سه شنبه, جولای 2, 2024
Home+پر فنونو او پوهنو د ښکلايي حس اغېز | دوکتور ازمون

پر فنونو او پوهنو د ښکلايي حس اغېز | دوکتور ازمون

پنځمه برخه
۴ ـ ۱ـ ۳: ښکلايي حس وزن وآهنګ
د ښکلايي یا جمالیاتي حس پارونې یو مهم توکی هم وزن و آهنګ دی. وزن یا وزم د زړه له حرکته رامنځته کېږي. وزن د غږونو یو منظم او منسجم ترکیب دی، د غږونو او د وجود د غړیو دغه منظم او منسجم ترکیب په حرکاتو، کلمو، ترکیبونو، عباراتو او مسرو کې ښکاري.
هره هغه وینا چې وزن ولري، هغه د زړه نه اوبه څښي. زړه دغه غږیز تړون غځوي. په عامه ژبه کې موږ یوه خبره کوو چې خدای دې د خولې لیاړې دارو کړه. د خولې لاړې دارو کېدل یوه اصطلاح یا ګړنه ده، خو ددغې ګړنې تر شا د روغتیا او د ژوند د ښکلا فصل ګورو. د خولې لاړې دارو کېدل د ژوند ښایست او پایښت دی. دخولې دغه لاړې د لفظونو او کلمو په اوډون کې چې راښکاره شي، نو هغه شعر شي. د خولې لاړې دارو کېدل په آرې مانا سربېره ګڼ نور مفاهیم او انځورونه ذهن ته راولي، د خولې لاړې له خپلې خوارۍ، غریبۍ او د ژوند له ستړي مزله منزل او هدف ته رسېدل دي. دلته د خولې لاړې له زړه سره تړلې دي. د خولې لاړې کلمې خړوبوي، کلمو خړوبېدل او موزونوالی چې له د زړه له حرکت او شوره رامنځته شوي دي، ښکلې وینا بولو، دغه ښکلې او اغېزمنه وینا شعر دی، دلته شعر د زړه له آهنګین، منظم او ښکلي حرکته خړوب شو.
د زړه رګونه په منظمه توګه ورو ورو ښورېږي او ترنګېږي، دده له ترنګېدو او حرکته لفظونه او کلمې بڼې مومي، دلته هغه خبره چې هغه په منظمو موزونو او آهنګینو غږونو کې وړاندې شي؛ هغه پر زړونو خوږه لګي، اغېز یې زیات وي او مخامخ لوری پاروي. دغه پارونه پخپله د نفسي یا جمالیاتي حس اغېز دی، ښکلایي یا جمالیاتي حس دلته په لفظونو او کلمو کې همدغه منظم اوډون وړاندې کول دي.
نو: (( … وزن دغږونو تر منځ یو اوډون او ترتیب چې د موسېقۍ د الو له لارې را څرګندېږي، ترنم جوړوي، او دا د غږونو له زیروبمۍ، جګوالي او ټيټوالي بڼه مومي.
وزن د نظم لپاره: هغه چې خبرې یا کلمې او غږونه پرې په یو لړ کې پېیل کېږي او بیا نور لړونه سره په یوه اندازه ا و کچ مېچ راولي، دا کار څپه کوي، څپې رکن جوړوي او رکن مېسره جوړوي، مېسره پر خج بحر ټاکي. نو رکنونه د مېسرو تر منځ د څپې پر بنسټ وزن جوړوي….موزون غږونه د انسان پر حواسو او عواطفو اغېز ښندي. د بیم موزون غږ ماران په نڅا راولي. د ډول غږ دپښتانه زلمي حواس راپاروي او ولي یې غورځولو ته هڅوي.))( ازمون، لعل پاچا، وزن (وزم) او آهنګ، وږمه (مجله)، دویم دور، لومړۍ ګڼه، ۲۰م)
دلته د وزن ارزښت د ښکلايي حس په پارولو کې څرګند شو. د شعر د اغېز یو توکی وزن و آهنګ دی.
نو: شعر یوازې تشې خبرې، کلمې او لفظونه نه دي، بلکې د الفاظو تر شا هغه نغمې او حرکات دي چې له زړه رامنځته کېږي او زړه یې خړوبوي.
نغمه د زړه د پرهرونو له خندا راوځي، دغه نغمه کله د زړه له درد او زخمه او کله د خندا له شورو ځوږه را پورته کېږي چې دوه بېلابېل حالته رامنځته کوي، همدغه حالت د انسان روان اغېزمنوي. د روان اغېزمنېدل د ژوند حرکت او لوری ښودل دي.
د شعر په باب په یوه مشهور تعریف کې ( شعر په کېښکلې او آهنګینه ژبه د فکر و خیال عاطفي تړون دی) د کېښکلې او آهنګینې ژبې خبره اورو، دغه کېښکلې او آهنګینه ژبه د حواسو له بیدارۍ او منظم حرکته رامنځته کېږي، د حواسو بیداري د شاعر تخیل، تصور او تفکر په عاطفي ژبه را ښيي، نو آهنګ په کلمو او ترکیبونو کې پارونه او عاطفي چلن دی.
د ماشوم او مور تر منځ اړیکه هم په اهنګینو او مترنمو غږونو کې نغښتې، ماشوم د زړه د نغمې په تارونو ګوتې وهي او هغه غږ ته غوږ وي چې دده حواس پرې را ټولېږي. دغه غږ د مور آهنګین غږ وي.
له دغو غږونو جمالیاتي حس خړوبېږي او د ماشوم په اندرون کې ځای نیسي، نو: د ماشوم او مور تر منځ اړیکه هم د جمالیاتي حس له پارونې او روزنې مضبوطېږي.
منظم، موزون او آهنګین غږونه او ښکالو اورېدل پر روان او روغتیا ښه اغېز ښندي، دغه اغېز ښندنه د انسان په وجود کې د خوشحالۍ هرمون فعالوي. د خوشحالۍ هرمون پر موزونو او منظومو غږونو طبع غوړوي. دغه موزون، منظم او آهنګین غږونه د مرغانو، وږمې، د طبعیت د رنګونو په ښکالو، د اوبو په شڼهار او موسېقۍ کې ګورو او اوروو. دغه غږونه د انسان او طبعیت تر منځ اړیکه جوړوي، خو هغه غږونه چې هغه زړه بدونکي، وېرونکي، خواشینونکي او کرکجن وي، هغه ښکلايي حس وژني، د بدرنګۍ فضا رامنځته کوي. لکه درز دروز، دچاودنې غږ، د توپانونو وېرونکی غږ او…
خواږه او موزون غږونه پر زړه اغېز کوي، لفظونه او کلمې په آهنګین تار تړي، د وجود د غړیو حرکات منظموي او ښکلايي حس خړوبوي، نو هره هنري پدیده پر ښکلايي ارزښت سربېره ټولنیز، ساینسي او روغتیايي ګټه هم لري، د ګلاب لیده او د وږمې ښکالو دواړه د انسان پر روان او طبع اغېز کوي، زړه او ذهن فعالوي او هڅوي. دغه اغېزمنتیا د زړه حرکات منظموي او د وجود ټولو غړو ته ساه بښي.
دلته د اغېزمنتیا خبره وشوه، اغېزمنتیا په موزونو او آهنګینو خبرو کې ده، همدغه موزون او آهنګین غږونه دي چې د انسان طبع خوشحاله ساتي، وزن یوازې د نظم د فورمونو لپاره نه دی، بلکې وزن (وزم) په خبرو او د ژوند د چارو د تنظمولو یو رکن یا اصل هم دی، همداسې آهنګ هم در واخله، آهنګ د کایناتو په ټولوتوکیو کې یو خاص اغېز دی چې د بېلابېلو مخونو د رنګونو په ښکالو کې یې اورو.(( … د وزن یوه دنده او ارزښت دا دی چې ژبه له عادي حالته اړوي، لفظونو ته یو داسې خوند او رنګ ورکوي چې په لوستونکي اغېز وښندي، دهغه حواس او تخيل را وپاروي، نو کله چې خبره له عادي حالته نا عادي حالت ته ووته، ژبه شاعرانه کېږي. یو خاص وزن او اهنګ مومي.
وزن په بیت کې دلفظونو دشمېر پر بنسټ یوه مېسره له بلې سره تړي خواهنګ بیا په مېسرو کې دلفظونو تر منځ یوه له بله سره دغږونو منظم او منسجم تکرار دی چې همغږي یې موسېقي رامنځته کوي. د وزن لپاره اهنګ هم یو ضروري توکی دی.
اهنګ دمېسرو دبیان یا ویلو یوه طریقه ده چې زیاتره مهال په ویلو کې محسوسېږي. یو شمېر کسان نظم داسې لولي چې په وینا کې داهنګ خیال نه ساتي، نو په لوی لاس نظم بې خونده، بې رنګه او بې وزنه کوي.
لنډه دا چې اهنګ دغږونو يوداسې ترکيب او اوډون دى چې جګوالى ټيټوالى اوزيروبمي بڼه ورکوي، دلفظونو تر منځ یوپټ شور دی چې حرکت یې محسوسېږي ..
اهنګ په نظم کې د لفظونو ترمنځ يو غږيز امتزاج يا ګډ منظم ترکيب دى چې پر خج د نظم وزن او موسېقي برابروي. هرغږ ځانته يو ځانګړى اهنګ لري. د هر لفظ موسیقي پر اهنګ برابرېږي. د لفظونو ترمنځ ترتيب هم اهنګ برابروي او پر يو داسې مزي يې تړي چې شور يې ځانګړې موسېقي رامنځته کوي. کله ناکله چې ځينې لفظونه ښه نه لګي، يوازينۍ لامل يې ناسم اهنګين اوډون دى.دتوريوتکرار او يو له بله سره يې غاړه غړۍ کول پراهنګين مزي دويناموسېقي رامنځته کوي.
د ځينو لفظونو تر شا متحرک انځورونه دي. دغه انځورونه يو شور او حرکت لري چې همدغه حرکت يو ځانګړى اهنګ لري. بېلګه يې موږ شرشره يادوو: په شرشره کې د (ش) او (ر) تکرار يو اهنګ او يوه ځانګړې موسیقي لري. د دې ترشا په خپله د شرشرې غږيز انځور يوه بېله موسېقي او اهنګ ذهن ته لېږدوي. ځينې لفظونه بيا بدرنګ، ذهن او زړه بدونکي اهنګونه لري چې تر شا يې د کرکې او جنګ انځورونه دي. لکه ډز، ډم، ګړزارى ، درزاو… لکه څومره چې اهنګ په نظم کې دارزښت اوزياتې پاملرنې وړ دى همدومره په نثرکې هم ارزښت لري . د کلمو، ترکيبونو اوجملوپه رغښت اومعنوي خواووکې دادلون بدلون لامل کېږي…)) ( ازمون، لعل پاچا، وزن( وزم) و آهنګ، وږمه، دویم دور، لومړۍ ګڼه، ۲۱م)
لنډه دا چې : انسان د ښکلا په غېږ کې زوکړی دی، په ښکلو غږونو نازل شوی دی او د زانګو له منظم او موزون حرکته یې همداسې تنکۍ پاپلۍ په موزون او آهنګینه ژبه اخستې دي. نو: انسان په ښکلا ژوندی دی او ښکلا د فطرت په رنګونو او غږونو کې نغښتې، دغه موزون او آهنګین رنګونه او غږونه چې کله لفظونو ته راشي، نو هغه شعر شي.
په طبیعي بڼه انسان شاعر دی او له شعر سره یې مینه ده، شعر یې په خټه او سټه کې نغښتی.
په لومړیو کې چې کله دده سترګې په مترنمو غږونو پرانستل کېږي او په غوږ کې یې مترنم یا موزون غږونه کور جوړوي، نو دده د ښکلا خوښونې او ذوق حس خړوبوي، دغه موزون او آهنګین غږونه دی هڅوي او نوې دنیا ته یې سترګې پرانیزي. دلته سترګې پرانیستل د طبعیت او کایناتو له رنګونو سره بلدتیا ده چې دده پر روان اغېز کوي، دده روان د تخیل په زانګو کې پروت او ځانته دنیا جوړوي. پر دې دنیا بل څوک نه پوهېږي، یوازې دی له همدې دنیا سره پخپل تخیل کې بوخت وي او د ښکلا ماڼۍ جوړوي، دغه یوازیتوب او د تخیل په سمندر کې دده ډوبېدنه د دنیا په رازونو او رنګونو پسې لټون دی.
لاشعور ته یې د تخیل له لارې ډېر څه حافظې ته ننوځي، لاشعور د تخیل له لارې خړوبېږي او د طبعیت د هر توکي له رنګ او غږه خوند اخلي.
نو دغه پرمختللې بڼه چې بیا وروسته په لفظونو او کلمو کې رامنځته کېږي، دا دده ذهني او نفسي تجربې دي او تخیل په هماغو خیالونو پسې هڅه ده چې دده په لاشعور کې پراته دي او هغه حافظې خوندي کړي دي.
تخیل، تصور او تفکر د حافظې ور پرانیزي او یو یو توکی را اخلي، په یوې نوې بڼه یې وړاندې کوی، نو د انسان اړیکه له طبعیت سره د جمالیاتي یا ښکلایي حس له مخې جوړه شوې او په دې کې لویه برخه شعر اخیستې ده.
دلته د شعر په باب دې تعریف ته رسو چې: شعر د طبعیت د بېلابېلو توکیو د رنګونو د ځوږ او غږونو یوه داسې ټولګه ده چې له ادارکه وروسته په پارونکې ژبه د شاعر د ذهني او نفسي تجربو یا دده د تخیل او تصور تخییل او تصویر وړاندې کوي.
پر لفظي موزون او آهنګین اوډون سربېره ښکلايي حس د کایناتو په عیني وجود او د انسان په ذهني او نفسي حرکاتو کې یو بل نظم دی چې هغه د طبعیت د بېلابېلو توکیو له حرکاتو سره سمه بڼه مومي.
د انسان په تېره شاعر ذهن د کایناتو د توکیو حرکات ګوري چې په دېره منظمه توګه حرکت کوي، دغه نظم دده په ذهن او نفس اغېز ښندي، دی هم له همدغه منظم حرکته تقلید کوي. دغه تقلید د باد او بوټي ترمنځ حرکت کې ګورو چې په ډېره منظمه توګه سره ښوري، همدا ښورېدا د انسان پر وجود اغېز ښندي، دغه اغېز ښندنه دده حواس او هوس په جذبو او ولولو راولي، د وجود غړي په منظمه توګه حرکت کوي، له دې حرکته د غړیو ژبه او نڅا رامنځته کېږي.
یوه ورځې یو سارا ته په ښکار وتی وم حیران
یو ګلاب مې ولیده پړکېده ښیشته خندان
دلته د ګلاب پړکېدل د شاعر پر ذهن او زړه سیوری کړی دی، دغه سیوری یې د خندا په جذبو کې ښودلی دی، دلته د ګلاب حرکت یو منظم حرکت دی چې د شاعر حواس او هوس یې را پارولی دی.
میده میده مزل کوې لکه د زرکې
درځم درپسې څانګې معطله شه ګودر کې
دلته د زرکې حرکت د شاعر په زړه او ذهن اغېز کړی، د زرکې حرکت موزون او آهنګین دی، شاعر د زرکې له عیني حرکته د خپل ذهني او نفسي ښکلايي حس په ویښېدو له خپلې معشوقې د زړه راښکونکې حرکت غوښتنه کړې ده، دلته په حرکت کې میده میده پر تګ د موزونوالي او آهنګینوالي تاکید دی.
په نڅا کې ټول حرکات موزون دي، که دغه موزونوالی لږ لاندې باندې شي، نو د نڅاګر اغېز له منځه ځي. همدارنګه که د غړیو په موزونه ژبه (باډي لنګوېچ) کې غړي بې ځایه حرکت وکړي، نو پر ژبه افهام او تفهیم نه کېږي.
((د صورت په لحاظ ترکیب، ترتیب، یووالی، هماهنګي، توازن او تناسب د یو څیز ښکلا ګڼل کېږي او په معنوي لحاظ ښېګڼه، ریښتینولي، وړتیا، حقیقت او ژوند د یو څیز/چا د ښکلا بېلګې ګڼلی شو.)) (نسیم ، محمداقبال، خوشحال او جمالیات، ۱۲۰م)
دلته د صورت ترتیب او لفظونو ترتیب دوه هغه بحثونه دي چې د انسان د ښکلايي حس موزون او آهنګین اغېز راښيي.
مشهوره خبره ده چې فلانی په صورت او سیرت کې ښکلی دی. دغه ښکلا د وجود د بهرني، ذهني او نفسي تجربو ګډوله ده.
((توماس ایکویتوس وايي: ((د یو سړي د وجود ښایست په دې کې دی، چې د هغه د وجود غړي په خپلو کې ښه تناسب او ورسره د رنګ د ښکلا ځانګړې هماهنګي هم ولري.))
بل ځای وايي، چې ښکلا هغه څه ده، چې نظر ته خوښي بښي، ځکه ښکلا په موزون تناسب کې ده، یعنې حسونه د هغو شیانو په لیدو خوښي محسوسوي، چې د ځان غوندې په ښه ډول موزونیت ولري.
سمویل وايي: د ښکلو څیزونو ښکلا د دوی د اجزاوو په موزونیت او یووالي کې وي، د پخوانیو اصولو له مخې دې ته په کثرت کې وحدت ویل کېږي.
د سینټ اګسټاین له قوله هم ورته نظر راخیستل شوی: ښکلا په تناسب او هماهنګۍ کې ده، ځکه د هر ښکلی څیز په اجزاوو کې د تناسب او هماهنګۍ شتون ضروري وي.)) ( بهیر، نوراجان، ښکلا او ادبیات، ناچاپ)
دلته د جود د غړیو او رنګ تناسب، د ښکلو څیزونو د اجزاوو یووالی او موزونوالی هغه څه دي چې ښکلايي حس په حرکت راولي او ذوق را پاروي، د ذوق پارونه خوند اخستل دي.
د حساسو ذهنونو څښتنان چې کله دغه موزونه او مترنم لفظونه، حرکات، ترکیبونه اوري او ګوري نو دې ته هڅېږي چې نوې تجربې ترسره کړي. د دوی دغه تجربې کېدای شي، هنري، ساینسي، فلسفي او یا له حکمته ډکې وي.
له جمالیاتي حسه خړوب شوې دغه تجربې د یوې ځانګړې جغرافیې او ملت پېژندنه کوي، د هغوی کولتوري ارزښتونه او ذوق راښیي، دلته د اړي ګړي د مخنیوي او جغرافیوي وضعیت د ټاکنې لپاره یو ملت هم د جمالیاتي حس پر بنسټ پېژندل کېږي.
ملت د ګډو ارزښتونو ټولګه یا غالی دی چې یوه ګډه جغرافیه لري. ملت، تاریخ، جغرافیه، دین او داسې نور هغه ارزښتونه دي چې دا ټول په کولتور کې شاملېږي. نو جمالیاتي حس یا شعر د یو ملت کولتور راښیي. کولتور موږ ته د یو ملت خوی، خاصیت، سلوک، چلند او جغرافیه راپېژني. د وګړو تر منځ یې هغه ګډ ارزښتونه چې دوی پرې راټول دي، هغه راښیي، په هغوی کې یو هم د جمالیاتي حس هنر دی، هنر بیا بېلابېلې څانګې لري، د همدغو څانګو له مخې د یو ملت ذوق، کړه وړه، ناسته ولاړه، چلن، خوی، سلوک او ذوق راپېژندل کېږي.

پر فنونو او پوهنو د ښکلايي یا جمالیاتي حس اغېز

 

2 COMMENTS

  1. پوهاند دوکتور آزمون صاحب د هغو محدودو استادانو څخه دی چې خپله استادي يې د خپل علم او څیړنیز کار په مټ ثابته کړې ده. ده دومره زیات او ښه اثار لیکلي دي چې د پنځو ستورو د کتار علمي شخصیت دی. لوپر خو نو لوفر دی او یو شمیر کسان چې علمي او ادبي ډګر کې ماتې وخوري نو عقده ورته پیدا شي او په مستعارو نومو د ادب او د قلم خاوندانو پسې سپکې سپورې لیکي. تاند باید دغسې بې شخصیته لوران بلاک کړي.

    • شرافت صاحب له نېک نظره دې مننه تاسې دې ژوندي او سوکالۍ اوسئ، بس کاروان تېرېږي او…

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب