پنجشنبه, جولای 4, 2024
Homeخبرونهد رسنیو د ازادۍ ورځ د رسنیو د سانسور تر سیوري لاندې...

د رسنیو د ازادۍ ورځ د رسنیو د سانسور تر سیوري لاندې نمانځل کېږي

تاند (جمعه، د ثور ۱۴ مه) سږ کال د مې درېیمه د رسنیو د ازادۍ نړیواله ورځ په داسې حال کې لمانځل کېږي چې په افغانستان کې تر تیرو درو کلونو د بیان او رسنیو ازادۍ لا زیاتې محدودې شوې دي.

د خبریالانو او رسنیو بیلابیلو ټولنو د دې ورځې په مناسبت په خپلو اعلامیو کې د طالب رژیم پر بندیزونو او محدودیتونو اندېښنې ښوولي دي.

د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټې د مې د درېیمې په مناسبت په خپله اعلامیه کې ویلي«په تېر یوه کال کې د خبریالانو او رسنیزو کارکوونکو پر وړاندې د تاوتریخوالي ګڼې پېښې ثبت شوې او د یو شمېر رسنیو فعالیتونو ځنډېدلي دي. د دې سربېره خبریالانو اطلاعاتو د لاسررسي او خوندیتوب په برخه کې له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان و.»

له بلې خوا د افغانستان د خبریالانو مرکز د مې د درېیمې په مناسبت ویلي چې د طالبانو له بیا واک ته رسیدو وروسته په څه کم درو کلونو کې د رسنیو د قانون خلاف د طالبانو له لوري لږترلږه ۱۷ دستورالعملونه اعلان شوي دي.

د طالبانو له واک ته رسیدو وروسته سلګونه رسنۍ له فعالیته لوېدلي، زرګونه خبریالان له هیواده وتلي او یو شمېر نورو دندې له لاسه ورکړي دي.

په دې موده کې لسګونه خبریالان نیول شوي، ځینې یې وروسته خوشي شوي او ځینې لا هم په بند کې شپې سبا کوي.

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټه، چې په هیواد کې دننه فعالیت کوي په خپله اعلامیه کې وايي:«د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټه د افغانستان له اسلامي امارت څخه غوښتنه کوي چې د خبریالانو د امنیت او خوندیتوب په برخه کې لازم ګامونه واخلي. پر دې سربېره، د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټه ټینګار کوي، چې د خبریالانو او رسنیو اړوند ټولو قضایاو ته د ټولیزو رسنیو د قانون په چوکاټ کې د رسنیو د سرغړونو کمیسیون له لارې رسیدګي وشي.»

طالبانو له واک ته رسیدو وروسته د تاند په شمول ګڼې نورې رسنۍ، چې انلاین خپرونې کوي، بشپړې سانسور یا محدودې کړي دي.

په افغانستان کې پر تاند وروسته له دې بندیز ولګېد چې پر پاکستاني پوځیانو د بلوچ بیلتون غوښتونکو د یوه برید خبر یې خپور کړ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب