیوالی ټولنی په مرسته ډیر کارونه وشول، د دوست هیواد جرمني دغو برخو کې نه هیریدونکی مرستی کړی دی. لومړیتوبونه داوو چې باید د افغانستان اداراتو کی د ادارې، کمپیوتر، انګلیسی ژبی د زده کړی شپږ میاشتنی کورسونه دایر شی. دغې پروسې ټول افغانستان کې پنځه کاله دوام وموند. پایله یی ډیره ښه وه. زموږ دفترونه په نوی تکنالوژۍ باندی سمبال او مدیریتی مهارتونه زده شول. ورپسې د لومړی ځل لپاره په هیواد کې د عامه ادارې پوهنځی جوړ شو، د درسی موادو د چمتو کولو لپاره یو مرجع ماخذ د ویبر آثاروو. په افغانستان کې دغه وخت د ماکس ویبر آثار او دهغه نوم ډیر خپور شو، موږ به په هر څپرکي کې د ویبر ماخذونو ته مراجعه کوله، اوس یې محصلان هره ورځ نوم اوري او په کتابونو کې یې ګوري.
نو ویبر څوک و؟
ماکس ويبرMax Weber په ١٨٦٤ م کال کې د جرمني دارفورت په ښار کې نړۍ ته سترګې پرانيستې دي، په همدې ښار کې يې لومړنۍ زده کړې پاى ته ورسولې، او بيا د لوړو زده کړو لپاره د هايد لبرګ، کوتنيګن او برلين پوهنتون ته
ولاړ او په بريالىتوب سره يې زده کړې پر مخ بوتلې، لومړی يې حقوق ولوستل، ځو وروسته يې په فلسفه او سياسی اقتصاد کې هم مطالعات او څېړنې ترسره کړې. کله يې چې په ١٨٦٤ م . کال کې د حقوقو په برخه خپلې لوړې زده کړې بشپړې کړې په ايټاليا او اسپانيا کې يې د منځنيو پېړيو د شرکتونو د سوداګري په هکله يوه رساله وليکله، ورپسې يې په ١٨٩١ م کې په روم کې د کرنې د تاريخ په هکله دوکتورا څخه پورته څېړنه کې يو اثر وکېښ . په ١٨٩٢ م کال کې يې د برلين په پوهنتون کې د حقوقو په څانګه کې په تدريس پيل وکړ، همدا مهال يې په پروس کې د کرنيزو کارګرانو د کار په برخه کې يو شمېر تجربې څېړنې کولې چې د همدغه تجربو په پايله کې داقتصاد په څانګه کې د استاد په توګه په نده وګومارل شو.
په ١٨٩٤ م کې د فرايبرګ په پوهنتون کې او بيا په ١٨٩٦ م کې د هايد لبرګ په پوهنتون کې په کار بوخت شو. ماکس ويبر ته په ١٨٩٨ م کې يوه عصبي ناروغي پيدا شوه، اته کاله وروسته يې بېرته خپله روغتيا ترلاسه کړه او بېرته يې په پوهنتون کې
په تدريس پيل وکړ، په پرله پسې کار سره يې د ټولنپوهنې په برخه کې څېړنې وکړې او وروسته تر آلمانی مارکس او د ورکهايم څخه د معاصرې (اوسمهالې ) ټولنپوهنې درېيم بنسټ اېښودونکى وشميرل شو. د نن ورځې ټولنپوهنه د خپلو همدغو دريو بنسټ ايښودونکو منندويه ده.
دغه جرمني سوسيولوجست په فلسفه او اقتصاد کې هم ليکنې او څيړنې وکړی. دماکس وبر دبروکراسی نظريه معاصره اداره کی نوم لري. ده د شخړو او د شخړو د حل په هکله هم مقالې کښلي دي. په اداره کې يې بروکراتيک موډل باندې څيړنه وکړه او د سياست او حکومت مسايل يې تحليل کړل.
د ټولنپوهنې ترڅنګ ماکس ويبر اقتصاد پوه او تاريخ ليکوال هم و، په ١٩٠٤ م کال کې يې د ټولنپوهنې ، سياست او ټولنې په هکله يوه مقاله خپره کړه چې د ډېرو لوستونکو پام يې ځانته واړاوه، وروسته يې د هايدلبرګ په پوهنتون کې د مذهب د جامعه شناسۍ په هکله څېړنې وکړې، د يهوديت، هندويزم، کنفوسيوس (په چين کې)، بودايي دين او اسلام په هکله يې څېړنه وکړه او د مذهب جامعه شناسي يې بېلابېلو اديانو ته تعميم کړه ، دې پسې وروسته يې په صنعتي ټولنو کې د بيروکراسۍ په هکله څېړنه وکړه، په دې توګه يې د ادارې او مديريت په برخه کې کار پيل او د ټولنيزو علومو په پراخه ساحه کې يې قلم و چلاوه، خو د ناروغۍ له امله يې ونشو کولاى خپل ټول نظريات تدوين کړي، ځئنې لاسکښلي ليکنې يې وروسته تر مړينې چاپ شوې، ظاهراً ښکاري چې لکه د مارکس او يو شمېر نور آلماني فيلسوفانو او پوهانو په شان د ده کارونه هم نيمګړي پاتې شول، خو په ١٩٩٦ م کال کې د
تاونې په قلم دده نظريات نور هم په پراخه توګه تشريح شول، چې د (مذهب او پانګوالۍ راڅرګندېدل) نومېږي، ده له مفهومې پلوه د طبيعې علومو او ټولنيزو علومو ترمنځ توپير وښود، او ويې ويل د طبيعي علومو او ټولنيزو علومو له پلوه د ښکارندوتوضيح يو بل سره توپير لري، دا ځکه چې په ټولنيزو علومو کې انساني انګېزه رول لري او بايد دانساني چلند اړخ هم پکې هير نه شي، خو په طبيعي علومو کې د انساني سلوک دننني عوامل رول نه لري، بلکې د هغو په بهرني اړخ پوهه کافي ده. وروسته بيا ډېرو پوهانو په همدغو دوو خبرو پرله پسې کار وکړ تر څو ځانونه پوه کړي چې ايا د ويبر مطلب له دغه توپير څخه څه وه، او آيا دغه توضيح يې سمه وه او که نه ؟
ماکس ويبر په ١٩٢٠ م کال و مړ، اوس يې د اروپا په پوهنتونو، په تېره بيا د جرمني په پوهنتونو کې کتابونه د درسي ماخذ په توګه تر استفادې لاندې دي او ډېر درناوى يې کېږي.
د بشریت د معنوی خدمتګارانو نومونه نه هیریږی، دنړۍ په هر ګوټ کې ټول ورته درناوی لري