یکشنبه, اکتوبر 13, 2024
Home+ډنمارک ته د استادسعدالدین شپون د راتگ کیسه

ډنمارک ته د استادسعدالدین شپون د راتگ کیسه

آصف بهاند

«او د هانس د امپراتور نوې جامې»

(د شپون صاحب اووم تلین)

استاد شپون څنگه ډنمارک ته راغی؟

کله چې شپون صاحب له خپلې کورنۍ سره ډنمارک ته راغی، په هغه کور کې دېره شو چې د ډنمارک  مشهور لیکوال هانس کریستین اندرسن هم هلته ژوند کړی و. د شپون صاحب په اوتوبیوگرافۍ کې راغلي دي: دا کور چې دی (شپون) په کې استوگن شو، دا د هانس خپل کور و چې د هانس د وصیت له مخې به وروسته د ده تر مړینې، دولت ته سپارل کېـږي. په داسې حال کې چې د هانس په باب په شته اسنادو کې راغلي دي چې هانس هیڅ‌کله خپل ملکیت کور نه درلود:

H.C. Andersen har aldrig ejet en lejlighed eller et hus.

ژباړه: «هانس کریستین اندرسن هېڅکله خپل اپارتمان یا کور نه درلود.»

نور معلوماتو په لاندې لینک ترلاسه کولای شئ:

https://www.hcandersen-homepage.dk/?page_id=32970

هانس لکه «چېرته یې ښه، هلته یې شپه» کله دلته، کله هلته اوسېده. کېدای شي دلته یوه ناسمه پوهېدنه یا سؤتفاهم شوی وي چې شپون صاحب لیکلي دي چې دا کور د هانس و. په هرصورت، شپون ډنمارک ته په راتلو سره په یو کور کې ځای پر ځای شو او ښايی ورته ویل شوي وي چې دا د هانس کور و.

استاد سعدالدین شپون د ډنمارکي اتنوگراف کلاوس ویلهیلم فردیناند (Klaus vilhelm Ferdinand) په مرسته ډنمارک ته په پوهنتون کې د تدریس له پاره راغی.

دا کلونه پخوا ما د کلاوس په باب لیکلي وو چې د ډنمارکی اِتنوگراف، کلاوس ویلهیلم فردیناند په باب خبرې کول او څه لیکل د دې له پاره اړین دي چې یو خو یې د افغانستان د خلکو، د افغانستان د دود دستور او کوچیانو د ژوند د څرنگوالي په باب ډیر کار کړی دی او بل دا چې د همدې ډنمارکی کلاوس فردیناند هڅې، مرسته او تشویق و چې د پښتو ادبیاتو د اوسنۍ دورې د داستاني ادبیاتو د پاچاگي، سعد الدین شپون، د ژوند لوری یې وربدل کړ.

استاد سعدالدین شپون له ډنمارکي اتنوگراف کلاوس ویلهیلم فردیناند (Klaus vilhelm Ferdinand) سره په افغانستان کې دننه اوږده موده د ژباړونکي او همکار په ډول کار کړی دی. کلاوس وکولای شول چې شپون د ژوند په داسې پړاو کې له ستونزو وژغوري، چې هغه د ژوند د پرابلمونو سیلاو پسې اخیستی و.

(شپون سعدالدین، و، نه و، یو شپون و، دانش خپرندویه ټولنه، ۱۳۸۴ل ـ ۲۰۰۵م کالونه، ۲۱۰ ـ ۲۱۱ ـ ۲۱۲ مخونه)

ډنمارکی اِتنوگراف، کلاوس ویلهیلم فردیناند، د ۱۹۲۶ کال د اپریل په نولسمه (۱۹مه) نېټه، د ډنمارک د شیلند جزیرې په «هیه لوفس هولم» (Herlufsholm) نومي ځای کې زیـږیدلی او د ۲۰۰۵ کال د جنوري په پنځمه (۵ مه) د ۷۸ کلونو په عمر مړ او د ډنمارک په آغوس نومي ښار کې خاورو ته سپارل شوی دی.

کلاوس هغه څوک و چې د شپون لاس یې ونیو، د بې سرنوشتۍ له ستونزو نه راویسته او د ډنمارک تر کوپنهاگن پوهنتون پورې یې را ورساوه. وروسته بیا په امریکا کې شپون بل کار پیدا کوي او له خپلې کورنۍ سره امریکا ته کډه کېـږي؛ نو د کلاوس د دې خدمتونو په پار لومړی باید ټول افغانان، بیا ټول پښتانه او په ځانگړي ډول د شپون صاحب کورنۍ له ډنمارکی کلاوس فردیناند څخه منندوی اوسي چې زموږ د ادبیاتو دا ستره هستي یې تر ډنمارکه پورې راورسوله او بیا شپون له ډنمارک څخه امریکا ته ولاړ او هلته یې بیا وکولای شول چې د پښتو په داستاني ادبیاتو کې د حساب وړ آثار وپنځوي.

ما پخوا هم دا لیکلي وو چې له افغانستان نه د شپون صاحب د وتلو په اړوند د دې خبرې یادول اړین گڼم چې د شپون اقتصادي او سیاسي حالت د دې جوگه نه و چې دی دې مخامخ امریکا ته لاړ شي. د ده په لیکنو، په تیره «و، نه و، یو شپون و» کې د راغلو اسنادو او کیسو په استناد، شپون د ډنمارکي کلاوس فردیناند (Klaus Ferdinand) په مرسته له سختو حالاتو راو ایستل شو. په دې باب د شپون صاحب په یاداشتونو کې داسې راغلي دي:

«خلکو ویل چې د پیرصاحب آزار وهلی یم، خو یوه میاشت پس مې چې د تلویژیون آنتن په بام دراوه، … برق ونیولم… بس بیخوده پریوتلم. زه خبر نه وم چې پښو مې د څپلکو سره اور اخیستی و. زموږ کور ته مخامخ د پاکستان د یو پیلوټ کور و، چې زما د بچیانو په شورماشور خبر شو، په منډه راغی. هغه د بامه په اوږه کوز چمن ته وړی وم، چې یې کتلي چې زه سا نه کاږم نو یې مصنوعي خوله په خوله سا راکې غړولې وه، چې بیرته مې سا راښکل چالان شوي دي. هغه هم د پېښور هسپتال ته چلولی وم. درې ساعته بې خوده وم، چې سترگې مې پرانستې، گورم چې کورنۍ او دوستان ډله چارچاپیره ولاړ دي. اوله پوښتنه مې دا وه چې دا کوم ځای دی؟ بیا مې چې د سپـینو جامو ډاکتران ولیدل، نو ومې ویل اوس پوهیـږم چې په هسپتال کې یم، خو بس دا یوه پوښتنه راته ځواب کړئ او هغه دا چې ولې دلته یم؟ کور والا راته کیسه تیره کړه، ایله مې سر خلاص شو.

په ځای کیناسم، خو خوا مې را هسکېده. ډیر وروسته یې چې کور ته راوستم، نو مې پام شو چې د ښۍ پښې گوتې مې ورتې غوښې او غټه گوته مې سوی سکور و.

دوه میاشتې په ځای پروت وم او دربدرۍ او پیسو نشتوالي نه نیولې، تر بې وطنۍ او ناروغۍ پورې له هرې خوا راباندې هجوم و. بیا د پلار خبره سترگو ته راته ودریده، چې ویل به یې بچیه چې سخته درباندې راغله، نو د ځانه سره دا گردانوه، چې صورته!  تیـږه شه! ما ویل چې صورت به مې تیـږه شي، خو د زړه سره څه وکړم، د بچیانو د وږو نسونو سره څه وکړم؟

د نجات پرښته:

یوه ورځ د پېښور په غرمو کې په ګټ پروت وم او په چاورۍ مې د ځانه مچان شړل چې چا ور وټکاوه. زوی مې ورغی او وارخطا بیرته راغی، ویل یې یو سور ږیری شین سترگی په انگریزي ستا نوم یادوي. دا وخت نو زما بچیانو په سکول کې یو څه انگریزي یاده کړې وه. ما وویل، ښځینه و ته وایه چې یوې خوا ته شي، بس رایې وله، چې راغی نو گورم چې زوړ یار ډنمارکی کلاوس فردیناند دی. کټ ته مې ودرید او زما د حال پوښتنه یې وکړه. ما ویل ته خو کښینه زوروره. پس له چایو او ډوډۍ مې وپوښته، چې څنگه راپـیښ شوی یې؟ هغه وویل چې زما اکاخیل کوچیان همدلته چیرته پراته دي، د هغو احوال اخستلو د پاره راغلم او هم مې په کونړ کې د یوې پروژې د پاره بودجه راوړې، چې هغه سررشته کړم. خپله کیسه یې راته تیره کړه، چې د کوچیانو د مشر کاکا زوی سرور خان د لوگر د ازرې نه د چا په لاس احوال را استولی چې که په پېښور راپېښ شوې، یو ځلې زموږ کیـږدیو ته هم سر راښکاره کړه.

کلاوس ویل چې په ډینز هوټل کې مې اړولي، ستا پته مې د مجروح نه واخیسته، راغلم چې دواړه سرور خان ته ورشو، نو اوس گورم چې ته پروت یې، څه خبره ده؟

ما ورته د کاکړو د خان کیسه چې دواړو تل یادوله تکرار کړه، چې چا ترې پوښتنه کړې وه، چې څه ناروغي لرې؟ هغه ویلي وو: «چې درو عزیزانو گوته پرې کېښوده» دواړه وخندل. بیا مې د پرې شوې گوتې کیسه ورته وکړه او ومې ویل، چې سرور خان ته خو به که نور نه وي، په لکړه درسره لاړ شم.

په بله ورځ کلاوس د ډنـز نه راغی، موټر یې راوستی و. په لکړه وروختم او لاړو. په پوښتنو مو د کوچیانو کمپ صحیح کړ. د کچه کړۍ د یوې غونډۍ پورې لس دولس کیـږدۍ لکې وې.

هلاله، شوه، لکه چې ټولو د دیرشو کالو یار، کلاوس پېـژانده. چا د سرور خان کیـږدۍ ته بوتلو، سرور خان هم زما په شان ناسازه وو، لکړه یې لگوله بهر راووت او د کلاوس سره تر غاړې ووت. بیا نو تر ماښامه مرکې، ټوکې ټکالې او د پخوا وختونو کیسې وې. د سرور خان یوه خبره مې هر، هر ځای کړې او هیڅ به مې هېره نه شي چې کلاوس ورته وویل، ته خو اوس په حزب اسلامي کې یې، اتلس کسه مو قرباني ورکړي، نو که روسان ووتل او قدرت ستاسو شو نو باید چې غټ منصب درکړي، د کوچیانوریٔس به شې که څنگه؟

سرور خان په خندا وویل کلاوشه (هغوی به کلاوس ته کلاوش ویل) ماموریت گناه ده ځکه چې په هغې کې رشوت، حق تلفي او خنایت (خیانت) خامخا راځي، دا کار نه کوم، چې جهاد ختم شو نو په ازره کې د یوې غونډۍ پورې کیـږدۍ لگوم، یو تره خولی سپی به رانه تاو راتاو کیـږي، یو څو میـږې به مې شپاله کې بغیـږي، په بیغمه زړه به د اوس په شان خپل قاچاق کوم!

کلاوس د ورځې د غیر حکومتي موسسو یا انجیوگانو سره بوخت و، شپه یې په ما راوړه. یو ماښام یې راته وویل، چې راځه د ډنمارک د خیریه مؤسسې ریٔس شه، چې هم دې گوزاره وشي او هم پام پرې غلط کړې. ما وویل د هغې په ځای ولې د سرور خان سره قاچاق نه کوم؟ زه د دوو خرو وربشې سره بیلولی نه شم، نه مې رشوت اخیستی او نه مې ورکړی دی. اوس مې د تنظیمونو او کونړیانو په بلا مه اخته کوه. څو ورځې ورک و، لکه چې څوک افغان یې ورته پیدا کړی و، یا به یې د پخوا نه په نظر کې وو.

یو سهار د خدای پامانۍ د پاره راغی. پس د سباناري یې وویل، ولې نه راځې چې د کوپن هاگن پوهنتون کې د کلتوري انتروپولوژۍ په څانگه کې څیړنه او تدریس وکړې. هم به درته تبدیل هوا (د ځای بدلون) شي، پام به دې په بله شي او هم به ستا نه یو څه گټه واخلو. ما وویل ماشومان به څنگه شي؟ هغه وویل ته یو ځلې راشه، که دې کار خوښ شو، هغوی به راوغواړو.

کلاوس لاړ او یوه میاشت پس یې یو موقتي پاسپورت او یو تکټ راواستاوه. بس لاړم. دوه میاشتې پس بېرته پیښور ته ستون شوم او د میرمنې سره مې مشوره وکړه، هغې وویل بې هغې هم مهاجر یو، نه مو پیښور خپل وطن دی، د بابا کور به مو وي خو اوس رانه پردی دی او نه د دنیا بل ځای، بس ستا خوښه.

هم مې زړه کیده هم ساړه. د پیښور نه که نور څه نه و د وطن بوی خو راته، خو چې به مې د تنظیمونو ناخوالې په زړه کړې، نو وبه بوګنیدم. د مجروح خبره راته نیغه، نیغه کېده چې «موږ په دې چاپیریال کې ډیناساران یو، نه تیرې داړې لرو نه ځغاسته کولای شو، پښې مو نرۍ دي، جوثه مو ستره، نو ډیر ژر به له منځه لاړ شو»

د ډنمارک یو پخوانی لیکوال هانس کریستین اندرسن په درسته نړۍ کې په دې شهرت لري، چې د ماشومانو د پاره یې د دیوانو او ښاپیریو کیسې لیکلې. یوه ډېره خوندوره کیسه یې «د باچا نوې جامې» نومېږي…»

(شپون سعدالدین، و، نه و، یو شپون و، دانش خپرندویه ټولنه، ۱۳۸۴ل ـ ۲۰۰۵م کالونه، ۲۱۰ ــ ۲۱۵ مخونه)

شپون صاحب د هانس دا کیسه په لنډ ډول، خو په خپل انداز سره لیکلې ده، ما آصف بهاند همدا کیسه څوکاله مخکې د «د امپراتور نوې جامې» (Kejserens nye Klæder) ترسرلیک لاندې ژباړلې ده چې د دې مقالې په پای کې به یې د موضوع د جالبوالي له‌پاره بشپـړ متن راواخلم.

شپون صاحب تر همدې کیسې وروسته خپل بحث داسې غځوي:

«نو دغه لیکوال هانس کریستین اندرسن په ډنمارک او درستې نړۍ کې مشهور شو، چې مړ کېده نو د کوپنهاگن د ښار په منځ کې یې یوه بنگله وه چې هغه یې حکومت ته ورکړه او ورسره یې دا وصیت وکړ، چې هغه به په نوبت هرکال یوه وتلي لیکوال ته ورکوي. حکومت د دې ماڼۍ سمبالول د ډنمارک مرکزي بانک ته وسپاره. زه خو نه لیکوال وم، نه وتلی، خو هغه ماشوم ضرور وم، چې د خلکو بربنډتیا مې رسوا کوله. په کابل، پېښور او حتی په امریکا کې مې هم همدا کار کړی دی، نو نه پوهېـږم وړ یې وم که نه، یا به یې زما د ماشومتیا کم عقلۍ ته کتلي وي، خو همدا کور زما په برخه شو. د بانک نه مې پوښتنه وکړه، چې څه لوښي او دیگونه مې چې د پېښور نه د ځانه سره راوړي، نو نور به همدلته واخلم که څنگه؟ بانک راته وویل چې د کاچوغې نه نیولې، د تشناب تر کاغذه پورې هرڅه شته دي، بس راشئ په کې واړوئ. راډیو، تلویژیون، د کوټو ترمنځ تلفونونه، لوښي، حتی تر سابون پورې هرڅه په کې و.

ماشومان هک پک پاتې شول او مېرمنې مې ویل چې اوس نو زما د پخلي ننداره کوه. کال مې هماغلته تېر کړ، یو مشکل چې و هغه د ژبې وو. ډنمارکي زما د پاره مشکله وه او هسې هم ما د ډېر وخت پاتې کېدو پاتې کېدو اراده نه لرله او د مجروح د ملنډو سره سره مې بېرته تگ ته پخه ایښې وه.

ما ویل لکه دا اوس چې وایم، چې یوځلې ماشومان خوندي کړم، بیا نو بېرته عزیرانو ته ورستنېـږم. په ډنمارک کې یوځلې ډاکټر صمد حامد هم راغی، څو شپې مې د ده د فضیلت نه برخه یوړه. حتی د کوپنهاگن د پوهنتون استادانو او کلاوس هم د حامد د پوهې او درایت ستاینه کوله.

په دې وخت نو په سویدن کې واک د سوشال ډموکراتانو و، اولاف‌پالی – اولاف بالمې (اولوف پَلمهِ) صدراعظم و. نه پوهېـږم ولې او څنگه د ده حکومت وروبللم او پارلمان کې مې د افغانستان د داعیې بیان ورکړ…

د ۱۹۸۲ په آخري شپو کې یوه ورځ د امریکا نه تلفون راغی او بلنه راکړ شوه، چې د امریکا غږ پښتو خپرونه شروع کېـږي، تا ته ضرورت دی، بیا مې مېرمنې سره مشوره وکړه. هغې وویل موږ ته ډنمارک او امریکا یوشی دی، چې په کومه مو بیایې خوښه ستا ده. ماشومانو ټولو په امریکا رایه ورکړه، ویل یې چې ډنمارکي سخته ژبه ده، بل چېرته په درد نه خوري…»

(شپون سعدالدین، و، نه و، یو شپون و، دانش خپرندویه ټولنه، ۱۳۸۴ل ـ ۲۰۰۵م کالونه، ۲۱۵  ــ ۲۲۰ مخونه)

په دې ډول استاد سعدالدین شپون له پېښور نه ډنمارک ته او بیا امریکا ته ورسېد.

د همدې مقالې د لیکلو په شېبو کې مې کله چې د شپون صاحب په یادداشتونو کې د هانس د یوې کیسې (د امپراتو نوې‌جامې) سرلیک ولیده، نو راپه زړه شول چې د هانس کریستین اندرسن دا کیسه ما لا پخوا ژباړلې وه. اړینه یې گڼم چې دا کیسه دلته هم د دې بحث په پای کې راواخلم:

د امپراتور نوې‌جامې

Kejserens nye Klæder

کلونه پخوا یو امپراتور ژوند کاوه چې نوې او ښکلې جامې یې ډیرې خوښیدې او خپلې ټولې پیسې به یې د ځان په سمبالولو لګولې. هغه خپلو سرتیرو ته هم پام نه کاوه، کومې نندارې ته نه ته، د آس په سورلۍ د ځنګله په سیل هم نه ووت؛ خو د خپلو نویو جامو د ښودلو له پاره یې ښه ډیر وخت او ښې ډیرې جامې درلودې، داسې چې د ورځې د هر ساعت له پاره یې یو جوړه کالي درلودل او پر له پسې به یې بدلول. دی دومره مصروفه و چې فکر کیده چې«امپراتور د مشاورې یا مصلحتونو په کوټه کې دی»، خو په اصل کې داسې و چې:«امپراتور د کالیو په المارۍ کې لګیا و»

د امپراتور د اوسیدو ښار، له خوښیو ډک ښار و. هره ورځ هغه ښار ته ډیر نا پیژانده خلک راتلل. یوه ورځ دوه حیله ګر دې ښار ته ورغلل او ځانونه یې ټوکر جوړونکي معرفي کړل. هغوی ویل: تر ټولو ښکلی ټوکر، چې فکر یې کیـږي، کولای شي و اوبي، داسې ټوکر چې نه یوازې دا چې رنګ او طرحه یې ډیره عالي او ښکلې وي، بلکې هغه جامې چې له دې ټوکر نه اوبدل کیږي، یوه بله عجیبه ځانګړنه هم لري: هغه څوک چې د خپل مقام وړ نه وي یا ډیر احمق وي، د چا پر بدن یې نه شي لیدلای.

کله چې واکمن دا خبرې واوریدې، ځان سره یې و ویل:«په رښتیا ډیره په زړه پورې به وي چې داسې جامې واغوندم، بیا نو کولای شم پوه شم چې زما په امپراتورۍ کې څوک د خپل مقام وړ نه دی او و به کولای شم چې د پوه او نا پوه توپیر وکړم. هوکې باید ژر تر ژره زما له پاره همداسې کالي جوړ کړای شي.» دواړو تیر ایستونکو نارینه ګانو ته یې ښې ډیرې پيسې ورکړې چې خپل کار پیل کړي.

تیرایستونکوو خپله دستګاه کیښوده چې ټوکر و اوبي، خو دستګاه کې د اوبدلو له پاره هیڅ شی نه وو. هغوی له امپراتور نه وریښمین او طلایي سپڼسي وغوښتل، خو هغه یې و نه کارول او په خپلو توبرو کې یې کیښودل. د شپې تر نا وخته به د اوبدلو له دستګاه سره ناست وو، چې ټوکر اوبي.

امپراتور یو وار له ځان سره و ویل:«زړه مې غواړي پوه شم چې د کاليو اوبدلو کار څه ډول روان دی؟»، خو کله یې چې دا خبره په یاد کیدله چې: هغه خلک چې احمق او د خپل مقام وړتیا نه لري، نه شي کولای چې دا ټوکر وګوري، نو په زړه کې یې عجیب حالت پیدا شو او له ځان سره یې و ویل چې اړینه نه ده چې له ځانه و ډار شي، خو زړه یې غوښتل چې د لومړي ځل له پاره بل څوک ور ولیږي چې هلته څه تیریږي.

د امپراتورۍ په ټولو برخو کې د دې جادويي جامو د کیفیت په باب خلکو یو څه اوریدلي وو او ډیری خلک دې ته سترګې پر لارې وو چې په دې پوه شي چې ګاونډی یې څومره احمق او د خپل کار وړ نه دی.

امپراتور سوچ وکړ چې:«زه باید خپل مجرب او وفاداره وزیر په اوبدونکوو پسې ولیږم چې د هغوی کارونه څنګه روان دي. دا ځکه چې دا وزیر پوه سړی دی او له ده پرته بل هیڅ څوک د ده د مقام وړتیا نه لري.»

پوه او د باور وړ وزیر هغې کوټې ته ورغی چې دوه مکار اوبدونکي د تشې دستګاه په څنګ کې ناست دي او د اوبدلو په نامه ښوري، خو وزیر څه و نه لیدل او له حیرانتیا نه یې سترګې بوټې را و وتې او له ځان سره یې و ویل:«خدایه و رحمیږي، زه خو هیڅ شی نه وینمه.»، خو څه یې و نه ویل.

مکارانو له ده و غوښتل چې د ټوکر اوبدلو دستګاه ته ور نږدې شي. هغوی تشې دستګاه ته په اشارې سره له وزیر نه د اوبدیدونکي ټوکر د طرحې، رنګ او ښکلا په باب پوښتنې کولې. زاړه وزیر چې هر څومره خپلې سترګې خلاصې کړې اوبیا یې د دقت له پاره سره غونجې کړې، څه یې و نه لیدل، ځکه چې هلته هیڅ شی نه و.

وزیر له ځان سره و ویل:

«یا خدایه! آیا زه نا پوه یم؟ هیڅ کله مې باور نه کیږي، که رښتیا داسې وې، نو ښه ده چې څوک پوه نه شي، آیا زه د دې مقام وړ نه یم؟ نه، دا به هیڅ ښه نه وي چې و وایم: هغه ټوکر چې اوبي، زه یې نه شم لیدلای.»

یوه مکار په داسې حال کې چې د اوبدلو پيښې یې کولې، و ویل:«ښه! د ویلو له پاره څه نه لرئ!»

زاړه وزیر د خپلو عینکو له هغه اړخ نه د باندې وکتل او وې ویل:«واه ښکلی دی! دا طرحه، دا انځور او دا رنګونه! هوکې، زه به امپراتور ته و وایم چې ما یې له لیدلو نه په رښتیا خوند واخیست.»

دواړوو اوبدونکوو و ویل:«موږ ویاړوو» او وروسته یې د طرحو او رنګونو نومونه یاد کړل. زاړه وزیر د دوی خبرو ته په دقت غوږ ونیو، څو وکولای شي هغه بیا امپراتور ته تکرارکړي او دا کار یې په هوښیارتیا تر سره هم کړ.

اوس نو دواړو تیرایستونکوو سړیو د ټوکر داوبدلو له پاره د نورو ډیرو پیسو، وریښمو او زرینو سپڼسیو غوښتنه وکړه چې هر څه خپلو جیبونو ته واچوي. د اوبدلو دستګاه لکه پخوا تشه چلیده، حتی یو سپڼسی هم په دستګاه کې نه لیدل کیده او دوی د کار کولو پيښې کولې.

امپراتور په ډیره بیړه خپل یو بل د باور وړ استازی ور ولیږه چې وګوري د ټوکر د اوبدلو کار څنګه روان دی او کله به پای ته رسیږي. په دې استازي هم د زاړه وزیر کانه وشوه. دې استازي هم وکتل او وکتل، خو پرته له تشې دستګاه نه یې بل څه ونه لیدل.

دې استازي ته هم دواړو مکاروو نارینه وو دهغه څه په باب څرګندونې وکړې ، چې هلته نه وو او بیا یې ور نه وپوښتل:«څنګه! ښکلی ټوکر نه دی!»

د امپراتور استازي ځان سره فکر وکړ«زه احمق نه یم، ضرور زه د خپل مقام لیاقت نه لرم! د خندا وړ ده! خو ما سره ښايي چې د چا را باندې پام نه شي.» او له دې سره یې د هغې ټوټې د طرحو او رنګونو په ستایلو پیل وکړ چې هیڅ نه لیدل کیدل او مکارانو ته یې و ویل چې څومره یې ټوټه خوښه شوې ده. بیا نو امپراتور ته ورغی او ورته وې ویل:«هوکې، یوازې ښکلی دی!»

ټول ښار د هغه پرتمین ټوکر په باب غږیده چې دوو مکارانو اوبه. په پای کې امپراتور پریکړه وکړه چې ټوکر د دستګاه پر سر وګوري.

امپراتور له یوې منتخبې ډلې سره چې د ده دوه پخوا ورلیږلي استازي هم په کې وو، هغې کوټې ته ننوت چې مکاران لګیا وو او په ډیر جدیت یې د اوبدلو دستګاه کاروله چې یوه ټوټه څه، حتی یو سپڼسی هم په کې نه و.

د امپراتو دوو باوري استازو غږ وکړ:«وګورئ! اعلیحضرتا، څه ښه رنګ او څه ښه طرحه ده. آیا ډیره عالي نه ده؟»

دواړو زړو او باوري استازو تشې دستګاه ته داسې اشاره کوله، ته وا رښتیا ټوکر په کې دی او ټول یې لیدلای هم شي.

امپراتور ځان سره و ویل:« یعنې څه! زه خو څه نه وینم! بیرونکې ده! آیا زه احمق یم؟ آیا زه د امپراتور د واک وړتیا نه لرم؟ دا له ټولو نه خطرناک څه وو چې کیدای شول ما ته را پيښ شي!» بیا یې تشې دستګاه ته په کتو سره د رضایت په ډول سر وښوراوه او وې ویل:«اوه، ډیر ښایسته دی! ډیر مې خوښ شو.» هغه نه غوښتل وايي چې څه نه شي لیدلای.

ورسره تللو درباریانو پر دستګاه سترګې وګنډلې، ډیر ټیټ و پاس شول، څه یې و نه لیدل، خو ټولو امپراتور غوندې و ویل:«اوه، ډیر ښکلی دی!» او امپراتور ته یې سپارښت وکړ چې د ده له پاره، له همدې ټوټې نه جامې وګنډل شي چې امپراتور یې په راتلونکو مراسمو کې واغوندي.

هغوی ټولو و ویل:« عالي دی! ښکلی دی! پرتمین دی.» دا خبره خوله خوله شوه او ټولو رضایت ښکاره کړ. او امپراتور هم دواړو مکارانو ته «د اوبدلو د دستګاه نجیب زاده» لقب او د شوالیه نشان ورکړ چې پر ټټرونو یې ور ته و نښلوي.

دواړه مکار اوبدونکي، د مراسمو له تر سر کیدو یوه شپه مخکې، له شپاړسو لګیدلو شمونو سره شپه په ویښه سبا کړه. خلکو کولای شول وګوري چې هغوی د امپراتور د نویو جامو د کار د خلاصولو له پاره څومره هڅه کوي.هغوی داسې ښودله چې ټوکر له دستګاه نه را باسي، هوا په غټو قیچيانو غوڅوي(باد ته یې توره ایستلې) او په بې سپڼسیو ستنو باندې یې ګنډي. او په پای کې يې غږ وکړ چې د امپراتور جامې تیارې دي!

امپراتو له خپل ځانګړي ګارد سره په اوبدونکو پسې ورغی. دواړو مکارانو خپل لاسونه هوا ته داسې جګ کړل لکه کوم شی چې یې په لاسونو کې وي او وې ویل:«دا پرتوګ، دا کمیس او دا هم خولۍ» او پسې زیاته یې کړه:«د غڼې(جولا) د تار په سبک جوړې دي! کله چې واغوستل شي، انسان فکر کوي چې څه شی یې په ځان کې نه شته،  همدا د دې ټوټې ښیګڼه ده.»

د ګارد غړو ټولو په یوه خوله و ویل چې هوکې، خو دوی څه نه وو لیدلي، ځکه چې د لیدلو له پاره هیڅ شی نه وو. دوو مکارانو و ویل:«که د اعلیحضرت غوښتنه وي، مهرباني دې وکړي خپلې جامې دې وباسي! موږ به د لویې آيينې په مخ کې تاسو سره مرسته وکړو چې خپلې جامې واغوندئ.»

امپراتور خپلې ټولې جامې وایستې او دواړو مکارانو داسې ښودله چې د ګنډل شوو جاموهره برخه جلا جلا ور اغوندي، بیا یې داسې پیښې وکړې چې ګنې کوم شی یې له ملا نه ور تاووي او ورپسې د جامو شاتنۍ برخه چې ورپسې زوړنده وي. امپراتور را تاو شو او د آیینې مخکې ودرید. ټولو و ویل:«اوه خدایه! څنګه درسره ښايي، څومره مناسبې دي! څه ښه رنګ! څومره ښه طرحه! ډیرې قیمتي جامې دي!»

د دربار د تشریفاتو رییس و ویل:«اعلیحضرتا! هغه چتر یا خیمه چې د مراسمو په لړ کې باید ستاسو پر سر وي، چمتو ده.»

امپراتور داسې ښودله چې ګنې د ډیرو مجللو او ښکلو جامو د امتحانولو په حال کې دی، یو ځل بیا د آیینې مخکې را تاو شو او وې ویل:«ښه زه چمتو یم، آیا نه را سره ښايي؟»

دوه تنه درباریان چې باید د امپراتور د جامو وروستۍ زوړنده برخه یې په لاس کې ورپسې وړې وای، د ځان غولونې په ډول لاسونه پرغولي باندې ښورول چې ګنې د جامو زوړنده برخه په لاس کې نیسي، نو داسې یې وښوده چې دوی د جامو وروستۍ زوړنده برخه ونیوله، لاسونه یې په هوا کې ښورول چې څه شی وړي. هغوی نه شو کولای دا ومني چې څه نه ویني او څه شی نه شته.

بیا امپراتور د هغې کیږدۍ خوا ته ورغی چې هلته مراسم تر سره کیدل. ټول ښاریان د واټونو په اړخونو کې ولاړ وو او یا یې له کړکیو نه راکتل او ویل یې:«خدایه! د امپراتور جامې څومره ځانګړې دي! شاتنۍ برخه یې څومره ښکلې ده! په امپراتور باندې څومره ښې ښکاریږي!» او په ټولو خلکو کې یو تن هم نه و دا ومني چې څه شی نه ویني. که چا څه ویلي وای، بیا ویل کیدل چې دا احمق دی او د خپل کار وړتیا نه لري. مخکې له دې هیڅ کله د امپراتور جامې دومره د پاملرنې وړ نه وې ګرځیدلې.

د خلکو په ډله کې یوه کوچني نارې کړې:«د امپراتور پر تن څه شی نه شته، لوڅ لپـړ دی!»

د کوچني پلار و ویل:«پاکه ربه، د دې بې ګناه کوچني خبرې ته غوږ شئ.» او خلکو په خپلو منځو کې په ګونګوسي پیل وکړ او هغه څه چې کوچني ویلي وو، دوی هم بیا ځلي و ویل:«د امپراتور پر تن څه شی نه شته، وړوکی ماشوم وايي چې د هغه په ځان کې څه شی نه شته.» او په پای کې ټولو چغې کړې:«د امپراتور پر تن څه شی نه شته.»

امپراتور وریږدید، ځکه هغه باوري و چې حق د خلکو په خوا دی، خو له ځان سره یې و ویل:

«زه باید مراسم تر سره کړم.»

او په غرور سره یې ګام اوچت کړ. دوه درباریان چې د جامو د وروستۍ برخې د وړلو پيښې یې کولې، هماغسې ورپسې روان وو!»

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب