جمعه, نوومبر 22, 2024
Home+د بهر مېشتو تبعیدیانو او افغان دیاسپورا بوختیاوې | پوهاند دودیال

د بهر مېشتو تبعیدیانو او افغان دیاسپورا بوختیاوې | پوهاند دودیال

د ارواښاد استاد نګارګر د یاد په بهانه:

ریښتیا هم چې زیاتره افغانانو ته خپل وطن او وطنوال، خپله تاریخي پازه او ملی فرهنګ ګران دی. دوی په ډېر ستونزمن اکر کې هم خپلې رغنده هلې- ځلې جاري ساتلي دي. دا یواځې اوس نه؛ بلکې پخوا هم داسې یوه تجربه موجوده وه. زموږ نه هېریږي چې د اویایمو کلونو بهیر کې د تنظیمی جګړو په مهال چې ډېر هیوادوال له بدې ورځې له وطنه ووتل، نو له پېښور، کوټې، کراچۍ او مسکو نیولې تر المان او امریکا د خپل ګران وطن لپاره یې کار او خوارۍ کولې. کولن ښار کې دافغانستان کلتوری ټولنې، پېښور کې افغان ادبی بهیر، دمسکو میشتو افغانانو فرهنګی او علمی کارونه، پېښور کې د افغانانوخصوصی ښوونځي او پوهنتونونه، خیریه بنسټونه او نور ټول هغه څه وو چې ثمره یې وروسته تر ۱۳۸۱ ل. کال موږ د سر په سترګو ولیده. هغه وخت پېښور کې چې کومو ځوانانو زده کړې کړې وې، په ۱۳۸۱ کال کې یې د حکومتي ادارو، نړیوالو موسسو او خصوصی سکتور ډېره کلکه اړتیا پوره او دې ټولو برخو کی یی کار وکړ. د دوی د زیار له برکته بشپړ نړیدلی وطن بېرته یوڅه را جوړ شو. سرکونه، روغتونونه، ښوونځي، پوهنتونونه، بانکونه، ګمرکونه، برېښنا، قانون، نوې حکومتولي، مالی او اداري عصري سیستم او دیجیتل چارې، د اوبو دمدیریت او ډېر نور ضروري کارونه تر سره او تر ټولو مهمه دا چې له جګړې څخه رغاونې ته پاملرنه واړول شوه. که د بُن دغونډې سیاسي تېروتنې، ناامني او د نظام دننه د شراوفساد دعناصرو او یو څو ټامیانو شتون نه وای، دغو ځوانانو وطن تردې هم لازیات ښه جوړولای شو.

اوس چې ګورو بهر هیوادو کې میشت افغانان دومره اسعار(دالراو ایرو) افغانستان ته استوي چې کلنۍ اندازه یی په منځني ‌ډول د امریکا لیږل کیدونکو پیسو څخه زیاته ده، د دوی دا مرستې په ټول ملی اقتصاد ډېر مثبت تاثیر لري. د دوی دمرستو له برکته زموږ بوډا او تقاعد شوي خدمتګاران قُوت- لایموت ژوند کوي او زرګونه وزګار شوي وروڼه او خویندې څه ناڅه د وچې ډودۍ لرونکی شوي، د افغانۍ ثبات ساتل شوی او بانکي نظام maintenance، SWIFT او مینیګرام نیم ژواندی دی. له دې پرته دوی بهر کې خپل فرهنګي، ښوونیز او علمی رسالت هم نه دی هېر کړی. Afghanicد ډاکترصاحب وردک په مشري پوهنتونو ته کتابونه (سره له سي.ډي) خپروي او هیواد ته یې رالیږي، د افغانستان دتاریخ ټولنه د داکتر صاحب خالدي په مشرۍ د تاریخی افغانستان ویاړونه ثبت او ظبط او د پردیو له چپاول یې ژغوري، (وطن ادب) بنسټ د افغانستان د معاصر دور ملی ادب خوندي کړ، د افغانستان لوی قاموس د اینجنیر صاحب قیس کبیر په همت د یوې بشپړې لویې حکومتي ادارې (چې متاسفانه نه یې لرو) په اندازه کار وکړ او لا لګیا دی. د هرات او خوست زلزلې، د سیلاو زیانمنو ته او نورو پېښو ته مرسته ټوله او وطن ته راولیږل شوه، ډاکتر روهي د خپل بنسټ په استازیتوب دهیواوالو پوښتنې ته راغی او د اړمندو روحیه یې پیاوړې کړه، اصلاحی بدلون استرلیا کې د حساس صاحب په هڅو اصلاحي او رغاونیزې هڅې جاري ساتلي، (ابن سینا) کابل کې یو لوی کنفرانس دایر کړاو یو شمیر پروژې یې معرفی کړې چې چارواکو یې هرکلی وکړ. استاد معصوم هوتک اوډاکتر صاحب نوید د افغانستان دتاریخی میراث د ساتنې او نویو څېړنو په موخه کندهار اوکابل ته سفرونه وکړل او د بالاحصار د رغاونې پروژه یې پیاوړې کړه، پکتیا او ننګرهار کې د غرنیو کوچنیو ذخیروي بندونو جوړولو ته درې ځله له جرمنی څخه مرسته راواستول شوه. خویندې ن. علومی او د.ذهین په خپلو هلو- ځلو د افغانی میرمنو یادونه او ملي ادب ته کارکوي. خورکۍ علومی د (وطن) تلویزون کې د وطن په درد اوښکې تویوي او د بیاجوړلو برنامې خپروي، خورکۍ ذهین د(لمر) په ځلولو اذهان روښانه کوي چې د افغانستان مطبوعاتو کې یې وروسته تر(امان افغان) ساری نشته، ښاغلی تاچ له لندن څخه (محبت) نثار او د معرفت ډیوه یې روښانه ساتلې ده، ملی او تاریخي مناسبتونه په پرتمین ډول لمانځل کیږي، نوي علمی اثار ژباړل کیږي او د هیواد دننه متخصصانو او مسلکی کارپوهانو ته تخصصي برخو کې مشورې ورکول کیږي، ډاکترسرمست خپل تیم او شاګردان لکه د پخوا په شان بوخت ساتلي، ډاکتراصفی د ځوانانو د روحیې د ژوندۍ ساتلو لپاره دروانپوهنې برنامې خپروي. عباسي صاحب د خپلې کورنۍ د غړود معاش ټول بچت د ناورغی په حال کې هېواد کې بیوزلو ته راواستاو. جناب حاجی صاحب غلام حضرت له سویډن څخه د ډیرو بیوزولو لاسنیوی وکړ او د لویو اخترونو قرباني او صدقات یې کابل او کندهار ته راولیږل، دغو ورځو کې خپله هم کندهار ته راغلی دی. مهاجرو اطباوومو پرېکړه وکړه چې د افغانستان روغتونو ته به دمعایناتوماشینونه اود لابراتوار وسایل ولېږدوي. تبعیدي ورزشکارانو د افغانستان نوم له هېرېدو ساتلی او آن دا چې اتلولي یې ترلاسه کړي دي، بهر کې یې جوماتونه جوړ کړي، دخپلو ملی جامو او اسلامی نومونو، شعایرو او ارزښتونو په ښودلو سره دافغانستان هویت ځلوي. اوس بهر کې په تحصیل او زده کړو بوخت ځوانان تر هروخت زیات دي، سبا ورځ به همدوی دجګړو له امله ټپي وطن رغوي او د ترقی په لاره به یې سموي. زموږ بااستعداده افغانان په ساینسي مراکزو او پیچلو پرمختللو څانګو کې مخکښ دي. همدا اوس داکترصاحب شیوامل د ټول آلمان د روغتیا تر ټولو اوچته جایزه ترلاسه کړه. نامتو کمپنۍ (زیمنس) کې تکړه افغان اینجنیران او د (IT) متخصصان کار کوي، چې جرمنی اینجنیران یې لیاقت ته حیران دي. ښاعلي پردېس په امریکا کې د خط، میناتور او انځورګری څو نندارتونو کې لومړۍ جایزه ترلاسه او هوډ یې کړی چې خپل پنځه زره اثار به وطن ته راوړي او یوه ګالري به جوړه کړي. دحیدرزادصاحب نوښتګرانه- موشګافانه تخلیقاتو اروپا حیرانه کړې ده. د آلمان د بانک مشاور، په آلمان کې د صنعت او معدن ترتولو تکړه متخصص، د آسترلیا په شان د لوی هېواد د صدراعظم ددفتر مشاور… هریو افغانان دي. له وطن سره اړیکه نه ده پرې شوې، بلکې وطن سره مینه نوره هم زیاته شوی ده. بهرمېشت افغانان وطن سره د فزیکی، عاطفي او مالي اړیکو لړۍ کلکه ساتې ده … دا یواځې یو څو نومونه نه دي، دوی هریوه سره د سلګونو افغانانو ټیمی یووالی او همکاري موجوده ده. او په دې سره ماته یوځل بیا د ارواښاد استاد نګار ګر دا شعر رایادیږي:

***

 مادر گمان مدار که فرزند ناز تو

یکباره ترک خانه و کاشانه کرده است

از شهر خویش و مردم آنجا بریده است

رو سوی شهر و مردم بیگانه کرده است

مادر گمان مدار که آن آشنای درد

بیگانه خوی و سنگ دل و نا سپاس بود

هرگز مباد باورت ای قبلۀ امید

کان رفته از کنار تو حق ناشناس بود

مادر قسم به جان عزیزت که هیچگاه

یاد شکوه مند تو از دل نمیرود

تا دامن کفن نکشم زیر پای خاک

نقش تو ام دمی ز مقابل نمیرود

می بینمت که با دل آگنده از ملال

آنجا کنار پنجره تنها نشسته ای

ای مادر عزیز بمیرم برای تو

کین گونه از برای من از پا نشسته ای

مادر غمین مباش اگر دست حادثات

چندی بیرون کشید چو مرغی ز لانه ام

آن دم که از دو پای من این بند بگسلد

پر می کشم به سوی تو و آشیانه ام

***

د تبعیدیانو او دیاسپورا زړونه وطن اووطنوالو سره دي، د وطن لپاره درزیږي، په هر درد یې خوږیږي او څړیکې وهي. استاد نګار ګر دا درد او وفاداري ډیره ښه انځور کړې ده. په تاسف او(صدافسوس) لکه هغسې چې وطن کې دمنکراتو، لنډه غرۍ، بدماشي او د ناولتیا بیلګې لرو، یو څو لنډغرو بهر کې هم په خپلو ناوړه کارونو د مهاجرو نوم بد کړ. دا د هر افغان لپاره دردوونکې ده. له دې څخه باید درس واخلو چې خپل اولاد ښه تربیه کړو. نېک اولاد وطن ته ویاړ راوړي، خو ناوړه تربیه وطن شرموي. د خوشحالي خبره دا ده چې د ناولیو کسانو شمېر کم او هوښیار ځوانان مو لله الحمد زیات دي.

تاسو په پاک رب سپارم، زه بېرته د نګارګر صاحب شعر ته ورستنېږم، بیا بیا یې لولم. زموږ د دوران دتصوف او عرفان دغې روښانه ډیوې او د محمد مصطفی(ص) په مینه کې د ډوب دغه مجذوب یاد تازه کوم. د وفات دکال په مناسبت یې دقرآن عظیم الشان د درس شاګردانو سره د قرآن کریم ختم کوم.  الله پا ک دې غرق رحمت کړي فردوس جنت یې دایمي ځای شه.

4 COMMENTS

  1. فاضل او زړه سوانده پوهاند استاد دودیال ته د الله تعالی اوږد عمر ورکړي . دوی تل د افغانستان له خلکو او ځوانانو سره خپله مینه او صداقت ثابت کړیدی.
    د پوهاند صاحب لیکنې په زړه پورې ، عالمانه او له خپلو هېوادوالو سره د زړه له اخلاصه همدردي ، بې ریا او له رښتینتوب نه ډکې دي .
    له الله تعالی نه ورته اوږد ، خوشحاله او له روغتیا سره یوځای موفقه ژوند غواړو.

  2. منلی او ښاغلی عثمانی صاحب السلام علیکم.
    ډیره مننه. ستاسو مهربانی او لورېینه فوق العاده ده. زه فقط د خپلو خلکو دپښو خاورې او عاجز خدمتګار یم، ممکن هغومره چې په کار ده هغومره می خوارۍ هم نه وي کړي. خو هدف می دا و چې د معزز استاد نګارګر یاد تازه کړم، هغه هیوادوال چې په بهر کی د وطن او وطنولو په فکر او خدمت کې دي، اقلاً یادونه یې وکړم او بله دا چې د طالبانو د پلویانو هغه منفی ذهنیت لږ روښانه شي او حقیقت ورته واضح شي ، چې د بهر مېشت افغانانو په اړه یې په غلطه ذهن کې خای نیولی دی. درناوی

  3. محترم پوهاند صاحب تل د وصل ،اخوت او اتحاد خبره کړیده او دا طرز فکر او کار ملت جوړوی،قوت وربښی او خود کفایی لار ته یی سموی او معلم بشریت صلی الله علیه و سلم فرمایی:انما بعثت معلما او بیا انما بعثت لاتمم مکارم الاخلاق.
    دا طرز بیان او افاده د محمدی مدرسی خوند او مکارم اخلاق لری کوم چي رب العالمین وارثان د انبیاء علیهم السلام ورباندی ښایسته کړیدی.
    الله رب العزت د داسی معلمان چي امت ساز وی زیات کړی تر څو فصل په وصل بدل او امت خپل بایللی عزت بیا تر لاسه کړی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب