پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهاندونیزیا وايي، د ښځو او نجونو د کار او تعلیم په اړه...

اندونیزیا وايي، د ښځو او نجونو د کار او تعلیم په اړه د طالبانو اقدامات مذهبي دلیل نه لري

تاند (سې شنبه، د سنبلې ۱۹ مه) د نړۍ تر ټولو ستر اسلامي هیواد اندونیزیا وايي چې طالبان د ښځو او نجونو د تعلیم او مخ پر شا ګامونو لپاره هیڅ اسلامي دلیل نه لري.

د اندونیزیا استازي د ملګروملتو د بشري حقونو د شورا په غونډه کې پرون (دوشنبې) په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت پر خرابېدو، په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو په ردولو نیوکه وکړه.

په جینیوا کې د بشري حقونو د شورا په غونډ‌ه کې د اندونیزیا استازي وویل چې هیواد یې د افغانستان د خلکو ملاتړ ته ژمن دی.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د دوشنبې په ورځ خپله ۵۷مه غونډه پیل کړه. په دې غونډه کې په افغانستان کې د بشري حقونو پر وضعیت غور وشو او زیاتره هېوادونو په افغانستان کې د بشري حقونو پر روان وضعیت نیوکې وکړې.

د قطر استازي، چې هیواد یې له طالبانو سره نژدې اړیکې لري، د نورو هېوادونو پر خلاف د طالبانو له خوا د بشري حقونو د سرغړونو یادونه ونه کړه، په ځانګړې توګه ړ تکربالمعروف د نوي قانون له خپرېدو وروسته. هغه د خپلې وینا ډېره برخه په دوحه کې د ملګرو ملتونو د غونډو کوربه توب په ګډون په افغانستان کې د دغه هېواد سیاسي رول ته وقف کړ.

د اندونیزیا استازي پرته له دې چې د امربالمعروف قانون ته اشاره وکړي په افغانستان کې د بشري حقونو پر وضعیت انتقاد وکړ.

هغه وویل، “انډونیزیا د بشري حقونو د خرابیدونکي وضعیت په اړه اندېښمنه ده، په ځانګړې توګه په افغانستان کې د ښځو د کار او زده کړې له حقونو څخه پر انکار، چې افغانستان له خپل راتلونکې څخه بې برخې کوي.”

د اندونیزیا استازي د خپلې وینا په یوه بله برخه کې، د طالبانو دا پرېکړه هم له پوښتنې سره مخامخ کړه چې له شپږم ټولګي څخه پورته نجونې زده کړو ته نه پرېږدي او ویې ویل چې دا پرېکړه هیڅ مذهبی توجیه نه لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب