سه شنبه, سپتمبر 17, 2024
Homeخبرونهپه اوسلو کې هم د افغانستان سفارت بندیږي

په اوسلو کې هم د افغانستان سفارت بندیږي

تاند (سې شنبه، د سنبلې ۱۹ مه) له لندنه وروسته په اوسلو کې د افغانستان سفارت اعلان وکړ چې ډېر ژر به خپلې دروازې پورې کړي.

د ناروې په پلازمېنه اوسلو کې د افغانستان سفارت د دوشنبې په ورځ ناوخته په یوه خبرتیا کې وویل چې د طالبانو له لوري د دوی د قونسلي خدماتو له باطل اعلانېدو وروسته فعالیت ته دوام نه شي ورکولی او په پام کې لري چې د روان سپټمبر په ۱۲ مه (د پنجشنبې ورځ) د سفارت د ودانۍ دروازه وتړي.

دې سفارت په دې اړه څه نه دي ویلي چې ایا د ناروې د بهرنیو چارو وزارت ورڅخه غوښتي اوکه په خپله خوښه د سفارت فعالیت دروي خو یادونه یې کړې چې د طالبانو د باندنیو چارو وزارت له لوري د دغه سفارت د قونسلي خدماتو له باطل اعلانېدو وروسته حقوقي ستونزه ورته پیدا شوي دي.

د سفارت په خبرپاڼه کې د حقوقي ستونزو جزییات نه دي روښانه شوي.

تر دې مخکې د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت په لندن کې د افغانستان سفارت ته ۹۰ ورځې وخت ورکړ چې په یاده موده کې سفارت بند او دیپلوماتان دې یا د پناه غوښتنه وکړي او یا دې له دغه هیواده ووځي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت تېره میاشت اعلان وکړ چې له کابل سره د نه تعامل او همکارۍ له کبله د نړۍ په بیلابیلو برخو په تېره بیا اروپا کې د افغانستان له ۱۴ دیپلوماتیکو ماموریتونو څخه هرراز صادرېدونکي اسناد د منلو نه دي. د طالبانو له اعلانه وروسته یو شمېر سفارتونو وویل چې لا به هم کار ته دوام ورکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب