یکشنبه, جولای 7, 2024
Homeخبرونهد بشري حقونو د وضعیت په سر د ریچارډ بینټ او ذبیح...

د بشري حقونو د وضعیت په سر د ریچارډ بینټ او ذبیح الله مجاهد ناندرۍ

تاند: ( جمعه، د ثور ۱۴ مه)  افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بینټ یو ځل بیا په دغه هېواد کې د بشري حقونو د بد وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړه.

نوموړي د خپلې دندې د دویمې کلیزې د پوره کېدو په مناسب ویلي: په داسې حال کې چې د ځانګړي راپور ورکونکي په توګه خپله دوېیمه کاري کلېزه نمانځم، له طالبانو غواړم چې د بشري حقونو په اړه پر خپلو نړۍوال ژمنو عمل وکړي او نړۍواله ټولنه دې په پایېدونکې توګه په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت ښه کېدو لپاره پر طالبانو فشار راوړي.

د طالبانو د رژیم ویاند ذبیح الله مجاهد بیا د نوموړي څرګندونو ته توند غبرګون ښودلی او ویلي: د ریچارډ بېنټ خبرې غبرګون ته اړتیا نه لري. هغه عقده‌یي دی چې له افغانانو او هغه نظام سره چې په افغانستان کې حاکم دی او هغه امنیت او ټیکاو چې لرو هغه سره عقده لري، طبعاً به هغه خپله عقده کړې وي او موږ ورته ارزښت نه ورکوو.

پرون د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندوی دفتر( یوناما) هم په یوه راپور کې چې د افغانستان درې میاشتنی وضعیت یې ارزولی و، د نورو مواردو تر څنګ د طالبانو رژیم د بشري حقونو په پراخ نقض تورن کړی.

طالبانو دغه راپور بې بنسټه او د دوی خلاف پروپاګند ګڼلی دی.

د طالبانو چارواکي د دوی پر وړاندې ټولې نیوکې او راپورونه بې بنسټه ګڼي، چې د منتقدانو له نیوکو سره پرې مخ کیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب