دوشنبه, اپریل 29, 2024
Home+نن د داستاني ادبیاتو او هنري نثر باچا استاد سعدالدین شپون شپږم...

نن د داستاني ادبیاتو او هنري نثر باچا استاد سعدالدین شپون شپږم تلین دی

لیکوال: څېړندوی محمد اسحاق مومند
د استاد سعدالدین شپون د پښتو ژبې او ادبیاتو یو مخکښ لیکوال دی چې پښتو ژبې او ادب ته یې زیات کار کړی دی. استاد شپون په لنډه کیسه، ناول، ادبي ټوټه، طنز، ځان پېښو، نقد، لیکوالۍ، ادبي تاریخ، ژباړه، ژبپوهنه او نورو ډېرو برخو کې کار کړی دی او زیاتره آثار یې چاپ شوي.
۱. زوړ سړی او سیند: دا د امریکایي لیکوال ارنیسټ همینګوی رومان دی چې استاد سعدالدین شپون په روانه پښتو ژبه ژباړلی دی او په ۱۹۶۲ م  یا ۱۳۴۱ لمریز کال په کابل کې د پښتو ټولنې له خوا خپور شوی.
۲. انګلیسي ـ پښتو قاموس
پښتو ـ انګلیسي قاموس د پښتو ټولنې د علمي غړو د یوې ډلې له خوا په ۱۳۵۴ لمریز کال کې چاپ شوی دی. د نوموړي قاموس د لیکلو تابیا د استاد سعدالدین شپون له خوا شوې وه چې به د همده په مشرۍ دوه ټایمه کاري ډلې جوړې شوې وې.
3. لنډۍ Landay: د لنډیو دا کوچنی کتاب چې د استاد عبدالروف بېنوا په زیار راټول شوی دی، دري ژباړه یې هم استاد بېنوا کړې ده او روانه انګلیسي ژباړه یې استاد سعدالدین شپون کړې، چې په ۱۳۵۷ لمریز کال کې د پښتو څېړنو بین المللي مرکز له خوا چاپ شوی دی.
۴. پرخه په ترخه: دا د استاد شپون لومړۍ شعري ټولګه ده چې د مهاجرت د دیار پرمهال په پېښور کې چاپ شوې ده. نوموړې شعري ټولګه په ۱۹۹۰ میلادي یا ۱۳۶۹ لمریز کال کې له چاپه راوتلې.
۵. د افغانستان د جهاد د بري لار:  دا کتاب د هجرت په کلونو کې  په پېښور کې د جهاد او مقاومت لپاره لیکل شوی او په ۱۹۸۱م یا ۱۳۷۷ لمریز کال کې چاپ شوی دی.
۶. شین ټاغی: دا د سعدالدین شپون لومړنی ناول دی چې په ۱۳۷۷لمریز کال په پېښور کې چاپ شوی دی.
۷. ګټیالی:  د سعدالدین شپون دویم ناول دی چې په ۱۳۷۸ لمریز کال کې چاپ شوی دی.
۸. د سمڅې یاران: دا د استاد شپون درېیم ناول دی چې په ۱۳۸۱ لمریز کال کې چاپ شوی دی.
۹. و، نه و، یو شپون و:  دا اثر د استاد سعدالدین شپون خپل ژوند لیک دی چې په ۱۳۸۴ لمریز کال کې چاپ شوی دی.
۱۰. د بنګي غاړه: د لنډو کیسو یواځینۍ ټولګه ده او په ۱۳۸۵ لمریز کال کې چاپ شوې ده.
۱۱. ښایستو: د استاد سعدالدین شپون په وینا چې ښایستو ناول یې نظر نورو ناولونو ته لږ شوخ لیکلی دی او په ۱۳۸۸ لمریز کال کې چاپ شوی دی.
۱۲. د مچۍ ځاله: دا د سعدالدین شپون د بېلا بېلو لیکنو مجموعه ده چې په ۱۳۸۹ لمریز کال کې خپره شوې ده.
۱۳. شین خالۍ پیدا شوه: دا په اصل کې د استاد سعدالدین شپون لومړۍ شعري ټوګله ده، خو په افغانستان باندې داسې حالات راغلل چې شین خالۍ ورکه شوه.
۱۴. ادبي څېړنې: دا د استاد سعدالدین شپون د پښتو ټولنې د نوماندۍ دورې د رفع کولو لپاره لیکلی اثر دی چې په ۱۳۴۷ لمریز کال کې یې لیکلی دی. په ۱۳۹۸ل کال کې د مومند خپرندویې ټولنې له خوا چاپ شوی دی.
۱۵. لیکوالي: دا د عصري لیکوالۍ په باره کې استاد شپون د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د استادۍ په وخت کې خپلو محصلینو ته لیکلی دی او بیا وروسته به ۱۳۵۶ لمریز کال کې ګستتنر شوی دی. په ۱۳۹۸ل کال کې د مومند خپرندویې ټولنې له خوا چاپ شوی دی.
۱۶. ادبي نقد: د ادبي نقد کتاب چې خورا ډېر ګټور نقدونه لري، زما (اسحاق مومند) په راټولونه، زیار او سریزې په ۱۳۹۹لمریز کال کې د مومند خپرندویې ټولنې له لوري په جلال آباد کې چاپ شو.
۱۷. یو شپون و: د بېلابېلو طنزونو ټولګه ده. استاد سعدالدین شپون هغه لیکوال دی چې د شاعرۍ، لیکوالۍ، څېړنې او داستاني ادبیاتو کې لوی نوم لري، خو د څېړنو په اساس تر وروستیو وختونو پورې د یو طنز لیکوونکي په توګه چا ډېر معلومات نه درلوده، نو اړتیا وه چې د استاد شپون د طنز برخه هم را ښکاره او ټولنې ته وړاندې شي، په دې اړه مې هڅې پیل کړې، د استاد شپون ډېر طنزونه مې را ټول کړل، له سلا مشورو وروسته مو د (یو شپون و) نوم ورته خوښ کړ. په ۱۳۹۹ لمریز کال په جلال اباد کې د مومند خپرندویې ټولنې له خوا چاپ شوی دی.
۱۸. کوکچه (ناچاپ)
۱۹. انشاء (ناجاپ)
۲۰. په کومه ګناه دې ووژلم؟ (ناچاپ)

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب